د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت، راستنو شویو افغان کډوالو ته د ځمکو د وېش لړۍ له سره پیل کړه.
دغه وزارت وایي، تر اوسه د ۷،۰۰۰ کسانو نوملیکنه او بایومټریک بشپړ شوی چې له دې شمېر ۱،۷۰۰ کسان مستحق ګڼل شوي دي.
د دغه وزارت د چارواکو په خبره د استوګنې د ځایونو د کموالي له امله په لومړي پړاو کې ۱۰۰۰ کسانو ته د پچې اچونې له لارې په کابل ولایت کې ځمکې ورکول کېږي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر نور رحمن اخلاقي د چهارشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د غبرګولي ۰۵» په دې مناست په جوړو شویو مراسمو کې وویل... Читать дальше...
ټاکل شوې ده چې د فرانسې ابیرتور فیشر کمپنۍ د افغانستان بانک لپاره ۳۹۰ ملیون افغانیو بانکنوټونه چاپ کړي.
د افغانستان د ملي تدارکاتو ادارې له فرانسوي شرکت سره د افغاني بانکنوټونو د چاپ قرارداد منظور کړ.
د ملي تدارکاتو ادارې ویاند احمد رامین ایاز په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "دا افغانۍ به چې څه باندې ۱۵ ملیونه امریکايي ډالر پرې لګښت راځي، په ۹ میاشتو کې د افغانستان بانک ته وسپارل شي."
فرانسوي شرکت به د ۱۰، ۲۰، ۵۰، ۱۰۰، ۵۰۰ او ۱۰۰۰ افغانیو بانکنوټونه چاپ کړي.
په افغانستان کې د کرونا ویروس د درېیمې څپې د خپرېدو په اړه د عامې روغتیا وزارت په وار وار د خبرداریو سره سره ظاهراً لیدل کېږي چې خلک دغه ویروس ته جدي پام نهکوي.
تازه عامې روغتیا وزارت په افغانستان کې د کرونا ویروس د پېښو د زیاتوالي په اړه اندېښنه ښودلې.
د دغه وزارت ویاند دستګیر نظري د چهارشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د غبرګولي ۰۵» ازادي راډیو ته وویل، د سې شنبې په ورځ ۸۴۰ کسان په دغې ناروغۍ اخته شوي چې په خبرهیې په تېرو ۶ میاشتو کې تر ټولو لوړه شمېره ښیي.
ښاغلی نظري زیاتوي: "د افغانستان عامې... Читать дальше...
د کابل په لوېدیځ کې د یوه ښوونځي مخې ته تر یوې خونړۍ چاودنې وروسته د دې ښوونځي یوه زدهکوونکې لا هم لادرکه ده.
د دې زدهکوونکې پلار وايي چې له تېرو ۱۱ ورځو راهيسې نهدی توانېدلی چې د خپلې لور د مرګ او ژوند په اړه معلومات ترلاسه کړي.
نور په دې راپور کې ووينئ.
طالبانو هغه راپورونه رد کړل چې وایي، دې ډلې د استانبول په غونډه کې د ګډون لپاره درې عمده شرایط وړاندې کړي دي.
تر دې مخکې ازادي راډیو ته د طالبانو یو شمېر سرچینو د خپل نوم نهښودلو په شرط ویلي و چې طالبان په دې شرط په دې غونډه کې چې تر اوسه دوه ځلې ځنډول شوې او بله نېټهیې نهده ټاکل شوې، ګډون کوي چې درې شرطونهیې ومنل شي.
د استانبول غونډه به اوږده نه، بلکې د لنډ وخت لپاره وي.
د غونډې جریان او څرنګوالی یې باید له مخکې څرګند وي.
او په پای کې بهیې هېڅ ډول پرېکړهلیک نهخپرېږي.
خو د قطر... Читать дальше...
افغان طالبانو له ګاونډیو هېوادونو وغوښتل چې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو له وتلو وروسته دې امریکا ته په سیمه کې د پاتې کېدو فرصت نهورکوي.
طالبانو دا غوښتنه وروسته له دې کړې چې په ځینو خبرونو کې ادعا وشوه چې پاکستان موافقه کړې چې په خپله خاوره کې امریکايي پوځیانو ته اډه ورکوي.
طالبانو بې له دې چې د پاکستان نوم واخلي ویلي چې که ګاونډي هېوادونه امریکا ته اډه ورکړي، نو تاریخي تېروتنه بهیې کړې وي.
