د مې له ۱۷مې نېټې د واټونو د خوندیتوب اوونۍ پیلېږي، خو په افغانستان کې سره له دې چې په تېرو ۲۰ کلونو کې د واټونو او سړکونو د جوړونې په برخه کې ډېرې پیسې مصرف شوي، لا هم په دغه هېواد کې د سړکونو خراب وضعیت او په ترافیکي پېښو کې د تلقاتو د لوړې کچې له امله نیوکې موجودې دي.
کم بري او غیر معیاري سړکونه او د ترافیکي نښو نښانو نشتوالی په دې برخه کې مهم انتقادونه دي.
په افغانستان کې د ترافیکو عمومي ریاست وايي چې د ترافیکي پېښو له امله د تلفاتو شمېر تېر کال د وړم کال په پرتله ډېر شوی دی.
د افغانستان... Читать дальше...
له افغانستانه به د امریکایي ځواکونو د وتلو بهیر تر ټاکلې نېټې مخکې بشپړ شي.
دا خبره یوه غربي چارواکي چې د ځواکونو د وتلو د بهیر په اړه معلومات لري، د خپل نوم نهښودلو په شرط اسوشیټډ پرس خبري اژانس ته کړې او ویلي یې دي چې ښایي د ټولو امریکایي ځواکونو د وتلو بهیر د جولای تر لومړیو پورې بشپړ شي.
دغه چارواکي په دې اړه نور جزئیات نهدي ورکړي ځکه د ځواکونو د وتلو څرنګوالی تر ډېره نهدی رسنیز شوی.
د امریکا د ولسمشر جو بایډن د پرېکړې له مخې له افغانستانه د ټولو امریکایي ځواکونو د وتلو لپاره د سپټبر ۱۱مه وروستۍ نېټه ټاکل شوې ده. Читать дальше...
په سیدالشهدا ښوونځي له خونړي موټر بم برید وروسته د وژل شویو، ټپیانو او له پېښې د روغ وتلو زدهکوونکو د کورنۍ غړي او خپلوان له حکومت د دغه ښوونځي د امنیت غوښتنه کوي.
دوی د یکشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د غويي ۲۶» په کابل کې په يوه غونډه کې سره راټول او په يو اته مادهییز پرېکړهلیک کې يې ګواښ وکړ، که دولتيې امنیت خوندي نهکړي، خپل بچیان ښوونځي ته نهلېږي.
دغه پرېکړهلیک د قربانيانو د يوې کورنۍ غړي محمد دریا ازادي راډیو ته داسې ولوسته: "د شهیدانو او ټپیانو د کورنیو وارثین وايي، تر کومه چې دولت د زدهکوونکو... Читать дальше...
د افغانستان دفاع وزارت د کندز په امام صاحب ولسوالۍ کې د طالبانو د استخباراتو د مسؤل د نیولو خبر ورکوي.
دې وزارت نن په خپره کړې خبرپاڼه کې یوازې دومره ویلي چې کمانډو ځواکونو د کندز ولایت امام صاحب ولسوالۍ لپاره د طالبانو استخباراتي مسؤل "محمد حسن" نن له یوه ټوپک او یوې تومانچې سره ونیو.
دفاع وزارت د دې پېښې په اړه نور جزئیات نهدي ورکړي، خو له دې مخکې یې دې ولسوالۍ ته د طالبانو په وړاندې د جګړې د پیاوړي کېدو لپاره د کمانډو د نویو ځواکونو د استولو خبره کړې وه.
د پامیر۲۱۷ قول اردو هم له دې مخکې... Читать дальше...
په جاپان کې د یوې ترسره شوې سروې نتیجه ښیي چې په سلو کې نږدې ۶۰ جاپانیان د کرونا وبا له امله په توکیو کې د المپیک د دوبنیو لوبو د لغوه کېدو پلوي کوي.
دغه سروې چې د کویدو خبري اژانس ترسره کړې، په سلو کې څه باندې ۲۵ ګډونوالو یې ویلي چې دغه لوبې دې له نندارچیانو پرته له مهالوېش سره سرم ترسره شي او څه باندې ۱۲ نیم فیصده ګډونوالو هم د دغو لوبو د ترسره کېدو پلوي کړې، خو ویلي یې دي چې د نندارچیانو شمېر یې باید محدود وي.
د المپیک نړیواله کمېټه او د دې لوبو جاپاني تنظیموونکي غواړي چې دغه لوبې په ټاکلې... Читать дальше...
