یورواېشیا
یورواېشیا د افغانستان د سولې د بهیر په اړه یوه مقاله خپره کړې ده. په دې مقاله کې لولو چې د امریکا او طالبانو ترمنځ موافقه هم بد خبر دی او هم ښه.
ښهوالی یې دا یاد شوی چې امریکا له افغانستانه وځي او دا بهیر د پلان له مخې د مې میاشتې په لومړۍ نېټه پیل شوی دی.
د دغو ځواکونو له وتلو سره به په افغانستان کې ۲۰ کلنې جګړې ته د پای ټکی کېښودل شي.
خو یورواېشیا په دې مقاله کې لیکلي چې بد خبر دا دی چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو له خبر ۹۶ ساعته وروسته طالبانو د افغان امنیتي ځواکونو... Читать дальше...
د اسرائیل او مصر د بهرنیو چارو وزیرانو په قاهره کې لیدلي.
دوی له حماس سره د سولې د تړون په غښتلتیا او د غزې په بیا رغولو بحث کړی دی.
د مصر د بهرنیو چارو وزیر سامح شوکري په یوه بیان کې ویلي دا خبرې په غزه کې د اوربند او د سولې د ټينګښت لپاره د مصر د دوامداره او نه ستړې کېدونکو هڅو په لړ کې شوي.
د اسرائیل له بهرنیو چارو وزیر ګابي اشخېنازي هم قاهرې ته تر سفر مخکې په یوه ټویټ کې ویلي و چې دی به له حماس سره د دایمي اوربند په مسئله بحث وکړي او هم به په دې غږېږي چې څنګه د بشري مرستو لپاره یوه تګلاره جوړه شي. Читать дальше...
د افغانستان په لومړني ملي پارک بند امیر کې ښځینه ساتونکې د خلکو لارښوونه کوي.
د بند امیر ټول ساتونکي په تېره بیا ښځې د بامیان اوسېدونکې دي او سیلانیانو ته د سیمو په معرفي کولو کې مرسته کوي.
اوس وخت څلور ښځې له نورو نارینه ساتونکو سره د بامیان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ په بند امیر کې کار کوي.
د ساتونکو له ډلې یوه هم ۲۷ کلنه سیما ده.
سیما وايي: "موږ سیلانیانو ته لار ښیو په تېره هغو ته چې نابلده دي. د بند امیر د پاکوالي او زرغونتیا په خاطر دلته کار کوو څو د افغانستان... Читать дальше...
د پکتیا مرکز ګردېز ښار په منځ کې د نامعلومو وسلهوالو له لوري د نوي کابلبانک دوه ساتونکي ووژل شول او د دوه پولیسو په ګډون ۴ تنه ټپیان شول.
د پکتیا د پولیسو ویاند محمد لعل امیري ازادي راډيو ته وویل: "ماسپېښن مهال د پکتیا ولایت مرکز ګردېز لومړۍ امنیتي حوزې ته څېرمه د نامعلومو وسلهوالو له لوري د کابل بانک په یوه موټر باندې برید ترسره شوی و چې د کابلبانک دوه ساتونکي په شهادت رسېدلي او دوه نور یې ټپیان دي. وروسته د لومړۍ حوزۍ منسوبین راغلي او له بریدګرو سره په نښته کې دوه پولیس هم ټپیان شوي. بریدګر... Читать дальше...
فضل منان عارفي د جوزجان پوهنتون تر ټولو د ډېر عمر لرونکی زدهکونکی دی. هغه د جوزجان پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د ترکمني ژبې څانګې محصل دی.
په دې راپور کې موږ تاسو له دې زدهکوونکي سره اشنا کوو.
د عامې روغتیا وزارت لهخوا د دوو اوونیو لپاره د روزنیزو مرکزونو د تړلو پرېکړه، د خصوصي ښوونیزو مرکزونو له غبرګون سره مخ شوه.
د خصوصي ښوونیزو مرکزونو ټولنه د عامې روغتیا وزارت دغه پرېکړه یو اړخیز او غیر مسؤلانه ګڼي او ټینګار کوي چې عملي بهیې نهکړي.
