Мы в Telegram
Добавить новость
123ru.net
Pa.azadiradio.com
Май
2021

Новости за 15.05.2021

ارزګان کې اختریزې مېلې؛ خلک: د دایمي اوربند په هیله یو

Pa.azadiradio.com 

په ارزګان کې د خلکو اختریزې میلې په شور او شوق سره لمانځي. دا ولایت چې جګړو ډېر ځپلی، خلک يې درې ورځني اوربند ته ډېر خوښ دي. ارزګان کې یو شمېر خلک د اختر په ورځ اتڼونه کوي، سمیه ییزې سندرې وايي، په ښار او بازارونو کې پلې ګرځي او تمبل وهي. دوی د افغان جګړې له ښکېلو غاړو د دایمي اوربند هيله لري. په دې اړه نور حال په دې ویډیويي راپور کې وګورئ:

اسراییل پر غزې بمبارۍ وکړې؛ حماس یې په ځواب کې پر دوی توغندي وتوغول

Pa.azadiradio.com 

اسراییلي الوتکو نن سهار بیا پر غزې بمبارۍ وکړې او د حماس ډلې وسله والو په ځواب کې د اسراییل پر لور توغندي وویشتل.  په یوه برید کې یوه نهه پوړې ودانۍ چې  د اسوشیټېډ پریس خبري اژانس او څو نورو رسنیو دفترونه په کې وو، نړول شوې ده.  فلسطیني روغتیاپالان وایي په یوه هوایي حمله کې لږ تر لږه ۱۰ کسان چې ټول د یوې لویې کورنۍ غړي وو، د غزې په شمال کې او په لویدیځه غاړه کې په پرونیو نښتو کې ۱۱ کسان وژل شوي دي.  د اسراییل صدراعظم بنیامین نتانیاهو پرون ماښام په یوه ویډیويي پیغام کې د حماس او نورو فلسطیني ډلو پر ضد د حملو د دوام ګواښ وکړ... Читать дальше...

د دوستم پلویان: د فاریاب د نوي والي په توګه د محمدداوود ټاکنه نه منو

Pa.azadiradio.com 

د عبدالرشید دوستم په مشرۍ د ملي اسلامي جنبش ګوند لسګونه پلویانو نن شنبه (د غويي ۲۵مه) د فاریاب لپاره د نوي والي د ټاکلو په غبرګون کې د ولایت د ودانۍ دروازه بنده کړه. مظاهره چیانو چې د والي د دفتر مخې ته یې د پرلت خېمې وهلي، خبرداری ورکړی چې خپل اعتراض ته به تر هغه دوام ورکړي چې غوښتنې یې ومنل شي.  دوی وايي چې د فاریاب د نوي والي په توګه د محمدداوود ټاکنه نه مني. اعتراض کوونکي همدا راز وايي چې په پام کې وه نن ښاغلی داوود خپلې دندې ته حاضر شي خو الوتکې ته یې د کېناستو اجازه ورنه کړل شوه.  دولتي چارواکو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.



ابراهیم رییسي د ایران د ولسمشریزو انتخاباتو ته ځان کاندید کړی

Pa.azadiradio.com 

د ایران د ولسمشرۍ په را روانو انتخاباتو کې، د دې هېواد د قضا مشر چې له تُندلارو روحانیونو څخه دی، ځان کاندید کړی.  ابراهیم رییسي چې د ایران ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه یي سره نژدې اړیکي لري نن شنبې د احتمالي کاندیدانو د ثبت په وروستۍ ورځ اعلان وکړ چې د جون د اتمې په انتخاباتو کې به ودرېږي.  احتمالي کاندیدان شورای نګهبان تاییدوي او تمه ده چې دا شورا د روانې مې میاشتې په ۲۷مه نېټه د کاندیدانو وروستی فهرست اعلان کړي.  د احتمالي کاندیدانو په فهرست کې د پارلمان پخوانی رییس علي لاریجاني چې له... Читать дальше...