په وروستیو ورځو کې د امریکايي او پاکستاني چارواکو ترمنځ تماسونه ډېر شوي دي.
۵ افغان سرتېري په بادغیس ولایت کې د طالبانو په غلچکي برید کې وژل شوي دي.
د بادغیس والي حسامالدین شمس نن ازادي راډیو ته وویل، دا افغان سرتېري د قلعه نو-هرات د لویې لارې په اوږدو کې د خوشمل په سیمه کې وژل شوي دي.
د ښاغلي شمس په وینا په دې پېښه کې ۳ طالبان هم وژل شوي او ۲ نور ژوبل دي.
طالبانو په دې اړه څه نهدي ویلي.
امریکا او څلورو اروپايي هېوادونو وویل چې د سوریې د ولسمشرۍ انتخابات نه ازاد دي او نه منصفانه.
په سوریه کې له نن سهار څخه د ولسمشرۍ انتخابات پیل شول او باور کېږي چې بشار اسد به د څلورم ځل لپاره بیا بریالی اعلان شي.
د سوریې د اپوزېسیون ځواکونو ویلي چې دا انتخابات یوازې په سوریه کې د بشار اسد واک ته د مشروعیت ورکولو لپاره یوه ننداره ده. بشار اسد په ۲۰۰۰ م کال د خپل پلار حافظ اسد له مړینې وروسته په سوریه کې واکمن دی. د ده پلار ۴۰ کاله واک په لاس کې درلود.
د امریکا، فرانسې، جرمني او بریتانیا د بهرنیو... Читать дальше...
د بامیانو د څلوېښتو برجونو کلا، د سیلانیانو لپاره په زړه پورې ځای دی.
د یکاولنګ په دوهمه برخه کې د څلوېښت برجونو تاریخي کلا په دې ولایت کې د ګرځندویو د خوښې په مرکز بدل شوی دی.
د سیمې یو شمېر اوسېدونکي وایي، که په افغانستان کې جګړه پای ته ورسېږي، دغه تاریخي یادګار به په بامیانو کې د ګرځندوی تر ټولو په زړه پوری ځای وي.
په دې ویډیويي راپور کې تاسو د بامیانو د دې تاریخي کلا وګورئ:
له کندهار هوايي ډګره د بهرني ځواکونو تر وتلو وروسته د هغوی د وسایلو او پوځي مهماتو د پېر او پلور بازار تود دی.
د افغانستان په جنوب کې د بهرني ځواکونو دغه تر ټولو لویه پوځي اډه چې یو مهال په کې شااوخوا ۳۰ زره بهرني عسکر دېره وو، د روانې مې میاشتې په ۱۲ مه نېټه افغان ځواکونو ته وسپارل شوه.
د بهرني ځواکونو تر وتلو وروسته د دغه ځواکونو د وسایلو او مهماتو پېر او پلور د یو شمېر خلکو لپاره د کار وسیله ګرځیدلې.
په اوونۍ کې دوه تر درې ځله په وسایلو او مهماتو بار یو شمېر کانټینرونه له هوايي ډګره راوځي... Читать дальше...
په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو ویاند وایي، هغه ادعاوې چې امریکا په پاکستان کې اډې جوړې کړي 'دروغ' دي.
سوني لاګېټ ازادي راډیو سره خبرو کې دا خبره د امریکا د دفاع وزارت د چارواکو د مخکنیو څرګندونو پر بنسټ وکړه.
بل خوا پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي هم دا راپورونه رد کړي چې ګوندې د دغه هېواد په خاوره کې به امریکا پوځي اډې جوړې کړي.
ښاغلي قریشي د سې شنبې(د غبرګولي ۴مه) په ورځ د پاکستان پارلمان په مجلس کې وویل: "ځینو رسنیو خبر ورکړی چې پاکستان کې امریکایي اډې جوړېږي. Читать дальше...
د ننګرهار چارواکي وسله والو طالبانو ته د ۳ نیم زره مرمیو د لېږدونکي د نیول کېدو خبر ورکوي.
د ننګرهار مطبوعاتي دفتر ازادي راډیو ته ویلي چې په ننګرهار کې د ملي امنیت مؤظفینو د دور بابا ولسوالۍ په ګړوکو سیمه کې د نعمان په نوم هغه تن ونیوه چې په فولډر موټر کې یې ۵ سوه فیره د پیکا او ۳ زره فیره د M4 مرمۍ د وسله والو طالبانو سرګروپ محمد ته لېږدولې.
