د امریکا د بهرنیو چارو وزیر یو شمېر اروپایي هېوادونو ته سفر پیلوي
![د امریکا د بهرنیو چارو وزیر یو شمېر اروپایي هېوادونو ته سفر پیلوي](https://gdb.rferl.org/3587283d-4f5c-4868-ad6c-071f36b0d440_w800_h450.jpg)
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن نن یو شمېر اروپایي هېوادونو ته خپل پنځه ورځنی سفر پیلوي.
دی به په دې سفر کې ډڼمارک، ایسلنډ او ګرینلنډ ته ولاړ شي او په ترڅ کې بهیې د ارکتېک شورا په غونډه کې برخه واخلي.
د امریکا د ولسمشر جو بایډن د ادارې له پیل راهیسې په لومړي ځل ښاغلی بلېنکن په دې غونډه کې له خپل روسي سیال سرګي لاوروف سره مخامخ ګوري.
دغه شورا چې اته غړي لري د مې پر ۱۹مه خپله دوه ورځنۍ غونډه په ریکیاویک ښار کې پیلوي.
د بلېنکن د سفر په اجنډا کې د ارکتېک شورا د غړو هېوادونو له بهرنیو چارو وزیرانو سره دوه اړخیزې لیدنې شاملې دي. په دې کې روسیه هم شته چې تمه ده د راتلونکو دوو کلونو لپاره د دې شورا دورهیي مشري وکړي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت یوې اعلامیې وړاندې ویلي وو چې د امریکا او روسیې د بهرنیو چارو وزیران به د مې پر ۲۰مه پر متقابلو اړیکو او نړیوالو مسایلو خبرې وکړي.
د دواړو هېوادونو ترمنځ په دې وروستیو کې تشنج بیا ډېر شوی دی.