فوټبال؛ چلسي او لیسټر سیټي لوبډلې د سیالۍ ډګر ته ننوځي 

Pa.azadiradio.com 

د انګلستان د فوټبال دوه نامتو لوبډلې چلسي او لیسټر سیټي نن د انګلستان د 'FA' کپ د لوبو په لړۍ کې د سیالۍ ډګر ته ننوځي.  تمه ده چې د کابل پر وخت د شپې په پنځلس کم نهو بجو نژدې ۲۰۰۰۰ کسان د لندن په ویمبلي لوبغالي کې او د نړۍ شااوخوا یو میلیارد خلک پر ټلوېزیونونو د دې لوبې ننداره وکړي.  لیسټر سیټې هېڅکله د FA کپ اتلولي نه ده ګټلې، خو چلسي لوبدله که نننۍ لوبه وګټي نو د نهم ځل لپاره به د اتلولۍ کپ ترلاسه کړي.

کونړ کې یو شمېر ځوانان په خپل شخصي لګښت د اسعداباد-پارون سړک رغوي

Pa.azadiradio.com 

کونړ کې یو شمېر ځوانانو د کنډو کپر سړکونو او لارو کوڅو د جوړولو لپاره یو ټولنیز کمپاین پیل کړی دی او غواړي له دې لارې خلک د ټولګټو پروژو ساتنې ته وهڅوي. د سړک ترمیم کوونکي رضا کارې ډلې مشر امان الله سالارزی وايي، دا کار يې ځکه پیل کړی چې څو خلک او حکومت په دې وپوهېږي چې سړک جوړول او ساتل غواړي، نو ځکه يې په خپل شخصي لګښت د سړک جوړولو ته لستوڼې بډ وهلي دي  . سالارزي زیاته کړه: "موږ دا کار د دې لپاره پیل کړی څو خلک او حکومت په دې پوه شي چې د سړکونو جوړول او ساتل د ټولو شریک کار دی او باید وساتل شي. Читать дальше...

روغتیا وزارت: له اختره وروسته ښايي پر کرونا د اخته ناروغانو شمېر زیات شي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان روغتیا وزارت وایي، د دوی له لارښونو سره- سره بیا هم خلکو د کوچني اختر په ورځو کې د لیدنو او يو بل کره د تګ راتګ پر مهال د کرونا وبا د مخنیوي په هدف روغتیایي لارښوونې سمې په پام کې نه دي نيولي. د عامې روغتيا وزارت مرستيال ميرويس عليزي د شنبې (د غويي ۲۵مه) په ورځ ازادي راډيو ته وويل، وضعيت ته په پام ښايي تر اختر وروسته په دې ويروس د اخته کسانو شمېر زيات شي. عليزي زیاته کړه: "زه له خلکو هیله کوم چې د روغتیا وزارت پیغامونه په پام کې ونیسي، اوس د اختر په ورځو کې کم خلک د کرونا ویروس ټېسټ... Читать дальше...

برېښنا شرکت: دوو اونیو کې د برېښنا ۱۳ پایې په ماینونو الوځول شوي

Pa.azadiradio.com 

په وروستیو دوه اونیو کې د برېښنا د ۱۳ پایو له الوځولو وروسته اوس د افغانستان برېښنا شرکت له امنیتي ارګانونو او خلکو د برېښنا د پایو د ساتنې په تړاو همکاري غواړي. د دغه شرکت ویاند سنګر نیازي د شنبې (د غويي ۲۵مه) په ورځ ازادي راډیوته وویل چې دغه پایې په وروستیو دوه اونیو کې د ماینونو په وسیله الوځول شوي دي. ښاغلي نیازي زیاته کړه: "په وروستیو دوه اونیو کې د برېښنا ۱۳ پایې د افغانستان د دښمنانو له خوا الوځول شوي دي، باید وویل شي چې د الوځول شوېو پایو د هرې یوې په بېرته رغونې سل زره امریکایي ډالر... Читать дальше...



افغانستان پر فلسطینیانو د اسراییلو وروستۍ حملې غندلي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر پر فلسطینیانو د اسراییلو وروستۍ حملې غندلي او ویلي یې دي چې دا تاوتریخوالی د منلو وړ نه دی.  په هغه بیان کې چې د بهرنیو چارو وزارت نن خپور کړ راغلي چې ښاغلي اتمر د فلسطین د بهرنیو چارو له وزیر ریاض المالکي سره په ټیلیفوني خبرو کې د روژې او اختر په ورځو کې پر فلسطینیانو د حملو او یرغلونو دوام غندلی او په دې سیمه کې د تاوتریخوالي د سمدستي بندیدو غوښتنه یې کړې.  د اسراییلو پوځ له تېرو څو ورځو راهیسې د غزې پر تړانګه هوايي حملې کړي چې په ترڅ کې یې د... Читать дальше...

