قرغزستان او تاجکستان له ګډې پولې د ځواکونو د په شا کولو لړۍ بشپړه کړه. دا خبره نن د قرغزستان د سرحدي چارو ادارې کړې او ویلي یې دي، سیمه کې وضعیت اوس عادي دی.
قرغزستان ویلي چې تېره اوونۍ د اپرېل په ۲۸مه په پوله کې د نښتو په پایله کې چې دوه ورځې یې دوام وکړ، ۳۴ قرغزي وګړي وژل شوي او ۱۷۸ ټپیان شوي. دغهراز ۵۰ زره کسان هم د سیمې پرېښودو ته اړ شوي دي.
د تاجکستان چارواکو خپل لوري ته د اوښتو تلفاتو په اړه تر اوسه رسمي څرګندونې نهدي کړي، خو د ازادي راډیو د تاجکستان څانګې خبریال کیومرز عطا وايي د دوی... Читать дальше...
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازی زلمی خلیلزاد کابل ته راغلی او له ولسمشر غني سرهیې کتلي دي.
د جمهور رئیس د ویاند مرستیالې فاطمې مورچل ازادي راډیو ته وویل چې په دغې کتنه کې ښاغلي خلیلزاد د افغان سولې د بهیر اړوند د خپلو فعالیتونو په اړه ښاغلي غني ته راپور ورکړی دی.
د اغلې مورچل په وینا، په دغه کتنه کې دغهشان جمهور رئیس، له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو تر وتلو وروسته د اړیکو د نوي فصل پیل ته په پام سره، نویو واقعیتونو ته په کتو د سولې بهیر په همغږۍ ټینګار کړی دی.
اغلې مورچل زیاتوي... Читать дальше...
د بارسلونا د ټیم پېژندل شوي لوبغاړي لیونل میسي پرون له والانسیا ټیم سره په سیالۍ کې د دوو ګولونو په وهلو سره نوی ریکارډ ټینګ کړ.
هغه په خپل ورزشي ژوند کې په ازادې توپوهنې سره ۵۰م ګول وواهه او په بارسلونا ټیم کې یې نوی ریکارډ ثبت کړ.
دغه لوبه د لالیګا سیالیو په ترڅ کې ۳ د ۲ په وړاندې بارسلونا ټیم وګټله.
د بارسلونا ټیم لهخوا درېیم ګول انتوني ګریسمن وواهه.
په لوګر کې چارواکي وایي، پر یوه کور د طالبانو توغندی لګېدلی او ۷ تنهیې ټپیان کړي دي.
د لوګر د امنیه قوماندانۍ ویاند ګل حیدر احمدي ازادي راډیو ته وویل چې دا پېښه تېره شپه د لوګر د مرکز پل علم اړوند په کنجک سیمه کې شوې ده. هغه زیاته کړه په ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي او ټول روغتون ته د درملنې لپاره لېږدول شوي دي. د ځینو ټپیانو روغتیایي وضعیت خطرناک ښودل شوی.
طالبانو د دغې ادعا په اړه تر اوسه څه نهدي ویلي.
تر دې مخکې د جمعې په ورځ د لوګر په مرکز پل علم ښار کې یوې موټر بم چاودنې ۲۶ تنه ووژل او ۱۱۰ نور یې ټپيان کړل. Читать дальше...
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن وایي، چين چې په خپل ځانیې باور په زیاتېدو دی، په بهر کې ډېرې تندۍ او په کور دننهیې ډېرو فشارونو ته مخه کړې ده.
بلېنکن تېره ورځ له امریکایي سيبياېس نیوز سره په مرکه کې دغهراز وویل، واشنګټن نهغواړي چې د چین د پرمختګ مخه ونیسي، خو پرې بهیې نږدي چې د نړیوال نظم پر اساس قوانین کمزوري کړي.
بلېنکن د دې پوښتنې په ځواب کې چې د ده په باور د پیکېنګ اوږدمهاله هدف څه دی؟ وویل، د ده په فکر چین ګومان کوي چې کولای شي او باید په نړۍ کې یو برلاسی هېواد شي. هغه... Читать дальше...
د افغانستان د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش وایي، طالبان پر خبریالانو او مدني ټولنې په حملو سره نهشي کولای چې حکومت له ستونزو سره مخامخ کړي.
