د پاکستان صدراعظم د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست سره لیدلي
د پاکستان صدراعظم عمران خان نن د طالبانو د حکومت له بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي سره لیدلي دي.
که څه هم رسماً لا د دې لیدنې جزییات نه دي رسنیز شوي، خو په اسلام اباد کې د ازادي راډیو خبریال ته د صدراعظم دفتر د دې لیدنې خبره تایید کړې.
همدا راز امیر خان متقي په خپله هم نن اعلان کړی چې له عمران خان سره لیدنه لري.
د پاکستان د صدراعظم له دفتره بیا په یوه جلا بیان کې راغلي چې عمران خان نن د ترویکا پلس چین، روسیې او امریکا متحده ایالاتونو له استازیو سره لیدلي.
هغه په دې لیدنه کې په افغانستان کې ټولو ته د مشارکت په ورکولو، د بشري حقونو په درناوي او د ترهګرۍ ضد مبارزې په اهمیت باندې ټینګار کړی دی.
د پاکستان د صدراعظم له دفتره په خپره شوې اعلامیه کې زیاته شوې چې نړیواله ټولنه دې د بشري ناورین او اقتصادي سقوط د مخنیوي لپاره له افغانانو سره عاجلې مرستې وکړي.
ترویکا پلس استازیو پرون د افغانستان پر روانې بشري وضعې باندې سخته اندېښنه وښوده.
دوی په اسلام اباد کې غونډه درلوده. د پاکستان صدراعظم خان د ترویکا پلس د غونډې دایریدل مهم بللي.