ګڼو اروپايي هېوادونو کې د بلاروس اپوزېسیون سره د نړیوال پیوستون مظاهرې وشوې
![ګڼو اروپايي هېوادونو کې د بلاروس اپوزېسیون سره د نړیوال پیوستون مظاهرې وشوې](https://gdb.rferl.org/f46adef7-4d47-4621-9d7b-5affa0daeab3_w800_h450.jpg)
د اروپا د ګڼو هېوادونو په پلازمېنو کې پرون د بلاروس له اپوزېسیون سره د نړیوال پیوستون د برخې په توګه مظاهرې وشوې.
د پیوستون د دې نړیوالې ورځې غوښتنه د بلاروس د اپوزېسیون جلاوطنه مشرې سویتلانا تیخانوفسکایا کړې وه.
د پولنډ په پلازمېنه وارسا کې له مظاهرهچیانو سره د بلاروسي خبریال رامان پراتاسوویچ مور و پلار هم ملګري شول.
دغه خبریال تېره اوونۍ د مېنسک پر هوايي ډګر د یوې الوتکې تر جبري ناستې وروسته ونیول شو.
مظاهرهچیانو چې د بلاروس د اپوزېسیون سور او سپین رنګه بیرغونه له ځانونو سره لېږدول، د زورواکي الکساندر لوکاشینکو پر ضد شعارونه ورکول.
د چک جمهوریت د پلازمېنې پراګ تر څنګ د اوکراین په پلازمېنه کیف کې شااوخوا ۱۰۰ کسانو چې ډېری یې د بلاروس وګړي وو، په مظاهرو کې برخه واخیسته.