ښاغلي دانش د رسنیو د ازادۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت وینا کې وویل، د خبریالانو په وړاندې موجوده ستونزو سره سره رسنۍ د افغانستان د حکومت یوه مهمه لاسته راوړنه ده.
ښاغلی دانش وايي: "باید پوه شو چې د بیان د ازادۍ په ځپلو او پر خبریالانو په حملو سره نه څوک د افغانستان حکومت ماتولی شي او نه هم د افغانستان د خلکو اراده کمزورې کولای شي."
ښاغلی دانش په افغانستان... Читать дальше...
د پیکاسو او کساما رسامۍ به د نیویارک بونهامز هاوس نندارتون کې نندارې او خرڅلاو ته وړاندې شي.
پبلو پیکاسو (Pablo Picasso) د اسپانیا مشهوره مجسمه جوړوونکی او رسام وو چې د مکعبي رسامیو سرلاری ګڼل کېږي او یایوی کساما (Yayoi Kusama) جاپانۍ رسامه ده چې په رسامیو کې يې تر ډېره دایرې لیدل کېږي.
اټکل شوی چې د پبلو پیکاسو مشهوره تابلو (فَم ابیرې ماف) به له ۱۰ ملیونو څخه تر ۱۵ ملیونو ډالرو پورې بیه شي.
د نیویارک د امپریشنسټ او عصري هنرونو برخې رئیسه مالي اوټ امبلر رسنیو ته وویل: "موږ خوشحاله یو چې د ماري... Читать дальше...
له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل او خلکو ته د افغان حکومت چارواکو ډاډ!
د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا یو مرستیال وایي، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل د دغه هېواد د څنډې ته کولو په معنی نهدی.
اسدالله سعادتي د دوشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د غويي ۱۳» د ډیموکراسۍ لپاره د افغان ښځو سازمان په یوه ناسته کې وویل چې نړیواله ټولنه به تر دې وروسته هم افغانستان یوازې نهپرېږدي او خپلو مرستو ته به دوام ورکوي.
ښاغلی سعادتي زیاتوي: "که افغانستان بیا د نړیوال کړکېچ سیمه باندې بدل... Читать дальше...
د مطبوعاتو د نړیوالې ورځې په مناسبت د یوناما په ګډون بېلابېلو هېوادونو او نړیوالو ټولنو د افغان خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو پر وړاندې د تاوتریخوالي په درېدو ټینګار کړی دی.
په هغه ګډه اعلامیه کې چې د دوشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د غويي ۱۳» د افغان خبریالانو او د رسنیو له کار کوونکو د ملاتړ په هدف خپره شوې، پهکې د رسنیو او د بیان له ازادۍ کلک ملاتړ شوی دی.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه مأموریت (یوناما)، اروپایي ټولنې او یو شمېر هېوادونو اعلامیه کې یو ځل بیا ټینګار شوی چې نړیواله ټولنه... Читать дальше...
په داسې حال کې چې په جنوبي اسیا کې د کرونا ویروس پېښې مخ پر زیاتېدو دي، د هندوستان د وبا بحران هم ورځ تر بلې زیاتېږي.
نړیوالو له هندوستان سره د اکسیجنو او نورو روغتیايي وسایلو مرستې کړي.
د بریتانیا حکومت ویلي چې هندوستان ته به د مصنوعي ساه اخیستلو زر دانې اضافي ماشینونه ولېږي.
د تېرې اوونۍ پر مهال هندوستان ۲.۶ ملیونه د کرونا ویروس مثبتې پېښې ثبت کړي او په دې ویروس اخته شااوخوا ۲۳،۸۰۰ کسان مړه شوي دي. له دې سره د ټولو مړینو شمېر دوه لکه او پنځلس زره ته لوړ شوی دی.
متخصصین په دې باور دي چې دا شمېرې د بحران جدیت ښيي. Читать дальше...
له افغانستانه د بهرنیو عسکرو د وتو له پیل سره سم، د دې هېواد د وضعیت او راتلونکي په اړه د بېلابېلو امریکايي چارواکو څرګندونې او اندېښنې لا هم مطرح کېږي او دا لړۍ ګرمه روانه ده.
تازه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر یو ځل بیا د افغانستان په اړه غږېدلی دی.