د دغې ټولنې مسؤلینو د یکشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د غبرګولي ۰۹» په یوې اعتراضیه ناسته کې وویل، که دولت ته د خلکو او ټولنې سلامتیا مهمه وي، نو په دې تړاو یې باید سیاست جامع وي نه د یوې ځانګړې څانګې لپاره.
د خصوصي ښوونیزو مرکزونو د ټولنې رئیس سنجر خالد... Читать дальше...
د افغانستان کرکټ بورډ ويلي چې له پاکستان سره درې ۵۰ اوريزې لوبې لري چې د همدې کال په سپټمبر میاشت کې به ترسره شي او ټاکل شوې ده چې له استراليا سره هم يوه ټسټ تاريخي لوبه ترسره کړي.
پاکستان په ښکاره د کرونا وبا د خپرېدو د مخنیوي په هدف له کابل-اسلاماباد ته د تلونکو الوتکو ۸۰ سلنه الوتنې راکمې کړې دي.
د افغانستان د ملکي هوايي چلند اداره وايي، دا پرېکړه په یو اړخیز ډول شوې او د هغې هوکړې خلاف ده چې د دواړو هېوادونو ترمنځ لاسلیک شوې.
د دې ادارې ویاند محمد نعیم صالحي ازادي راډیو ته وویل، د دې ستونزې د حل په موخه روانه اوونۍ له پاکستاني چارواکو سره خبرې کېږي.
دی زیاتوي، که پاکستان په خپلې یو اړخیزې پرېکړې ټینګار وکړي، افغانستان به هم ورته عمل وکړي.
ښاغلی صالحي زیاتوي: "د... Читать дальше...
د ایران ولسمشر حسن روحاني د دغه هېواد د مرکزي بانک رئیس عبدالناصر همتي ګوښه کړی دی.
همتي د ولسمشرۍ ټاکنو کاندید دی.
روېټرز لیکلي چې روحاني همتي ته په خطاب کې ویلي: "که ټاکنو ته درېږې په مرکزي بانک کې نهشې پاتې کېدای ځکه ستا حضور د پيسو په پالېسۍ او د تبادلې په رېټونو اغېز پرېباسي."
همتي د روحاني پرېکړه منلې ده.
عبدالناصر همتي د هغو اووه تنو له ډلې دی چې د ایران ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د کاندیدانو په توګه د نګهبان شورا لهخوا تأیید شوي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي طالبانو په تېره یوه میاشت کې نږدې ۲۵۰ ملکیان وژلي دي.
د دغه وزارت ویاند طارق ارین رسنیو ته په یوه استولي پيغام کې ویلي چې د طالبانو په بریدونو کې نږدې ۵۳۰ ملکیان ټپیان شوي هم دي.
ښاغلی ارین زیاتوي: "طالبان په خپلو یرغلیزو عملیاتو کې ملکیان په نښه کوي، دا جنګي جنایت دی، په دې وروستیو کې په ځانګړې توګه ملکیانو ته درانه تلفات اوښتي چې مسؤلیې طالبان دي."
ارین زیاته کړه چې امنیتي او دفاعي ځواکونو د طالبانو بریدونه ځواب کړي دي.
د ارین د دغو خبرو په اړه تر اوسه خپلواکو سرچینو څه تبصره نهده کړې. Читать дальше...
د افغانستان د ښار جوړونې وزارت د پلان او پالېسۍ رئیس عارفالله عارف نن په یوه هدفي برید کې وژل شوی دی.
دا خبره د کابل امنیه قوماندانۍ تأیید کړی.
د قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز رسنیو ته په یوه لنډ پیغام کې لیکلي چې د کابل د پنځمۍ ناحیې اړوند نیازبېک سیمه کې نامعلومه وسلهوالو په عارفالله عارف ډزې کړي.
یو بل کس هم په دې برید کې ټپي شوی دی.
د ښار جوړونې وزارت هم په یوه اعلامیه کې د عارفالله عارف په وژنې خواشیني ښودلې او ویلي یې دي چې دا د انسانیت ضد عمل غندي.
