Мы в Telegram
Добавить новость
123ru.net
Pa.azadiradio.com
Май
2021

Новости за 28.05.2021

ستولتنبرګ: پیاوړی افغان پوځ تر شا پریږدو

Pa.azadiradio.com 

د ناټو عمومي منشي وایي، له افغانستانه په وتلو دغه هېواد کې یو پیاوړی او روزل شوی افغان پوځ پاته کیږي. ینس سټولټنبرګ دا خبرې پرتګال ته د سفر پر مهال له اسوشیتید پریس خبري اژانس سره کړي دي. له دې وړاندې خپله افغان چارواکو هم د خپلو ځواکونو د وړتیا ډاډ ورکړی دی.

د کندز امام صاحب کې د ولسي پاڅون کوونکو قوماندان 'همکار' ووژل شو

Pa.azadiradio.com 

د کندز په امام صاحب ولسوالۍ کې د ولسي پاڅون کوونکو قوماندان د وسله والو طالبانو په برید کې وژل شوی دی. د کندز د والي ویاند عصمت الله مرادي نن جمعه (د غبرګولي ۷مه) ازادي راډیو ته وویل چې نن له غرمې مخکې د ولسي پاڅون کوونکو قوماندان او پخوانی جهادي شخصیت سلطان محمد همکار د امام صاحب ولسوالۍ د قنچغې په سیمه کې له وسله والو طالبانو سره په مخامخ جګړه کې وژل شوی دی. مرادي زیاته کړه، ښاغلی همکار په امام صاحب ولسوالۍ کې د ولسي پاڅون کوونکو د یوې درې سوه کسیزې ډلې مشري په غاړه درلوده. وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

افغانستان کې د کرونا لوړه شمېره؛ تېر شپه او ورځ کې۹۷۷ مثتبې پېښې ثبت شوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي په هېواد کې د کرونا ویروس له راپیدا کېدو راهیسې په لومړي ځل په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د دې ویروس ۹۷۷ مثبتې پېښې ثبت شوي چې دا په دې هېواد تر ټوله لوړه کچه ده. وړاندې د ریکارډ کچه ۹۱۵ مثبتې پېښې ثبت شوې وې. د عامې روغتیا وزارت مرستیال ویاند میرویس علي زي ازادي راډیو ته وویل: "په اختر شپو او ورځو کې د خلکو نه پاملرنې د دې لامل شوې چې د دې ویروس مثبتې پېښې لوړې شي او که افغانان روغتیايي سپارښتنې په پام کې ونه نیسي ، دا پېښې نورې هم ډېریدای شي او یو ناورین به رامنځته... Читать дальше...



چارواکي: هلمند،دایکنډي او کاپیسا کې ۷ ملکیان وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

په هلمند او دایکنډي ولایتونو کې نن جمعه (د غبرګولي ۷مه) امنیتي پېښو لږ تر لږه ۴ ملکیان وژلي او ځینې نور ټپیان کړي دي.  د هلمند د امنیه قوماندانۍ ویاند محمد زمان همدرد ویلي، په ګرشک ولسوالۍ کې تېره شپه پر یوه کور د توغندي لګېدو ۳ ملکیان وژلي او ۶ نور ټپیان کړي دي.  بل خوا د ډایکنډي د پولیسو ویاند ګل اغا ساجدي ویلي، په پاتو ولسوالۍ کې یوه ماین هغه ملکي کس وژلی چې د خسو په ټولولو بوخت و.   پرون ماښام بیا په کاپیسا کې د سړک غاړې ماین چاودنې درې ملکیان وژلي وو.  چارواکو نن ماسپښین د ننګرهار په... Читать дальше...

اذربایجان: ارمني ځواکونو یو اذربایجانی سرتیری ټپي کړ

Pa.azadiradio.com 

اذربایجان وايي، یو سرتېری یې هغه وخت ټپي شو چې د ارمنستان ځواکونو د سرحد په اوږدو کې ډزې وکړې، خو ارمنستان دا تور رد کړی دی.  دواړو لوریو یو او بل د پولې په اوږدو کې په یو لړ پېښو تورن کړي او دې مسالې د بېلتون غوښتونکې سیمې نګرنو قره باغ پر سر د تېرې کال تر جګړې وروسته سیمه ییز کړکېچ زیات کړی دی. د اذربایجان دفاع وزارت نن جمعه (د غبرګولي ۷مه) په یوه اعلامیه کې وویل چې د ارمنستان سرحد ته نږدې یې په بابیک سیمه کې تېره شپه پر سنګرونو د ارمنستان د وسله والو ځواکونو له خوا ډزې شوي او یو سرتېری یې ټپي شوی دی. Читать дальше...