انتوني بلېنکن د سيبياېس ټلوېزیون د ۶۰ دقیقو خپرونه کې ویلي، له افغانستانهیې د عسکرو وتل، د دې هېواد د پرېښودو په معنی نهدي.
ښاغلی بلېنکن زیاتوي: "موږ باید هر ډول سناریو ته چمتو واوسو او د هرې تګلارې له مخې وضعیت څارو. موږ ۲۰ کال کېږي چې افغانستان کې بوخت یوو. Читать дальше...
په کندز ولایت کې د سیمهییزو رسنیو مسؤلان او د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې چارواکي وايي، د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د رسنیو پر کارکوونکو او خبریالانو په ځانګړې توګه ښځو د حملو له کبله په رسنیو کې د ښځینه خبریالانو حضور مخ پر کمېدو دی.
دوی زیاتوي، که حکومت د رسنیو او د خبریالانو د خوندیتوب په برخه کې کوټلي ګامونه پورته نهکړي، ښايي په سیمهییزو رسنیو کې د ښځینه خبریالانو کچه تر دې هم ټيټه شي.
په کندز کې د اورانوس په نوم د یو خصوصي ټلوېزیون مسؤل هدایتالله زیارمل په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:... Читать дальше...
کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د جګړې له امله ملګي تلفاتو او د تېرو ۲۰ کلونو لاسته راوړنو د ساتنې د څرنګوالي په اړه شننې او تبصرې خپرې کړي.
هېواد
هېواد ورځپاڼې په خپل نننۍ ګڼه کې لیکلي چې په افغانستان کې وژنې، جګړې او د پردیو د موخو لپاره د دغه ملت قرباني د زغملو نهده.
وړاندې راغلي، لسیزې تېرې شوې، خو لا هم افغانان د پردیو د ناوړو موخو لپاره وژل کېږي، د پرمختګ مخنیوی یې کېږي او د سولهییز او د پرمختللي ژوند له نعمته بېبرخې کېږي.
لیکوال وړاندې لیکي چې دښمن یو ځل بیا د روژې په دې... Читать дальше...
د روسیې د کورنیو چارو وزارت وايي په تېرو دوو کلونو کې یې د اوکراین په ختیځ کې له ۵۲۷ زرو زیاتو کسانو ته د روسیې تابعیت ورکړی دی.
دا کسان د اوکراین په هغو سیمو کې اوسي چې د روسیې له ملاتړ برخهمن جلا غوښتونکي پهکې د دولت پر ضد جنګېږي.
د روسیې تاس خبري اژانس د کورنیو چارو وزارت په حواله په دې اړه راپور خپور کړی.
روسي چارواکو ویلي د ۴۰ فیصدو خلکو غوښتنلیکونهیې ځکه رد کړي چې محدودیتونه پرې لګېدلي یا روسیې ته نهشي ننوتلی.
د پارلمان مرستیال ویکتور وودولتسکي ویلي ښايي د کال تر پایه یو ملیونو اوکراینیانو ته نوي پاسپورټونه ورکړل شي. Читать дальше...
په هندوستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو او په دې ویروس د مړینو د شمېر زیاتېدو له کبله بحران په سختېدو دی.
په همدې حال کې یو نړیوال مرستندوی بنسټ هند ته رسېدلی چې د اکسیجن د کموالي په حل او د طبي وسایلو په اکمال کې همکاري وکړي.
بریتانیا ویلي چې هندوستان ته به د مصنوعي تنفس ۱،۰۰۰ نورې دستګاوې یا وینتلاتورونه ولېږي.
تېره اوونۍ په هندوستان کې د کرونا ویروس دوه ملیونه او شپږ لکه نورې مثبتې پېښې او د نږدې ۲۳ زره او ۸۰۰ کسانو مړینه ثبت شوه.
له دې سره په دغه هېواد کې په ټوله کې په کرونا ویروس د مړینو شمېر تر دوو لکو او ۱۵ زرو واوښت. Читать дальше...
د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر وايي، هېواد بهیې د روسیې د تبلیغاتو او ناسمو اطلاعاتو د خپرولو د مخنیوي لپاره د نړیوالو هڅو غوښتنه وکړي.
ډامنیک راب به سر له نن څخه تر راروانې چهارشنبې د «G-7» یا اوو لویو صنعتي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې کوربه وي.