اخوا په فراه ولایت کې هم د دارالمعلمین... Читать дальше...
افغان حکومت د امریکا له دې پرېکړې چې په خپله نوې بودجه کې یې د افغانستان له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره ۳۰۰ ملیون ډالره زیات وړاندیز کړي، هرکلی کوي.
د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن د جمعې په ورځ کانګرس ته خپله کلنۍ بودجه چې ۶ ټریلیون ډالره کېږي، وړاندې کړه.
د امریکا د دفاع وزارت د چارواکو له قوله، دې رقم کې ۷۱۵ میلیارده ډالر پوځي بودجه ده چې ۳،۳ میلیاردهیې د افغان ځواکونو لپاره ځانګړې شوې چې د تېر کال په پرتله ۳۰۰ ملیون ډالره زیاتوالی ښيي.
تېر کال دا مرسته نږدې درې میلیارده ډالره وه. Читать дальше...
د چلسي فوټبال لوبډلې له کلونو وروسته یو وار بیا د اروپا د اتلانو لیګ اتلولي وګټله.
د اروپا د اتلانو لیګ فاینل ته دوه انګلیسي ټیمونه وتلي وو.
د چلسي او منچسټر سیټي ترمنځ فاینل لوبه د پرتګال په پورټو ښار کې وشوه. په پایله کې یې د چلسي جرمن لوبغاړي کای هاوېرتز په ۴۲مه دقیقه کې ګول ترسره کړ او په همدې یوه ګولیې خپل ټیم بریا ته ورساوه.
دا نږدې ۱۰ کاله وروسته په اتلانو لیګ کې د چلسي اتلولي وه. دا انګلیسی ټیم په ۲۰۱۲ کال کې هم اتلولي ته رسېدلی و.
د پاکستان د اپوزېسیون ګوندونو ګډ ائتلاف (پي ډي اېم) یو وار بیا د حکومت ضد د مظاهرو او غونډو اعلان کړی.
دغه ائتلاف ویلي لومړۍ غټه مظاهره به د جولای میاشت په لومړۍ اوونۍ کې په سوات کې کوي.
د مې پر ۲۹مه، تر غونډې وروسته د ائتلاف مشر مولانا فضلالرحمان په يوه خبري غونډه کې وویل دوی پرېکړه کړې چې د مظاهرو او احتجاجونو ترڅنګ به د حکومت د درغليو پر ضد محکمو ته هم ځي.
نوموړي زیاته کړه چې د صدراعظم عمران خان په مشرۍ حکومت د خلکو مسايلو حل کولو او د چارو په مخته وړلو کې ناکامه شوی، نو ځکهیې پایښت ارزښت نهلري. Читать дальше...
د افغانستان د ښار جوړونې وزارت پخوانۍ معینه خاطره سادات د اختلاس او تزویر په تور په څلور کاله او اته میاشتې حبس محکومه شوه.
د افغانستان سترې محکمې خبر ورکړی چې نن د اداري فساد درنو جرمونو ته د رسېدنې لومړنۍ محکمې د اختلاس او تزویر په تور د خاطرې سادات ترڅنګ د ښار جوړوونې وزارت لږترلږه پنځه نور لوړپوړي پخواني مأمورین هم محاکمه کړل.
سترې محکمې ویلي چې د حکومت دا لوړپوړي پخواني مأمورین د حبس په بېلابېلو مودو چې تر ټولو زیاتیې څلور کاله او اته میاشتې او کمیې یو کال او دوه میاشتې دی محکوم شوي.... Читать дальше...
د بلاروس حکومت مخالفې سويتلانا تیخانوفسکایا وروسته له هغه چې دې هېواد د یوه خبریال د نیولو په خاطر د یوې الوتکې مخه ونیوله، د حکومت له مخالفانو سره د نړۍ د ملاتړ هرکلی کړی دی.
مېرمن تیخانوفسکایا په ویلنیاس کې د شنبې په ورځ خبريالانو ته وویل چې په لتوانیا او ټوله نړۍ کې د خلکو له ملاتړه ډېره خوشحاله ده.