سلګونه پاکستاني کارګر د افغانستان له لارې خلیج ته ځي

Pa.azadiradio.com 

له پاکستانه خلیج هېوادونو، له هغې ډلې سعودي عربستان ته د الوتنو له لغوه کېدو وروسته پاکستاني کارګر اړ شوي چې د افغانستان له لارې دا سفر وکړي. له پاکستانه وروسته تر دې ډېر پروازونه لغوه شول چې دغه هېواد کې د کورونا څپه ګړندۍ شوه، خو له افغانستان سره د نورو هېوادونو الوتنې د کورونا ویروس له ډېرېدو سره سره روانې دي.

پر سیدالشهدا ښوونځي برید؛ د قربانیانو کورنۍ: دولت دې د ' نسل وژنې' مخه ونیسي

Pa.azadiradio.com 

د کابل په لویدیځ په یوه جومات کې د سیدالشهدا په نوم نجونو پر ښوونځي د حملې د قربانیانو د 'څلوېښتۍ' مراسم د دوی د وژل کېدو په ۲۱مه ورځ ترسره شول.  ‎د دغې خونړۍ حملې د وژل شوېو کورنۍ وایي، په ځلونو یې د خپلې سیمې، ښوونیزو، فرهنګي او مذهبي مرکزونو د امنیت د خوندیتوب غوښتنه کړې، خو په خبره یې دولت ورته پاملرنه نه دی کړی.  ‎د دغه مراسمو ګډون والو د جمعې (د غبرګولي ۷مه) په ورځ د یوې پرېکړه لیک په خپرولو وویل چې په یو ‌‌‌‌‌‌ډول د 'نسل وژنې' له ګواښ سره مخ دي او حکومت او د دغه ‌‌‌‌‌‌ډول حملو د عاملینو... Читать дальше...

اسټرالیا کابل کې خپل سفارت تړي؛ افغان حکومت: د نړیوالو سازمانونو امنیت ساتو

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې چې اسټرالیا نن جمعه (د غبرګولي ۷مه) په کابل کې خپل سفارت وتړي. اسټرالیاوي چارواکو مخکې ویلي وو، په افغانستان کې د لنډ وخت لپاره ځکه خپل ډیپلوماتیک فعالیتونه دروي چې په دې هېواد کې د ناامنۍ پېښو اندېښمن کړي دي. ‎خو د جمهوري ریاست مرستیال ویاند محمد امیري که څه هم په ځانګړي ډول ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو سره د دغه سفارت د تړل کېدو په اړه څه ونه ویل، خو ټینګار یې وکړ چې افغان حکومت په دغه هېواد کې د ټولو بهرنیو استازولیو د امنیت خوندیتابه ته ژمن دی. امیري زیاته کړه: "د افغانستان جمهوري اسلامي حکومت... Читать дальше...



روسیه: واشنګټن سره د بندیانو د تبادلې پرسر پرېکړه نه ده شوې

Pa.azadiradio.com 

د روسیې یو لوړ رتبه چارواکی وايي، مسکو له واشنګټن سره د امریکايي، پاول ویلان په ګډون د بندیانو د احتمالي تبادلې پر سر د خبرو پرېکړه نه ده کړې.  د روسیې یوې محکمې د ۲۰۲۰میلادي کال په مې میاشت کې د امریکا د سمندري ځواک پخوانی غړی ۵۰ کلن ویلان د جاسوسۍ په تور په ۱۶ کاله بند محکوم کړ.  په خپله ویلان، د هغه ملاتړو او د امریکا حکومت دغه حکم غندلی او پر عدالت یې ملنډې بللې دي.  که څه هم ځینو شنونکو ویلي، مسکو هڅه کوي چې د روسي بندیانو په بدل کې ځینې امریکایي بندیان خوشې کړي، خو ریا نووستي خبري اژانس... Читать дальше...