د اروپايي ټولنې نیوکه: روسیې امریکا او چک غیر دوست هېوادونه نومولي

Pa.azadiradio.com 

اروپايي ټولنې پر روسیې له دې کبله انتقاد کړی چې امریکا او چک جمهوریت یې غیر دوست هېوادونه نومولي دي.  د روسیې حکومت پرون د مې په څوارلسمه نېټه د غیردوست هېوادونو لېست خپور کړ او ژمنه یې وکړه چې که نور هېوادونه هم غیر دوستانه چلند وکړي نو پر وړاندې به یې ورته اقدام وشي.  د دې نومونې په نتیجه کې امریکا په روسیه کې په خپل ډیپلوماتیک ماموریت کې سیمه ییز کار کوونکي نه شي ګومارلی او د چک جمهوریت لپاره د سیمه ییزو کار کوونکو پر شمېر محدودیت لګول کېږي.  د اروپايي شورا مشر شارل مایک نن شنبې د روسیې... Читать дальше...

د یهودانو ګڼ وژنه؛ اوکراین کې یې په یاد کنیسه پرانیستل شوه

Pa.azadiradio.com 

په اوکراین کې نن په دوهمه نړیواله جګړه کې د یهودانو د ګڼې وژنې د یوې لویې پېښې په یاد له لرګیو جوړه کنیسه پرانیستل شوه.  د اوکراین صدراعظم دینیس شمیهال Denys Shmyhal په بابین یار دره کې د دې یادګاري ودانۍ د پرانیستو پر مهال وویل دا سمبولیکه کنیسه د ټولو هغو کسانو یاد ته د درناوي لپاره ده چې په هغه سیمه کې وژل شوي دي.  دا یهودي عبادتځای چې د یوه پرانیستي کتاب په بڼه جوړ شوی په نقشونو او لیکلو دعاګانو ډیزاین شوی دی او دننه د لویدیځ اوکراین د لرغونو کنیسو په بڼه جوړ شوی دی.  د دې کنیسې د پرانیستو... Читать дальше...

له طالبانو د جلا شوې ډلې مرستیال ملا عبدالمنان نیازی ومړ

Pa.azadiradio.com 

له طالبانو د یوې جلا شوې ډلې مرستیال ملا عبدالمنان نیازی د کابل په یوه روغتون کې ومړ. د هرات یوه سیمه ییز چارواکي چې نه غواړي هویت یې افشا شي او د نیازي د کورنۍ غړو له ازادي راډیو سره په خبرو کې دا خبر تایید کړی دی. عبدالمنان نیازی تېره اوونۍ په یو برید کې له سخت ټپي کېدو وروسته لومړی د هرات حوزوي روغتون او وروسته کابل ته ولېږدول شو. د هرات د سیمه ییزو چارواکو په وینا نیازی د نامعلومو وسله والو په برید کې ټپي شوی و. د ملا محمدرسول په مشرۍ له طالبانو جلا شوې ډلې په ۲۰۱۵ کال کې خپل موجودیت اعلان کړ.

د هلمند په نهر سراج کې یو ښوونځی سوځول شوی

Pa.azadiradio.com 

د هلمند ولایت په نهر سراج ولسوالۍ کې یو مکتب سوځول شوی.  د هلمند د امنیه قوماندانۍ ویاند زمان همدرد په یو بیان کې چې نن خپور شو ویلي چې د نهر سراج ولسوالۍ د سمینار سیمې ښوونځی تېره شپه د نامعلومو وسله والو له خوا وسوځول شو.  ښاغلی همدرد وايي چې وسله والو د ښوونځي ودانۍ او کتابونو ته اور اچولی. په هغو تصویرونو کې چې له دې بیان سره یوځای استول شوي ښکاري چې د درسي کتابونو ترڅنګ د قرآنکریم نسخې هم سوځېدلي.  د افغانستان په ناامنه سیمو، په تېره په جنوبي ولایتونو کې مخکې له دې هم ښوونځي سوځول شوي خو مسوولیت یې تر ډېره چا نه دی منلی.