دې وروسته پر ټويټر هم په دې اړه ولیکل. دې د خپل مېړه د نیول کېدو پر لومړۍ کالیزه لاریون جوړ کړی. د دې مېړه سیارهې تیخانوفسکایا مشهوره بلاګر دی چې غوښتل یې د بلاروس د زورواکي مشر الکساندر لوکاشینکا... Читать дальше...
په ترکمنستان کې د دولتي ادارو او شخصي کمپنیو مشرانو ته امر شوی چې د ولسمشر د پلار د مړینې د غمرازۍ لپاره خپل سرونه ورخريي.
د ولسمشر قربانقلي بردي محمدوف پلار میالیک قلي بردي محمدوف یو متقاعد پولیس و چې د اپرېل په ۱۸مه د ۸۸ کلنۍ په عمر ومړ.
د سرونو د خرېیلو او د یوې خاصې خولۍ د په سر کولو امر د ۴۰ ورځو لپاره د تطبیق وړ ګڼل شوی و.
د راپورونو له مخې حکومت همداراز له ځینو دولتي بنسټونو د څو مراسمو د ترسراوي لپاره پیسې هم ټولې کړې دي.
د پلار تر مړینې وروسته ولسمشر بردي محمدوف په ډېرو مراسمو... Читать дальше...
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي خپل افغان سیال محمد حنیف اتمر ته د پاکستان د سفر بلنه ورکړې.
دا بلنه پرون په کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان د قریشي په استازیتوب ښاغلي اتمر ته رسولې.
قریشي داسې وخت خپل افغان سیال پاکستان ته وربللی چې په ورستیو څو ورځو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د سړېدو راپورونه ورکول کېږي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزرات په یوه اعلامیه کې ویلي چې له منصور احمد خان سره په ټیلیفوني خبرو کې د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو په پياوړتیا ټینګار وکړ. Читать дальше...
کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې له افغانستان نه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته د القاعده وسلهوالې ډلې بېرته راتګ، د سولې پر وړاندې خنډونه او په دې وروستیو کې په افغانستان کې د کرونا ویروس د درېیمې څپې د پراخې خپرېدا په اړه سرمقالې خپرې کړې دي.
صبح کابل
صبح کابل په خپله نننۍ ګڼه کې لیکلي القاعده بېرته راځي، امریکا پاتې کېږي که وځي؟
سرمقاله لیکونکي لیکلي که څه هم د امریکا جمهور رئیس جو بایډن د خپلو سرتېرو د وتلو د نېټې د اعلان پر مهال وویل چې القاعده ډله نوره ختمه شوې، خو په خواله... Читать дальше...
د ننګرهار امنیتي چارواکي ادعا کوي چې په اچین ولسوالۍ کې ۲۹ وسلهوالو طالبانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
دا خبره د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ ویاند فرید خان رسنیو ته په یوه پیغام کې کړې ده.
هغه په اچین کې د عملیاتو او طالبانو ته د مرګژوبلې په اړه وویل: "د ننګرهار اچین ولسوالۍ کې د روانو عملیاتو پر مهال ۱۸ وسلهوال طالبان وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي، همداراز په حصارک ولسوالۍ کې هم دوه وسلهوال طالبان وژل شوي او درې نور یې ټپیان دي."
وسلهوالو طالبانو لا د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ د دې ادعا په اړه څه نهدي ویلي.
د اروپا د ګڼو هېوادونو په پلازمېنو کې پرون د بلاروس له اپوزېسیون سره د نړیوال پیوستون د برخې په توګه مظاهرې وشوې.
د پیوستون د دې نړیوالې ورځې غوښتنه د بلاروس د اپوزېسیون جلاوطنه مشرې سویتلانا تیخانوفسکایا کړې وه.
د پولنډ په پلازمېنه وارسا کې له مظاهرهچیانو سره د بلاروسي خبریال رامان پراتاسوویچ مور و پلار هم ملګري شول.
دغه خبریال تېره اوونۍ د مېنسک پر هوايي ډګر د یوې الوتکې تر جبري ناستې وروسته ونیول شو.