د دغه دفتر د معلوماتو له مخې، نعمان چې اصلاً د بټي کوټ ولسوالۍ اوسیدونکی دی، په خپل جرم یې اعتراف کړی او دمګړۍ د څېړنو لاندې دی.
وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
په افغانستان کې د کونځلو توليدات زيات شوي دي.
د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي نن چهارشنبه (د غبرګولي په ۵مه) ازادي راډیو ته وویل چې د هېواد په کچه څه ناڅه ٤٢ زره ټنه کونځلي توليد شوي دي.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د معلوماتو او احصايې رياست شمېرني ښيي چې د تېرکال په بهير کې په ټول هېواد کې له ٦٥ زره هکټاره ځمکې څخه ٨٥٥ ټنه کونځلې توليد شوي دي.
پخوا تر دې د کونځلو تولید ٦٥٥ ټنه ښودل شوی.
د کونځلو زياتره کروندې په فارياب، جوزجان، سرپل، بلخ ، سمنګانو، کندز، تخار، بغلان او هلمند ولايتونو کې دي. Читать дальше...
د افغانستان د سوداګرۍ او صنعت وزارت په روان کال کې د غاليو د صادراتو د لا زیاتېدو خبر ورکوي.
د دغه وزارت ویاند فواد احمدي نن چهارشنبه (د غبرګولي په ۵مه) ازادي راډیو ته وویل چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت په امريکا، جرمني او عربي متحدو اماراتو کې د غاليو د پلورنې لپاره د دايمي بازارونو د جوړولو په حال کې دى چې د لنډ مهالو او اوږد مهالو نندارتونونو په جوړولو سره صنعت کاران کولاى شي په دغو بازارونو کې خپل توليدي محصولات وپلوري.
د دت په وینا چې د غاليو سوداګرو ته د هڅونې او ملاتړ په هدف د ۶ سلنه صادراتو... Читать дальше...
د بدخشان سیمه ییز چارواکي وايي، په کوزیفتل ولسوالۍ کې د طالبانو د حملو له کبله سلګونه کورنۍ اړ شوي چې خپلې مېنې پرېږدي.
د بدخشان د والي ویاند نېک محمد نظري وايي طالبانو له څو ورځو راهیسې په دې ولسوالۍ کې د خلکو پر کورونو بریدونه پیل کړي چې له کبله یې ۵۰۰ کورنۍ د ولسوالۍ مرکز او د ولایت مرکز فیض اباد ته کډه شوي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
د افغانستان دفاع وزارت وايي، په فراه ولایت کې یې د مخدرو موادو د یوې فابریکې یا لابراتوار په ویجاړولو سره په دې ولایت کې د طالبانو د عاید یوه سرچینه وچه کړه.
د دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان ازادي راډیو ته وویل، د تېرې شپې په عملیاتو کې په بکواه ولسوالۍ کې د طالبانو سلګونه کیلو مخدره مواد له منځه یووړل شول.
دی وايي: "د کومانډو ځواکونو د عملیاتو په نتیجه کې د طالبانو ډېره اندازه مخدر مواد تخریب او وسوځول شول. دا لابراتوار د طالبانو د عاید یوه سرچینه وه."
طالبانو په دې اړه تراوسه څه نه دي ویلي.
ښکاري چې د استانبول غونډه څه ډول چې د افغانستان شخړې ته د حل لارې پیدا کېدو لپاره مهمه بلل کېده، هغسې پایله ورنهکړي.
د طالبانو یو شمېر باخبره سرچینو چې د موضوع د حساسیت له امله نهغواړي نومونهیې واخیستل شي، ازادي راډیو ته منلې چې دې ډلې د استانبول غونډه کې د ګډون لپاره خپل شرایط وړاندې کړي.
په دې شرایطو کې یادونه شوې چې د استانبول غونډه به د لنډ وخت لپاره وي، د غونډې جریان او څرنګوالی به له وړاندې معلومېږي او په پای کې بهیې هېڅ ډول پرېکړهلیک نهخپرېږي.
خو د قطر په پلازمېنه دوحه کې د طالبانو... Читать дальше...
واټساپ ټیلیفوني اپ د هندوستان د حکومت پر وړاندې د هغه قانون په خاطر شکایت ثبت کړی چې نن د چهارشنبې په ورځ عملي کېږي او له مخې يې د واټساپ د کاروونکو شخصي معلومات ښايي نور پټ پاته نهشي.
