د چین فضایي بیړۍ د مریخ پر غولي خپل روبات ښکته کړ
د چین فضایي بیړۍ نن په بریالیتوب د مریخ پر غولي خپل روبات ښکته کړ. دا د چین او د دغه هیواد د فضایي پروګرام لپاره یوه تاریخي لاسته راوړنه ده.
د چین 'سي.سي.ټي.وي' دولتي ټلوېزیون د مریخ پر غولي د دې روبات د کښیناستو راپور ورکړ.
د دغهّ هېواد د رسمي اژانس سینهوا په وینا، د ( تیان وین-یو) په نوم فضایي بیړۍ مریخ ته ورسېده او دا لومړی ځل دی چې د چین یو روبات پر دې سیارې کښیني.
د ژورونګ په نوم روبات چې شپږ پښې لري، نژدې درې میاشتې به په مریخ کې تیرې کړي او له هغه ځایه به د کاڼو سیمپلونه د څیړنې لپاره مځکې ته راوړي.