مظاهرهچیانو چې د بلاروس د اپوزېسیون سور او سپین رنګه بیرغونه له ځانونو سره لېږدول،... Читать дальше...
یوه ډله چینایي پانګهوالو افغانستان کې د برېښنا د تولید په برخه کې د شاوخوا ۴۰۰ ملیونه ډالرو پانګونې ژمنه کړې ده.
ارګ وایي چې دغو پانګهوالو پرون له غرمې وروسته له ولسمشر محمد اشرف غني سره د خبرو پر مهال دا هوډ وکړ.
د ارګ خبرپاڼه کې راغلي چې دا پانګهوال غواړي د ډبرو له سکرو څخه ۳۰۰ مېګا واټه برېښنا تولید کړي.
خبرپاڼه کې دغهراز راغلي چې ښاغلی غني د پانګونې د اسانتیا څانګې ته لارښوونه کړې چې له برښنا شرکت سره په همغږۍ دغو چینایي پانګهوالو ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.
د کابل-غور لویه لار د دوو ورځو تر تړل کېدو وروسته بېرته د ټرافیکو پر مخ پرانیستل شوه.
د لعل و سرجنګل ولسوالۍ د ځینو اوسېدونکو د اعتراض له کبله دغه لاره تړل شوې وه.
دوی چې د ناامنیو پر زیاتېدو اعتراض درلود، له مرکز فېروزکوه تر لعل و سرجنګل ولسوالۍ یې د لارې په اوږدو کې د امنیتي پوستو غوښتنه کوله.
د غور والي عبدالظاهر فیضزاده تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل: "دوی ژمنه کړې چې له امنیتي ځواکونو سره خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي، دغه لویه لار چې د دوو پوځي اډو د ایجاد لپاره د ولسي اعتراضونو له کبله... Читать дальше...
بریتانوي رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد صدراعظم بورېس جانسون په یو لړ پټو مراسمو کې له خپلې کوژدنې کَري سیموندس (Carrie Symonds) سره واده وکړ.
د راپور له مخې، دغه مراسم پرون ماسپښین د ویست منسټر (Westminster) په کلیسا کې هغه وخت وشول چې لومړی کلیسا ته ورغلو کسانو ته له هغه ځایه د وتلو وویل شول.
تر اوسه د بورېس جانسون دفتر د دغو راپورونو په اړه تبصره نهده کړې، خو ډېلي مېل او سن ورځپاڼو راپور ورکړی چې د صدراعظم د واده مراسم د ۳۰ مېلمنو په حضور کې ترسره شول.
بي بي سي هم د څو ورځپاڼو په حواله د بریتانیا د صدراعظم د واده راپور تأیید کړی دی.
په افغانستان کې د طالبانو د جګړو په اوج کې لوړپوړو افغان چارواکو یو ځل بیا پر طالبانو لفظي بریدونه کړي او د دوی په لیکو کې یې د مخالفتونو ادعا کړې ده.
د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب ویلي طالبان سولې ته نیت نهلري او افغانستان کې د پاکستان نا اعلان شوې نیابتي جګړه مخته وړي.
ښاغلي محب پرون ماسپښين له نورو لوړپوړو امنیتي چارواکو سره یوې ګډې خبري ناستې ته وویل، له تېر یوه کال راهیسې طالبانو له خپل مشر ملا هبتالله اخندزاده سره نهدي کتلي.
ښاغلی محب زیاتوي: "دا ۱۲ میاشتې کېږي چې د ملا... Читать дальше...
Спорт в России и мире
Москва
«Евро-Футбол.Ру»: «Спартак» никогда не интересовался Сафоновым
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Путин в России и мире
Москва
Путин перед поездкой в Минск встретился с патриархом Кириллом
Лукашенко в Беларуси и мире
Минск
Лукашенко подчеркнул роль патриарха Кирилла в укреплении связей Москвы и Минска
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Навальный в России и мире
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Игорь Бутман
Бутман и Агутин выступят на фестивале «Ангара-джаз» в Иркутске
Москва
Главный операционный центр VIII Игр «Дети Азии» в Якутске начнет работу 15 июня
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net