چارواکي: افغان ځواکونو په لوګر او هلمند کې ۲۷ طالبان وژلي

Pa.azadiradio.com 

له لوګر څخه په رارسېدلي خبر کې ویل شوي چې د ملي اردو په هوايي او ځمکنیو عملیاتو کې ۱۴ وسله وال طالبان وژل شوي دي.  د ۲۰۳ تندر قول اردو ویاند اېمل خان مومند نن جمعه (د غبرګولي ۷مه) رسنیو ته وویل، د طالبانو پر مرکز دغه عملیات نن سهار د محمداغې ولسوالۍ په زرغون­ ښار سیمه کې وشول: "په پایله کې د لومړنیو راپورونو له مخې، ۱۴ وسله وال طالبان وژل شوي او ۶ تنه نور یې ټپیان دي. همدا رنګه د ترهګرو یوه قرارګاه، یو فولډر موټر او یوه اندازه مهمات له منځه وړل شوي دي."  دغه راز د هلمند ولایت امنیه قوماندانۍ... Читать дальше...

مسکو: د مایکروسافټ د انټرنټي برید په اړه لا معلومات نه لرو

Pa.azadiradio.com 

د کرملین ویاند وايي، مسکو تر اوسه د ټکنالوژۍ له لویې کمپنۍ مایکروسافټ د انټرنټي حملې په اړه تفصیلي معلومات نه دي ترلاسه کړي.  دمیتري پیسکوف په مسکو کې یوه کنفرانس ته دا خبره داسې مهال وکړه چې تردې مخکې مایکروسافټ وویل، روسي هککرانو د امریکا د نړیوالې پراختیايي ادارې 'USAID' د یوه ایمیل په کارولو سره د متحده ایالاتونو پر ادارو تازه سایبري حمله کړې ده.  د مایکروسافټ شرکت مرستیال تام برت 'Tom Burt' په یوه بیان کې ویلي، د انټرنټي بریدونو په دې تازه لړۍ کې د ایمیلونو درې زره حسابونه په نښه شوي چې په ۱۵۰ سازمانونو او بنسټونو پورې تړاو لري. Читать дальше...

خوست د چرګوړو د تولید له اړخه ځان بسیاینې ته نږدې شوی

Pa.azadiradio.com 

په خوست کې د چرګوړو د تولید کارخانه ' HATCHERY' جوړه شوې چې په یو کال کې نږدې ۱۷ لکه چرګوړي تولید او د فارم لرونکو په اختیار کې يې ورکوي. د چرګوړو د تولید د کارخانې مسوولین وايي، یاده 'هېچري' په میاشت کې د یو لک ۵۸ زره چرګوړو د تولید ظرفیت لري. د مسوولینو په وینا، د خوست فارم لرونکي هره میاشت ۳ لکه چرګوړو ته اړتیا لري چې د نوې ماشینرۍ په نصب سره به دوی وکولای شي، له دې شمېر زیات چرګوړي تولید کړي. سره له دې چې په خوست کې د چرګوړو تولید له هغې اندازې نږدې نیمايي لږ دی چې د دې ولایت د چرګانو فارم... Читать дальше...

اکبر: افغان مېرمنو په نړیواله کچه اوربند او سولې ته هڅې پیل کړي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون مشره وايي، افغان ښځو په محلي او نړیواله سطحه د اوربند او سولې لپاره هڅې پیل کړي دي.  شهرزاد اکبر د ستراتیژۍ او پالیسۍ لپاره د نیولاینز انسټیټیوټ ته تېره شپه په خبرو کې وویل: "د افغان مېرمنو غورځنګ په محلي او نړیواله سطحه د اوربند او د سولې د ټینګښت لپاره هڅې کوي. دوی غواړي د سولې په پروسه کې بامفهومه رول ولري چې د دوی غوښتنې او غږ واورېدل شي. اساسي پوښتنه اوس دا ده چې ایا د سولې پروسه به بامفهومه وي؟"  تردې مخکې د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان د وري پر... Читать дальше...