د مصالحې عالي شورا: له اختره وروسته د سولې د خبرو بیا پیل ته چمتوالی لرو

Pa.azadiradio.com 

په قطر کې د افغان دولت او طالبانو د مرکچي پلاوو له پرونۍ کتنې وروسته اوس د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا وايي، د هېواد روانه کشاله د خبرو له لارې حل کېدونکې ده. د دې شورا ویاند فریدون خوځون نن ازادي راډيو ته وویل، افغان مرکچي پلاوی د خبرو لپاره پوره چمتوالی لري. خوځون زیاته کړه:" د افغانستان د روانې کشالې د حل لپاره د خبرو دوامداراه او مانا داره دوام دی، د افغانستان اسلامي جمهوریت کاملاً چمتو دی چې دا خبرې پرمخ یوسي او موږ په دې عقیده یو چې جګړه د حل لاره نه ده او بايد تمرکز په خبرو ډېر شي. Читать дальше...

پر غزې د اسراییلو شدید بریدونه؛'لویدیځه غاړه' کې تاوتریخوالی زیات شوی

Pa.azadiradio.com 

د اسرایلو او حماس وسله والې ډلې ترمنځ بېګا د جګړې پنځمه شپه وه. د فلسطین روغتیایي چارواکو ویلي، د شپې پرمهال د غزې په شمال کې د هوایي بریدونو له کبله لږ تر لږه ۱۲ تنه وژل شوي.  پرون هم فلسطیني چارواکو وویل چې په لویدیځه غاړه کې د اسراییلي پولیسو او فلسطیني مظاهره کوونکو ترمنځ اخ او ډب کې ۱۱ تنه وژل شوي او پنځوس نور په ربړۍ او اور غورځونکو ګولیو ټپيان شوي دي.  د شپې په اوږدو کې د اسراییل په دوو لویو جنوبي ښارونو کې د خطر زنګونه وهل کېدل او د حماس له خوا د توغندیو د ویشتلو خبرداری یې ورکاوه.  ... Читать дальше...

د کونړ یو شمېر خیاطان: اختر ته مو هیلې وې، جګړو زموږ بازار سوړ کړی

Pa.azadiradio.com 

د کونړ په مرکز او ولسوالیو کې خیاطان وايي، د پخوانیو کلونو پرتله یې د کار او بار بازار سوړ و. د مرکز اسعداباد کې محمد نقیب د جامو، پکولونو او واسکټ ګنډلو هټۍ لري وایي: "تېرو اخترونو کې موږ ۱۰۰-۱۵۰ جوړې جامې ګنډلې، خو اوس ۵۰-۶۰ جوړه  جامې ګنډو، حالات خراب شوي او امنیت هم نشته، جګړو د خلکو اقتصاد کمزوری کړی دی." د اسعداباد ښار یو بل هټیوال محمد اسماعیل هم ورته ستونزه لري: "سږکال جګړو زور اخیستی، خلک يې غربت سره مخ کړي، تېر کال به موږ په ورځ کې ۱۵-۱۸ جوړه جامې ګنډلې، خو سږ کال دغه اندازه یوازې ۸... Читать дальше...

پر غزې د اسراییلو سخت بریدونه؛ په شمال کې لږ تر لږه ۷ تنه وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

اسراییل نن پر غزې وروسته له هغه بریدونه سخت کړل چې په لویدیځه غاړه او له لبنان سره پر پوله نښتې وشوې.  اسراییلي الوتکو نن سهار بیا پر غزې بمبارۍ وکړې او د حماس ډلې وسله والو په ځواب کې د اسراییل پر لور توغندي وویشتل.    فلسطیني روغتیاپالان وایي په یو هوایي برید کې د غزې په شمال کې لږ تر لږه ۷ تنه وژل شوي دي.  د اسراییل صدراعظم بنیامین نتانیاهو پرون ماښام په یوه ویډیويي پیغام کې د حماس او نورو فلسطیني ډلو پر ضد د حملو د دوام ګواښ وکړ: " ما ویلي چې موږ به د حماس او نورو تروریستي ډلو پر ضد حملې ډېرې سختې کړي او موږ به دې کار ته دوام ورکړو. Читать дальше...