دا به په تېرو دوو کلونو کې د دغو شتمنو هېوادونو لومړۍ حضوري غونډه وي او داسې مهال جوړېږي چې له روسیې سره کړکېچ د خبرو د اجنډا په سر کې دی.
د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډامنیک راب پرون د دې غونډې په درشل کې خبریالانو ته وویل: "بریتانیا... Читать дальше...
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د ایستلو په اړه د خپلې پرېکړې دفاع وکړه.
جو بایډن دا څرګندونې د القاعده شبکې د مشر، اسامه بدن لادن د وژل کېدو د لسم کال د پوره کېدو په مناسبت وکړې.
په هغه اعلامیه کې چې سپینې ماڼۍ پرون خپره کړې ولسمشر بایډن ویلي، په افغانستان کې د القاعده حضور تر پخوا خورا کم شوی دی.
هغهیې علت پر امریکا د سپټمبر د ۱۱مې د حملو د اصلي طراح اسامه بن لادن وژنه او په افغانستان کې نږدې ۲۰ کلنه پوځي مبارزه وبلله.
جو بایډن ویلي: "موږ بن لادن د دوزخ... Читать дальше...
د افغان سولې لپاره د امریکا خاص استازی زلمی خلیلزاد په ازبکستان کې دی.
هغه پرون د دغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر عبدالعزیز کاملوف سره د افغانستان د سولې په پروسې خبرې کړي.
ښاغلي خلیلزاد بېګا په خپل ټویټر لیکلي له کاملوف سره په خبرو کې دواړو سلا وکړه چې دا وخت باید افغانستان، سیمه او نړیواله ټولنه په ګډه یوه سیاسي جوړجاړي ته د رسېدو لپاره هڅې وکړي څو د افغانستان ۴۰ کلنه جګړې پرې پای ته ورسېږي.
خلیلزاد زیاته کړې امریکا او ازبکستان به د سیمې د سوداګرۍ، اتصال او اقتصادي پراختیا د پياوړي کېدو په هدف ګډ کار ته دوام ورکړي. Читать дальше...
د بخښنې نړیوال سازمان وايي افغان چارواکي باید د خبریالانو د امنیت د خوندیتوب لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي.
دا خبره د یاد سازمان په هغې اعلامیه کې راغلې چې د بیان د ازادۍ د نړیوالې ورځې په مناسبتیې خپره کړې ده.
د مې ۳مه د بیان د ازادۍ نړیواله ورځ ده.
د بخښنې نړیوال سازمان په اعلامیه کې راغلي چې ۲۰۲۰ کال ۱۱ افغان خبریالان په هدفي بریدونو کې ووژل شول او سږ کال هم تر دې دمه څلور نور خبریالان وژل شوي.
دغه سازمان انتقاد کړی چې دا بریدونه د هېچا لهخوا نهدي څېړل شوي.
د دغه سازمان د افغانستان... Читать дальше...
د هرات والي وايي په شینډنډ ولسوالۍ کې ۹ وسلهوال طالبان وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان دي.
عبدالوحید قتالي بېګا یکشنبه ازادي راډیو ته وویل طالبانو ته دا مرګژوبله د افغان ځواکونو په ځوابي بریدونو کې رسېدلې ده.
ښاغلی قتالي زیاتوي: "اټکل کېده چې طالبان په دې شپو او ورځو کې خپل بریدونه لږ زیاتوي. دوی زموږ په شینډنډ ولسوالۍ زیات تمرکز درلود. انیې له ګاونډیو ولایتونو مرستندویه ځواک ورغوښتی و. په دې تېرو دوو ورځو کې یې کومه نتیجه وانهخیسته او په لویه کچه له تلفاتو سره په شا وتمبول شول."
قتالي دا ادعا... Читать дальше...
د پاکستان حکومت پرېکړه کړې چې سر له سبا د مې تر ۲۰مې د هغو خلکو په وړاندې چې له افغانستان او ایرانه ورځي خپلې، دروازې وتړي.
د پاکستان د قوماندې او عملیاتو ملي مرکز چې د کرونا ویروس په وړاندې د مبارزې چارې هم مخته وړي ویلي دا پرېکړهیې د کرونا د خپرېدو د مخنیوي په هدف کړې ده.
په تازه پرېکړه کې یوازې د پاکستان اتباع چې خپلو کورونو ته ستنېږي او هم ډېر عاجل ناروغان مستثنی شوي دي.