امریکا: د افغان ژباړونکو په اړه پر ځینو پلانونو کار کوو

Pa.azadiradio.com 

د امریکا حکومت وايي، پر هغو پلانونو کار کوي چې له مخې یې له افغانستانه په زرګونو هغه ترجمانان وباسي چې په تېرو ۲۰ کلونو کې یې له ائتلافي ځواکونو سره کار کړی دی.   د امریکا د متحدو ایالاتونو یوه وتلي جنرال وویل چې د دې کار هدف د دغو ترجمانانو خوندیتوب دی.   د امریکا د ګډو ځواکونو لوی درستیز جنرال مارک میلي ویلي، موږ پوهېږو د پام وړ شمېر افغانان شته چې د امریکا او ائتلاف ملاتړ یې کړی چې ژوند یې له خطر سره مخامخېدای شي.  شااو خوا ۱۸۰۰۰ افغان ترجمانان، کومانډو پوځیان او نور کسان چې له امریکايي... Читать дальше...

امنیتي پېښې؛ "تخار کې ۳۰، ارزګان کې ۴ او هلمند کې ۸ طالبان وژل شوي"

Pa.azadiradio.com 

له ګڼو ولایتونو د امنیتي پېښو د خبرونو په لړ کې، د کورنیو چارو وزارت ویاند وايي، افغان پوځیانو په تخار کې ۳۰ وسله وال طالبان وژلي دي.   طارق ارین نن جمعه (د غبرګولي ۷مه) په ټویتر کې لیکلي: امنیتي ځواکونو تېره شپه د تخار په چاه­آب ولسوالۍ او څو نورو سیمو کې له طالبانو سره جګړه کړې ده.   هغه ادعا کړې چې د افغان پوځیانو په بریدونو کې ۳۰ وسله وال طالبان وژل شوي او ۲۰ تنه نور یې ټپیان دي.   ۲۰۵ اتل قول اردو په یوه اعلامیه کې بیا تېره شپه د ارزګان په مرکز ترینکوټ کې د هوايي ځواک په حمله کې د ۴ وسله... Читать дальше...

د ارمنستان د بهرنیو چارو وزیر 'ارا ایوازیان' استعفی وکړه

Pa.azadiradio.com 

د ارمنستان د بهرنیو چارو وزیر، ارا ایوازیان، پرون پنجشنبه (د غبرګولي ۶مه) په داسې حال کې استعفی وکړه چې د دندې یې شپږ میاشتې کېدې.  بل خوا د ارمنستان او اذربایجان ترمنځ د سرحدي کړکېچ په اړه اندېښنې په زیاتېدو دي.  ایوازیان د خپلې استعفی دلیل نه دی روښانه کړی، خو د ارمنستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې وانا ناګدالیان دا خبر تایید کړی او د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو ته یې ویلي، د استعفی د موضوع اړه د اوس لپاره تبصره نه شي کولی.  داسې ښکاري چې ایوازیان د ارمنستان د امنیتي شورا تر یوې بېړنۍ غونډې وروسته خپله استعفی وړاندې کړې ده. Читать дальше...

بلاروس د نجونو د بایسکل چلولو د سیالیو له کوربه‌توبه محروم کړای شو

Pa.azadiradio.com 

بلاروس په اروپا کې د راتلونکې میاشت د نجونو د بایسکل چلولو د اتلولۍ مسابقو له کوربه ­توب محروم کړای شو.  دغه اقدام په منسک کې د بلاروس له خوا د یوې مسافر وړونکې الوتکې د جبري کښته کولو، د یوه منتقد خبریال او د هغه د ملګرې د نیولو په عکس العمل کې وشو.  د اروپا د بایسکل چلولو اتحادیې پرون پنجشنبه (د غبرګولي ۶مه) په یوه اعلامیه کې وویل، اوسنیو نړیوالو شرایطو ته په پام سره، د دې اتحادیې مدیره هیئت پرېکړه وکړه، د جون میاشتې له ۲۳ مې تر ۲۷ مې د اروپا د بایسکل چلولو د اتلولۍ هغه مسابقې چې په منسک کې پلان شوې وې، لغوه کړي. Читать дальше...