د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان ۵۷ غړو د غزې د وضعیت په اړه نن انلاین بېړنۍ غونډه وکړه او د اسرائیل د پوځي حملو د پای ته رسولو غوښتنهیې وکړه.
د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر شهزاده فیصل بن فرحان له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې په غزه کې د اسرائیل د پوځي عملیاتو د پای ته رسولو لپاره دې کار وکړي ترڅو ځپل شویو سیمو ته مرستې ورسول شي.
د فلسطیني ادارې د بهرنیو چارو وزیر ریاض المالکي چې له رامالله یې خبرې کولې، اسرائیل تورن کړ، هغهیې اپارټایډ دولت وباله چې د ده په وینا په غزه کې زموږ د خلکو په وړاندې جنایتونه او بېرحمۍ ترسره کوي. Читать дальше...
د عوامي نشنل ګوند پخوانۍ مشره بېګم نسيم ولي خان د ۸۸ کلونو په عمر د خېبر پښتونخوا په چارسده کې مړه شوه.
د راپورونو له مخې هغه د زړه او شکرې پر ناروغۍ اخته وه.
د دغه ګوند ویاند زاهد خان ازادي راډیو ته وویل چې د نوموړې جنازه به نن په ولي باغ کې ترسره شي. عوامي نشنل ګوند د بېګم نسیم ولي خان د مړینې په خاطر درې ورځنی ماتم اعلان کړی دی.
بېګم نسیم ولي خان د خان عبدالولي خان چې په ۲۰۰۶ کال وفات شوی، مېرمن وه.
بېګم نسيم ولي خان درې ځلې د پاکستان د پارلمان غړې پاتې شوې.
د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو وایي، د فلسطین د افراطي وسلهوالو په وړاندې به اوسنۍ پوځي مبارزه د اړتیا تر حده دوام کوي.
دا په داسې حال کې ده چې ملګرو ملتونو او د امریکا متحده ایالاتو د وضعیت د کرارېدو غوښتنه کړې ده.
بنیامین نتانیاهو پرون شنبه دغه خبرداری داسې مهال ورکړ چې د اسرائیل پوځ په غزه کې د جګپوړو چارواکو او د حماس د قوماندانانو پر څو اهدافو هوایي بریدونه وکړل.
د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو د حماس ډلې مشرانو ته وویل چې نه به د ځمکې پر سر او نه به هم تر ځمکې لاندې پټ پاتې شئ. Читать дальше...
د پاکستان د عوامي نشنل ګوند له مشرانو یوې بېګم نسیم ولي خان نن په ۸۸ کلنۍ کې له دې نړۍ سترګې پټې کړې.
ملالۍ بشیر په پښتونخوا کې د ښځو د حقونو لپاره فعال واک تحریک له یوې مشرې قندي صافۍ سره مرکه کړې ده او په سر کې يې د بېګم نسیم ولي خان د مهمو فعالیتونو په اړه پوښتنه کړې.
دغه مرکه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:
د افغانستان عامې روغتیا وزارت وایي، رسمي شمېرې یې ښیي چې د اختر په درې ورځو کې نږدې ۴۰۰ کسان پر 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ اخته شوي دي.
د دې وزارت مرستیال ویاند میرویس علیزي ازادي راډیو ته وویل: "د اختر په درې ورځو کې کوم ارقام چې زموږ لاس ته راغلي، له ۲،۳۰۰ زیاتو هېوادوالو چې د کرونا ویروس باندې مشکوک و، د پي سي ار ټست لپاره لابراطوارونو ته مراجعه کړې ده. له دې ډلې ۳۹۶ یې مثبت دي، یعنې پر کرونا اخته شوي. همدارنګه پر کرونا اخته شوي ۹۳ کسان رغېدلي او په خواشینۍ سره ۱۷ کسانو هم ژوند له لاسه ورکړی دی."
... Читать дальше...
هندوستان نن یکشنبه د درېیمې پرلهپسې ورځې لپاره د کرونا ویروس یا 'کووېډ-۱۹' لږې پېښې ثبت کړې.
خو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دې ناروغۍ د مړینو شمېر پهکې تر ۴۰۰۰ زیات و چې په ټوله کې په کرونا ویروس د مړینو شمېر پهکې تر ۲ لکه ۷۰ زرو واوښت.