د بیان ازادي د خونديتوب په پار انلاین غونډه وشوه

Pa.azadiradio.com 

تر پنځوسو د ډېرو هېوادونو او لویو ټکنالوژي کمپینو استازیو نن په انلاین غونډه کې پر دې خبرې وکړې چې څرنګه په انټرنټ کې ممکنه ده چې د بیان ازادي خوندي شي او د افراطيانو د تبلیغاتو مخه ونیول شي.  دا غونډه د هغو نړیوالو هڅو برخه ده چې د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون او د نیوزیلنډ صدراعظمې جاسیندا اردیرن د دوی پر هېوادونو له خونړیو بریدونو وروسته چې پر ټولنیزو رسنیو خپرې شوې، پیل کړې.  په نیوزیلنډ کې دوه کاله مخکې یو سپین پوستي توکمپالي یو پنځوس مسلمانان په جوماتونو کې ووژل او دا برید یې د فیسبوک له لارې په ژوندۍ بڼه خپور کړ. Читать дальше...

د چین فضایي بیړۍ د مریخ پر غولي  خپل روبات ښکته کړ

Pa.azadiradio.com 

د چین فضایي بیړۍ نن په بریالیتوب د مریخ پر غولي  خپل روبات ښکته کړ.  دا د چین او د دغه هیواد د فضایي پروګرام لپاره یوه تاریخي لاسته راوړنه ده.  د چین 'سي.سي.ټي.وي' دولتي ټلوېزیون د مریخ پر غولي د دې روبات د کښیناستو راپور ورکړ.  د دغهّ هېواد د رسمي اژانس سینهوا په وینا، د ( تیان وین-یو) په نوم فضایي بیړۍ مریخ ته ورسېده او دا لومړی ځل دی چې د چین یو روبات پر دې سیارې کښیني.  د ژورونګ په نوم روبات چې شپږ پښې لري، نژدې درې میاشتې به په مریخ کې تیرې کړي او له هغه ځایه به د کاڼو سیمپلونه د څیړنې لپاره مځکې ته راوړي.


Музыкальные новости
Игорь Бутман

Бутман и Агутин выступят на фестивале «Ангара-джаз» в Иркутске





Персональные новости
Пятёрочка

«Пятёрочка» выяснила, где в России больше всего любят винегрет





قریشي: د افغان جګړې ښکیلې خواوې دې دایمي اوربند ته هڅې روانې وساتي

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وایي، د افغانستان د جګړې ښکیلې خواوې باید دایمي اوربند ته هڅې روانې وساتي.  قریشي پرون له خپل افغان سیال محمد حنیف اتمر سره د ټیلیفوني خبرو پرمهال د اختر د درې ورځنی اوربند هرکلی هم وکړ.  د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې ښاغلي قریشي ویلي: "بین الافغاني خبرو جامع او هر اړخیز سیاسي جوړجاړي ته تاریخي فرصت برابر کړی دی."  پاکستان د سولې خبرو کې افغان چارواکو ته د همکارۍ ډاډ ورکړی، خو افغان لوری د دوی په خبرو بې باوره دی.  د اختر په... Читать дальше...

روغتیا وزارت: تېر شپه او ورځ کې کرونا ۶ تنه مړه کړي او ۷۰ پرې اخته دي

Pa.azadiradio.com 

د اختر په لومړۍ او دویمه ورځ د خلکو له راټولېدو سره-سره افغانستان کې د کرونا مثبتې پېښې نسبتًا کمې ثبت شوي.  د عامې روغتیا وزارت مرستیال ویاند میرویس عليزي پرون جمعه ازادي راډیو ته د تېرو ۲۴ ساعتونو د کرونا ارقام داسې په ګوته کړل: "تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په دولتي او خصوصي روغتونونو کې د ۵۶۶ مشکوکو کسانو ټېسټ شوي چې له دې شمېر ۷۰ تنه مثبت دي. په دې سره په کرونا ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۶۳۴۱۹ تنو ته ورسېد. دې موده کې ۱۵ تنه روغ شوي او ۶ تنو ژوند له لاسه ورکړی."  عامې روغتیا وزارت د اختر په لومړۍ ورځ د کرونا مثبتې پیښې ۲۶۱ اعلان کړې وې. Читать дальше...

د غور امنیتي او دفاعي چارواکو ته د کورنیو چارو وزارت جدي سپارښتنې

Pa.azadiradio.com 

د کورنیو چارو سرپرست وزیر د غور امنیتي او دفاعي چارواکو ته د دولت د وسله والو مخالفانو د تهاجمي تحرکاتو د جدي ځواب سپارښتنه وکړه.  حیات الله حیات چې تردې مخکې په هرات کې و، په غور کې د امنیتي وضعیت د ارزونې پرمهال دا سپارښتنه کړې ده.  غور چې له نارامو ولایتونو هلمند او فراه سره ګډه پوله لري، وروستیو څو اونیو کې د ناامنیو د څو پیښو شاهد و.  په یوه تازه پېښه کې د فیروز کوه دننه یوه نفوذي کس په یوه پوسته کې څلور پولیس ووژل او په تېښته بریالی شو.