د هانګ کانګ د دموکراسي پلوه رسنۍ مشر جیمي لای په ۱۴ میاشتې بند محکوم شو

Pa.azadiradio.com 

د هانګ کانګ د دموکراسي پلوه رسنۍ مشر جیمي لای په ۲۰۱۹ میلادي کال په یوه یوه غونډه کې چې بې اجازې جوړه شوې وه، د ګډون په خاطر په ۱۴ میاشتې بند محکوم شو.  نوموړي ته دا سزا په داسې حال کې ورکړل شوه چې چین پر هانګ کانګ خپل کنټرول او د دې سیمې د خلکو د حقونو او ازادیو د محدودولو هڅې ډېرې کړي دي.  لای او ۹ تنه نور دموکراسي پلوه نن جمعه (د غبرګولي ۷مه) د ۲۰۱۹ میلادي کال د اکتوبر په لومړۍ نېټه چې د چین ملي ورځ وه، په یوه حکومت مخالف اعتراض کې د ګډون په خاطر محکوم شول.  ۷۳ کلن لای له مخکې لا بندي دی... Читать дальше...

په بدخشان کې تر ۳ ټنه زیات نشه یي مواد سوځول شوي

Pa.azadiradio.com 

په بدخشان ولایت کې تر درې ټنه ډېر نشه يي مواد وسوځول شول.   د بدخشان له نشه يي موادو سره د مبارزې مدير نثار احمد جهانګير ازادي راډيو ته وويل، دوی په تېر يوه کال کې له نشه يي موادو سره د مبارزې په لړ کې په مرکز او ولسوالیو کې ۱۳۵ عملیات کړي چې په پایله  کې ۱۹۵ کیلوګرامه هيرويين، ۱۲۸۲ کيلوګرامه تارياک، تر څلور سوه کيلوګرامه ډېر چرس، ۱۹۴ لېټره شراب او ۴۶۵ کيلوګرامه جامد کېمياوي مواد نيولي او دا ټول مواد يې د جوزا د میاشتې پر څلورمه نېټه سوځولي دي.   د دې موادو د قاچاقو په تور ۱۶۶ تنه نيول شوي او... Читать дальше...


Музыкальные новости
Юрий Лоза

Певец Юрий Лоза заявил, что Киркоров подал в суд на Успенскую ради пиара





Персональные новости
Пятёрочка

«Пятёрочка» выяснила, где в России больше всего любят винегрет





مایکروسافټ: روسي هک‌کرانو پر امریکايي بنسټونو بریدونه کړي

Pa.azadiradio.com 

مایکروسافټ کمپنۍ وايي، روسي هک‌کرانو د یو اېس اېډ/د امریکا د نړیوالې پراختیا د مرستو ادارې د یوه ایمیل په کارولو سره د متحده ایالاتونو په ادارو او بنسټونه یوه نوې سایبري حمله ترسره کړې.  د مایکروسافټ شرکت مرستیال تام برټ په یوه بیان کې ویلي، د بریدونو دې لړۍ کابو درې زره ایمیلونه هدف ګرځولي چې په ۱۵۰ سازمانونو او بنسټونو پورې تړاو لري.  یو پر څلورمه برخه هغه بنسټونه او سازمانونه چې د امریکا د نړیوالې پراختیا د مرستو له ادارې سره کار کوي بشرپاله دي او مرستندویه کارونه مخته وړي.  د روسیې د دې... Читать дальше...

د افغان ملکیانو پر خوندیتوب بحث پر څه ورټول وو؟  

Pa.azadiradio.com 

په جګړو کې د ملکیانو د خوندیتوب د نړیوالې اوونۍ په لړ کې بېګا د افغانستان د ملکیانو په خوندیتوب بحث وشو. د ملګرو ملتونو له خوا د همدې اوونۍ له پیله د هغو ملکیانو د خوندیتوب لپاره څو واره غونډې او کمپاینونه شوي چې د جګړو په سیمو کې اوسي. په ملګرو ملتونو سازمان کې د افغانستان دایمي استازې عادله راز په پروني بحث کې چې د افغانستان په مساله د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څانګې او څو نورو بشرپالو ادارو له خوا جوړ شوی و وویل، د ملکیانو د خوندیتوب لپاره تر ټولو غوره لار د دایمي سولې د ټینګښت لپاره د هڅو چټکول دي. Читать дальше...