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هندوستان کې په کرونا ویروس د ۴ زره ۷۷ کسانو مړینه او د درې لکه ۱۱ زره ۱۷۰ کسانو اخته کېدل ثبت شوي دي.
د روغتیا وزارت معلومات ښيي چې دا په تېرو درېیو اوونیو کې په ورځني ډول تر ټولو لږ شمېر ګڼل کېږي.
په ټوله کې په هندوستان کې روانه اوونۍ... Читать дальше...
د اسلامي دولت ډلې یا داعش د کابل په شکردره ولسوالۍ کې پر یوه جومات د حملې مسؤلیت اخیستی.
د حاجي بخشي پر جومات د اختر په دوهمه د جمعې په ورځ په چاودنه کې لږترلږه ۱۲ کسان وژل شوي او شاوخوا ۱۵ نور ټپیان شوي وو.
په وژل شویو کې د دې جومات ملا مفتي نعمان هم شامل و. د جرمني د ډې پې اې خبري اژانس د راپور له مخې په هغه خبرپاڼه کې چې د داعش اړوند ناشر نیوز خبري رسنۍ پرون شنبه خپره کړې دغې ډلې ویلي وسلهوالو یې چاودېدونکې وسیله په دغه جومات کې خښه کړې وه.
طالبانو چې د اختر په مناسبت درې ورځنی اوربند... Читать дальше...
د درې ورځني اوربند له پای ته رسېدو سره سم له هلمند څخه د نښتو د بیا پیلېدو راپورونه ورکول کېږي.
د اختر په مناسبت اعلان شوی اوربند تېره شپه ۱۲ بجې پای ته ورسېد.
د فرانسپرس اژانس د راپور له مخې د هلمند د مرکز لښګرګاه په لمنو کې د وسلهوالو طالبانو او افغان امنیتي ځواکونو ترمنځ نښتې بیا پیل شوې دي.
د هلمند د ولایتي شورا رئیس عطاالله افغان دې اژانس ته وویل چې نښتې نن سهار پیل شوې او تر اوسه دوام لري. هغه وویل، طالبانو د لښکرګاه په لمنو کې او یو شمېر نورو ولسوالیو کې پر یو شمېر امنیتي پوستو بریدونه پیل کړي دي. Читать дальше...
د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو وایي، د فلسطیني سختدریځو په وړاندې به اوسنی کمپاین تر هغو دوام وکړي چې اړتیا یې وي.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا متحده ایالاتو او ملګرو ملتونو د وضعیت د کرارېدو غوښتنه کړې ده.
بنیامین نتانیاهو پرون شنبه دغه خبرداری داسې مهال ورکړ چې د اسرائیل پوځ په غزه کې د جګپوړو چارواکو او د حماس د قوماندانانو پر څو ځایونو هوایي بریدونه وکړل.
د اسرائیل صدراعظم د حماس ډلې مشرانو ته وویل چې نه به د ځمکې پر سر او نه به هم تر ځمکې لاندې پټ پاتې شئ. له دې مخکې اسرائیل... Читать дальше...
د بریتانیا صدراعظم بورېس جانسون خبرداری ورکړی چې له هند څخه د کرونا ویروس بدله شوې بڼهیې په هېواد کې ثبت شوې ده.
جانسون پرون شنبې وویل چې بریتانیا ته د دغه ویروس د نوې بڼې سرایت هغه هڅې له خنډ سره مخامخ کوي چې په دې هېواد کې یې له 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ څخه د خلاصون لپاره پیل کړې دي.
جانسون وویل، د لګول شویو محدودیتونو د لیرې کولو بله مرحله له سبا د مې له ۱۷ پیلېږي، خو خبرداری ورکوي چې ښايي د ویروس د دغې نوې بڼې سرایت د ټول محدودیتونو لیرې کول د جون تر۲۱مې پورې شا ته وغورځوي.
د بریتانیا روغتیایي... Читать дальше...
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن نن یو شمېر اروپایي هېوادونو ته خپل پنځه ورځنی سفر پیلوي.
دی به په دې سفر کې ډڼمارک، ایسلنډ او ګرینلنډ ته ولاړ شي او په ترڅ کې بهیې د ارکتېک شورا په غونډه کې برخه واخلي.
د امریکا د ولسمشر جو بایډن د ادارې له پیل راهیسې په لومړي ځل ښاغلی بلېنکن په دې غونډه کې له خپل روسي سیال سرګي لاوروف سره مخامخ ګوري.