له هغې خوا بیا افغانستان او ایران ته په داخلېدو باندې تر اوسه کوم ممانعت نهدی لګول شوی.
پاکستاني چارواکو ویلي په... Читать дальше...
د ایران ستر مذهبي رهبر ایتالله علي خامنهيي د سپاه پاسداران قدس د وژل شوي مشر قاسم سلیماني په اړه د جواد ظریف په خبرو تُندې نیوکې کړي.
خامنهيي د ظریف خبرو ته په اشارې ویلي دا خبرې "د امریکا او دښمنانو د خصمانه څرګندونو" تکرار دی.
هغه په خپله وینا کې چې دولتي ټلوېزیون خپروله د ظریف نوم په مستقیم ډول وانهخیست.
د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف یو غږیز کلېپ تېره اوونۍ نړیوالو فارسي ژبو رسنیو ته لیک شوی و چې پهکې ظریف د ایران په بهرني سیاست د پوځیانو له بېساري کنټرول او برلاسۍ انتقاد کوي.
ظریف... Читать дальше...
د هندوستان صدراعظم نرېندرا مودي او ګوندي ملګرو یې په داسې حال کې چې هېواد یې له کرونا سره لاس او ګرېوان دی په سیمهییزو ټاکنو کې ماته خوړلې ده.
دا ټاکنې د واکمن ګوند بهاراتیا جاناتا لپاره یوه ازموینه ګڼل کېږي.
مودي او ګوند یې په لوېدیځ بنګال او څلورو نورو سیمو کې تورن شوي چې د ټاکنیزو کمپاینونو په جوړولو سرهیې سیاست د خلکو په مصونیت غوره ګڼلی دی.
ماماتا بانیرجي چې د کرونا په وړاندې د حکومت په چار چلند سختې نیوکې کوي ښايي د درېیم وار لپاره په لوېدیځ بنګال کې ګټونکی شي او واک ترلاسه کړي.
اخوا... Читать дальше...
افغان ولسمشر اشرف غني نن له غرمې مخکې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره وکتل.
د ارګ د وېبپاڼې له مخې په دغه کتنه کې زلمي خلیلزاد د افغانستان د سولې بهیر په اړه ولسمشر ته د خپلو فعالیتونو په هکله راپور ورکړ.
ولسمشر غني له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو د وتلو تر اعلان وروسته د اړیکو د نوي فصل پیل ته په پام، له نویو واقعیتونو سره د سولې د پروسې پر عیارولو ټینګار وکړ.
ولسمشر غني زیاته کړه، سوله د افغانستان خلکو او حکومت ته یو عاجل لومړیتوب دی،... Читать дальше...
له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په لومړنیو ورځو کې لوړپوړي افغان چارواکي د طالبانو د جنګي دریځ په لا تشدید اندېښمن دي.
د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله وايي، طالبان د سولهییزو لارو پر ځای په جګړو غور کوي.
ښاغلي عبدالله له امریکا غږ (وياواې) ټلوېزیون سره په یوه مرکه کې چې یکشنبه «۱۴۰۰ کال د غويي ۱۲» خپره شوې دا څرګندونې کړې دي.
په دې مرکه کې ښاغلی عبدالله سره له دې چې د سولې خبرو ته هیله ښکاروي، خو سولې ته د طالبانو دریځ مبهم بولي.
ښاغلی عبدالله وايي: "یو لوری... Читать дальше...
Спорт в России и мире
Москва
В ОЭЗ «Технополис Москва» выпущена серия автомобилей для участия в чемпионате кольцевых гонок
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
ATP
Немец Зверев выбил россиянина Медведева из топ-4 ATP
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
Эксперт Президентской академии в Санкт-Петербурге: «Ингушетия может стать настоящим открытием даже для опытных туристов»
Путин в России и мире
Москва
BNA: Путин и король Бахрейна призвали к деэскалации в секторе Газа
Лукашенко в Беларуси и мире
Минск
Путин сегодня вечером вылетит в Минск, где встретится с Лукашенко
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Навальный в России и мире
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Ольга Туркина
Появился трейлер исторического детектива «Плевако» с Сергеем Безруковым в роли легендарного российского адвоката
Москва
Покупатели и эксперты выбрали авторов лучших деликатесов
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net