افغان چارواکي: تخار کې ۳۰ طالبان وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

امنیتي چارواکي وایي، افغان پوځیانو په تخار کې ۳۰ وسله وال طالبان وژلي دي.  د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین دا خبره په خپله ټوېټرپاڼه لیکلي.  ارین زیاته کړې، افغان امنیتي ځواکونو بېګا د تخار په چاه اب ولسوالۍ او څو نورو سیمو کې له طالبانو سره جګړه کړې ده.  هغه ادعا کړې چې د افغان پوځیانو په بریدونو کې دېرش وسله وال طالبان وژل شوي او ۲۰ تنه نور یې ټپیان دي.   آرین منلې چې په بریدونو کې څلور افغان ځواکونه ټپيان شوي.  وسله والو طالبانو تر اوسه د کورنیو چارو وزارت د دې ادعا په اړه څه نه دي ویلي. Читать дальше...

د زهره د اعتیاد کیسې؛ "له نشو پرېښودو وروسته نورو روږدو ته انګېزه ورکوم"

Pa.azadiradio.com 

ډاکټران تر درملنې وروسته په روغتيايي مرکزونو کې معتادينو ته کار ورکول نورو معتادینو ته د نشې پرېښودلو لپاره په هڅولو او انګېزه ورکولو کې ډېر مؤثر او ګټور بولي. زهرا يوه له هغو مېرمنو څخه ده چې تر درملنې وروسته اوس د معتادينو د درملنې په يوه روغتيايي مرکز کې کار کوي او د نورو بستري شوېو معتاينو لپاره يوه ښه بېلګه بلل کېږي.  څو میاشتې مخکې زهرا د معتادو ښځو او ماشومانو د درملنې په روغتيايي مرکز کې بستري شوې وه، خو کله چې روغه شوه، نو له هماغه مهال راهيسې په همدې روغتيايي مرکز کې د صفاکارې په صفت کار کوي. Читать дальше...

تمه ده اسټرالیا به نن جمعه کابل کې خپل سفارت موقتاً بند کړي 

Pa.azadiradio.com 

د ځینو راپورونو له مخې، ټاکل شوې ده چې استرالیا به نن جمعه(د غبرګولي ۷مه) په کابل کې خپل سفارت موقتاً بند کړي.  د اسټرالیا صدراعظم سکاټ موریسن د سې شنبې په ورځ ویلي و چې دا اوونۍ به د احتمالي امنیتي ستونزو له امله په کابل کې د خپل هېواد د سفارت دروازې بندې کړي، خو تمه لري چې سفارت یې په افغانستان کې د اوږدې مودې په مخه بند پاتې نه شي.  اسټرالیا له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په خاطر اندېښنه لري چې امنیتي وضعیت ممکن نور خراب شي.  اسټرالیا په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې... Читать дальше...

د کاپیسا پولیس: ماین چاودنې د یوه ملک په ګډون ۳ تنه وژلي

Pa.azadiradio.com 

د کاپیسا پولیس وايي، د یوه کلي د ملک په ګډون ۳ تنه په دې ولایت کې د ماین په چاودنه کې وژل شوي دي.  د  کاپیسا ولایت د امنیه قومانداني د مطبوعاتي څانګې مسوول شایق شورش پرون پنجشنبه (د غبرګولي ۶مه) ازادي راډیو ته وویل، وسله والو مخالفانو تېره شپه ملک طاهر ته په لاره کې ماین ایښی و چې د چاودنې په نتیجه کې یې د نوموړي په شمول درې تنه ووژل شول.  د دې پېښې مسوولیت تراوسه کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

Спорт в России и мире
Москва

Финал командного чемпионата ФНТР по настольному теннису пройдет в Москве


Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса
Екатерина Александрова

Екатерина Александрова уступила Линетт во втором круге турнира в Страсбурге


Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире
Москва

В выходные в Москве ожидается до 28 градусов тепла





Путин в России и мире
Москва

Путин перед поездкой в Минск встретился с патриархом Кириллом


Лукашенко в Беларуси и мире
Минск

Путин назвал санкции источником проблем и возможностями для развития России




123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.





Зеленский в Украине и мире
Киев

Политолог Бортник: Киев ждёт общий провал, если ВСУ останется без успехов до осени


Навальный в России и мире


Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...



Сергей Брановицкий

Рассылка Песни или Музыки на все Радиостанции России, СНГ и Мира, а также по всем СМИ России.



Москва

Эксперт оценила развитие района Филевский парк

Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net