دغه شورا چې اته غړي لري د مې پر ۱۹مه خپله دوه ورځنۍ غونډه په ریکیاویک ښار کې پیلوي.
د بلېنکن د سفر په اجنډا کې د ارکتېک شورا د غړو هېوادونو له بهرنیو چارو وزیرانو سره دوه اړخیزې لیدنې شاملې دي. Читать дальше...
د اسرائیل او حماس ډلې ترمنځ د جګړو په دوام، د ایران یوه لوړپوړي چارواکي ویلي چې په بشپړ ډول د حماس ملاتړ ته دوام ورکوي.
د ایران د دولتي ټلوېزیون د راپور له مخې د ایران د سپاه پاسداران انقلاب د قدس ځواکونو قوماندان اسماعیل قاآني پرون د حماس د ډلې له مشر اسماعیل هنیه سره د ټیلیفوني خبرو پر مهال له دې ډلي خپل ملاتړ ښودلی دی.
بلخوا د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر د اسرائیل له صدراعظم نتانیاهو او د فلسطین له مشر محمود عباس سره خبرې کړي او د وضعیت د کرارېدو غوښتنهیې کړې ده.
ولسمشر بایډن د تاوتریخوالي د دوام په اړه اندېښنه ښودلې. Читать дальше...
د اختر له ۳ ورځني اوربند وروسته چې د تاوتریخوالي کچه پهکې صفر نهوه، یو ځل بیا د جګړې له پیل خبر ورکول کېږي.
د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي، طالبانو په ۱۸ ولایتونو کې پر افغان ځواکونو بریدونه کړي، خو دا وزارت د جګړې له کبله د اوښتې مرګژوبلې په اړه څه نهوايي.
د دې وزارت د ویاند مرستیال فواد امان د یکشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د غويي ۲۶» ازادي راډیو ته وویل: "له ۳ ورځې اعلان شوي اوربند وروسته، طالبانو خپل ترهګریز فعالیتونه له سره پیل کړي. پر افغانانو د طالبانو ترهګریز بریدونه روان دي."
د ملي... Читать дальше...
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار وايي، د "دښمن" هدف قدرت ته د طالبانو رسول نه، بلکې د خپلې جغرافیې پراخول دي.
حمدالله محب دغه خبرې پرون شنبه د ننګرهار په ګوشتې ولسوالۍ کې د وینا پر مهال وکړې.
د ملي امنیت شورا وايي، ښاغلي محب یوې ولسي غونډې ته وویل چې د ګوشتې ولسوالۍ ټولو اوسېدونکو د امن او سولې لپاره له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره همکاري کړې ده.
ښاغلي محب ویلي چې د ولس په ویښتیا کې د ډیورند "فرضي" کرښې په دواړو غاړو کې د دیني عالمانو او ځوانانو نقش مهم دی.
ښاغلي محب تر دې مخکې هم په خپلو خبرو... Читать дальше...
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د برېښنا پر ستنو یا پایو حمله او د هغوی ویجاړول "ترورېستي" عمل دی.
د دغه وزارت مرستیال ویاند سید حامد روشن پرون رسنیو ته وویل، پولیسو ته د دغو پایو د تخریبوونکو په وړاندې د جدي اقدام سپارښتنه شوې ده.
ښاغلی روشن زیاتوي: "د برق د پایو په نښه کول او تخریبول یو ترورېستي عمل دی. د دغه جنایت له ترسره کوونکو سره به کلک قانوني چلند وشي. تېر کال هم په ورته تاکتیکونو سره د برېښنا پایې په نښه او تخریب شوې وې چې موږ په دې تړاو ۶ کسان نیولي وو چې دوی په خپلو اعترافونو... Читать дальше...
وروسته له هغې چې د کندز اوسېدونکي وايي، پر دغه ښار د کومې حملې د احتمال له ډاره په خلکو کې وېره خپره ده، د کندز امنیه قوماندانۍ هم پرون په یوه اعلامیه کې ویلي چې په دغه ولایت کې ټول پوځي پرسونل په لومړۍ درجه احضاراتو کې دي او د خلکو د خوندیتوب لپاره هر ډول چمتووالی لري.
د افغانستان دفاع وزارت هم پرون کندز ولایت ته د تازه دمه کمانډو ځواکونو د استولو خبره وکړه.