یو شمېر جرمني دیپلوماتانو له چارواکو د ځینو افغانانو لاسنیوی غوښتی

Pa.azadiradio.com 

د جرمني یو شمېر دیپلوماتانو، پوځي افسرانو او پوهانو له خپلو چارواکو د هغو افغانانو لاسنیوی غوښتی چې جرمنیانو سره یې افغانستان کې کار کړی دی.  په یوه لیک کې چې یوه کاپي یې 'ډي.پي.اې' اژانس ته رسیدلې راغلي، طالبانو ښکاره خبرداری ورکړی چې افغانستان کې به د لویدیځوالو د همکارانو پر وړاندې اقدام کوي.  د لیک په دوام کې راغلي، باید ژر تر ژره هغه افغانان جرمني ته انتقال شي چې تېرو دوو لسیزو کې یې له جرمني ځواکونو سره کار کړی دی.  وړاندې راغلي، که داسې اقدام نه کېږي، په دې معنا ده چې جرمني خپل پخواني همکاران له کومې دفاعي وسیلې پرته یوازې پریږدي. Читать дальше...

تاجزاده، د ایران ولسمشریزو ټاکنو کاندیداتورۍ ته نوم­لیکنه وکړه

Pa.azadiradio.com 

په ایران کې د اصلاحپالو یوه وتلي شخصيت او سوداګر سید مصطفی تاجزاده، د دغه هېواد د ولسمشرۍ ټاکنو د کاندیداتورۍ لپاره نوم­لیکنه وکړه.  تاجزاده چې ۶۴ کلن دی، د ایران په کورنیو چارو وزارت کې د خپل نوم تر ثبتولو وروسته وویل، د بریا په صورت کې به په نظام کې اساسي بدلونونه راولي: "زه د امریکا او روسیې پر خلاف د ګرانبیه بهرني سیاست مخالف یم. موږ به د خبرو اترو او روغې جوړې لوری خوشې نه کړو، حتی که مقابل لوری له موږ سره جګړه هم غواړي."  سید مصطفي تاجزاده د ایران د پخواني ولسمشر محمد خاتمي په اداره کې... Читать дальше...

اسراییل پر غزې خپلې حملې لا پسې شدیدې کړي

Pa.azadiradio.com 

د اسراییل هوايي ځواک پرون جمعه پر غزه خپلې حملې لا پسې شدیدې کړي. راپورونه وايي، په دغو حملو کې چې په پرله پسې ډول یې ۴۰ دقیقې دوام وکړ، ۱۳ کسان وژل شوي دي.  په غزه کې روغتیايي چارواکي وايي، په وژل شویو کې یوه مور او د هغې درې ماشومان هم شامل دي.   بل خوا اسراییل وايي، د درنو حملو هدف، د هغې سمڅې له منځه وړل وو چې د حماس ډلې افراطي وسله والو د تګ راتګ لپاره ترې استفاده کوله او راکټونه یې لېږدول.  د حماس ډلې له خوا هم د اسرائیل پر جنوب راکټي حملې روانې وې.  د فلسطین روغتیايي چارواکي وايي،... Читать дальше...

Спорт в России и мире
Москва

В ОЭЗ «Технополис Москва» выпустили серию автомобилей для участия в чемпионате кольцевых гонок


Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса
Ролан Гаррос

В Париже стартует «Ролан Гаррос» открытый чемпионат Франции по теннису


Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире
Москва

Никабы





Путин в России и мире
Москва

Активам прописали превентивные меры // Какое имущество США в России может быть изъято в качестве ответного шага


Лукашенко в Беларуси и мире
Минск

БелТА: Путин обсудит с Лукашенко связи Москвы и Минска, а также внешнюю политику




123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.





Зеленский в Украине и мире
Киев

Политолог Бортник: Киев ждёт общий провал, если ВСУ останется без успехов до осени


Навальный в России и мире


Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...



Булат Окуджава

В Иллюзионе пройдет ретроспектива «Персона: Булат Окуджава»



Москва

Путин принял участие в церемонии возложения цветов к монументу Победы в Минске

Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net