د دغه وزارت مرستیال ویاند فواد امان ازادي راډیو ته وویل، دغه ځواکونه به د طالبانو د احتمالي حملې په وړاندې د خلکو ساتنه کوي.
ښاغلی امان زیاتوي... Читать дальше...
پر غزې د اسرائیل د هوايي حملو په لړ کې پرون شنبه هغه دنګه ودانۍ ویجاړه شوه چې د اسوشیټډ پرس خبري اژانس، الجزیرې او نورو رسنیو دفترونه پهکې وو.
اسرائیل د لبنان په سرحد کې، دغهراز د عرب او یهودو له خپلمنځي ناکراریو سره جوخت پرون د ورځې په لومړیو کې پر غزې تړانګې خپلې حملې لا سختې کړې.
بلخوا د فلسطین د حماس ډلې ملېشهوو هم د پنځمې شپې په مخه د اسرائیل پر لوري د راکټونو توغولو ته دوام ورکړ.
فلسطیني ډاکټران وايي، پر غزې په تازه هوايي حملو کې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د غزې یوه اوسېدونکي... Читать дальше...
افغانستان هغه هېواد چې د نورو سکټورونو ترڅنګیې مخابرات او معلوماتي ټکنالوژي هم نا امنۍ ګواښي.
د افغانستان د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت وايي، سره له دې چې په دغه هېواد کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې دېر پرمختګ شوی، خو لا هم د دوی په خبره یو شمېر ستونزو یې د پراختیا مخه ډب کړې ده.
د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې اترا ویاند سعید شینواري له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، نا امني یې په وړاندې لویه ستونره ده.
ښاغلی شینواری زیاتوي: "د مخابراتي خدمتونو... Читать дальше...
سټار اېنډ سټرایپس
له امریکا خپریدونکې سټار اېنډ سټرایپس ورځپاڼې افغانستان کې د اختر په اوربند یوه لیکنه کړې او لیکلي یې دي، دا اوربند یوه " لنډه دمه" وه.
ورځپاڼې د لوګر د یوه اوسیدونکي حسین قادري کیسه را اخیستې چې له دوو کلونو وروسته د همدې اوربند په وسیله توانیدلی پُل علم ته نژدې خپل کلي ته ولاړ شي.
قادري چې د لوګر د والي سلاکار هم دی ورځپاڼې ته ویلي، طالبانو د اوربند پر مهال استراحت وکړ، لوژستیکي چارې یې ترسره کړې او ځان یې له اختر وروسته جګړې ته چمتو کړ.
ورځپاڼې لیکلي، که طالبان په... Читать дальше...
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو څانګې یوې مشرې، له ټولو هغو اړخونو چې د اسرائیل او په غزه کې د حماس ډلې ترمنځ د جګړې سبب شوي، د کړکېچ کمولو غوښتنه وکړه.
د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرې میشل باشله (Michelle Bachelet) پرون شنبه له جنیوا په یوه اعلامیه کې وویل: "داسې ښکاري چې د ښکېلو لورو پاروونکو خبرو د کړکېچ د کمولو پر ځای، کړکېچ زیات کړی دی."
د مېرمن باشله تر دغو څرګندونو څو ساعته وروسته د اسرائیل هوايي حملې په غزه ښار کې هغه دنګه ودانۍ وویشتله چې د اسوشیټډ پرس اژانس او نورو رسنیو دفترونه پهکې وو. Читать дальше...
Спорт в России и мире
Москва
«Евро-Футбол.Ру»: «Спартак» никогда не интересовался Сафоновым
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
ATP
Сумасшедший матч «Реала», Медведев опустился в рейтинге ATP. Главное к утру
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
Эксперт Президентской академии в Санкт-Петербурге о перспективах развития туризма в Ингушетии
Путин в России и мире
Москва
Активам прописали превентивные меры // Какое имущество США в России может быть изъято в качестве ответного шага
Лукашенко в Беларуси и мире
Минск
Путин прилетел в Минск для переговоров с Лукашенко
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Киев
Политолог Бортник: Киев ждёт общий провал, если ВСУ останется без успехов до осени
Навальный в России и мире
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Баста
Редакция АН «Между строк» разыгрывает 2 билета на Басту и ещё 8 сертификатов среди подписчиков своего Telegram-канала
Москва
Путин и Лукашенко обсудят вторую фазу ядерных учений РФ с участием белорусских военных
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net