د فېسبوک شرکت ټیلیفوني خدمات وړاندې کوونکي دغه اپلېکېشن په نوې ډېلي کې سترې محکمې ته قضیه ثبت کړې چې ګواکي په هند کې په رامنځته شویو نویو قوانینو کې یو یې د دې هېواد له اساسي قانون سره په ټکر کې دی.
د دې نوي قانون له مخې د چارواکو پر غوښتنه د ټولنیزو شبکو شرکتونه اړ دي چې د دغو شبکو د کاروونکو په اړه معلومات ورکړي. Читать дальше...
د ننګرهار چارواکي وايي، وسله والو طالبانو د دغه ولایت په سرخرود ولسوالي کې د باولۍ د سیمې پُل په بمونو الوزولی دی.
د ننګرهار ولایت مطبوعاتي دفتر وايي چې طالبانو دا پُل تېره شپه ویجاړ کړی چې له کبله یې د سرخرود، حصارک، شېرزادو او خوګیاڼو ولسوالیو ترمنځ د خلکو په تګ راتګ کې خنډ پېښ شوی دی.
د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل دا اقدام جنایت بللی او له اړوندو مسوولانو څخه یې غوښتي چې پُل ژر ترمیم کړي.
طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي، خو د دې ډلې د مشر ملا هیبت الله اخوندزاده په قول په اعلامیو کې څو... Читать дальше...
په منځني ختیځ کې د امریکا مرکزي قومانداني یا سنټکام وايي، له افغانستانه د سېپټمبر تر ۱۱مې پورې د ځواکونو د اېستلو په لړ کې یې تر اوسه پورې تر ۲۵ سلنې پورې خپل ځواکونه ایستلي دي.
د دې قوماندانۍ په وینا، تر اوسه پورې له افغانستانه په ۱۶۰ الوتکو کې وسایل وړل شوي دي.
دوی یو شمېر وسلې ا و تاسیسات د افغانستان ملي اردو ته سپارلي دي او دا لړۍ لا هم دوام لري.
د بوسنیا هېواد په کمپونو کې هغه پراته بې بې برخلیکه افغان او پاکستاني کډوال چې غواړي اروپا ته د هوسا ژوند کولو لپاره لاړ شي، د دې هېواد په کمپونو کې په کمو امکاناتو او د خپلو اندېښنو کمولو لپاره کرکټ لوبه کوي:
دا چې دوی څه هیلې لري؟
څوک ورسره د کرکټ د وسایلو مرسته کوي؟
بشپړ جزئیات یې په دې ویډیويي راپور کې وګورئ
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن وايي، لا هم ډاډه نه دی چې ایران دې په اټمي موافقه کې خپلو ژمنو ته راوګرځي.
ده پرون سې شنبه (د غبرګولي ۴مه) ماښام په اسراییل کې یوې خبري غونډې ته وویل، امریکا او اسراییل یو هدف تعقیبوي او هغه دا دی چې ایران باید اټمي وسله ترلاسه نه کړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر همدا راز وویل، تر اوسه پورې په ویانا کې پنځه پړاوه خبرې شوي، خو لا هم څرګنده نه ده چې ایران د هغو ژمنو عملي کولو ته تیار دی چې په اټمي موافقه کې یې منلې وې.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن وايي، متحد ایالاتونه به د حماس او اسراییل ترمنځ د اوربند د پیاوړتیا لپاره د غزې په بیارغونه کې مرسته وکړي.
بلېنکن پرون سې شنبه (د غبرګولي ۳مه) وویل، د تاوتریخوالي د بیا پیلېدو د مخنیوي لپاره د غزې ناوړه انساني وضعیت ته په پاملرنې او د دې سیمې د بیارغونې د پیلېدو پر اړتیا ټینګار وکړ.
ده په عین حال کې وویل، امریکا باید دا ډاډ ترلاسه کړي چې دا انساني مرستې حماس ته نه رسېږي.
امریکا حماس یوه تروریستي ډله ګڼي.
د افغانستان د اوبو د تنظیم ملي اداره وايي چې په ارزګان کې یې د شفلوغ بند د جوړولو چارې رسماً پیل کړې.
د دې ادارې ویاند نظام الدین خپلواک ازادي راډیو ته وویل چې پر دغه بند پرون سې شنبه ( د غبرګولي په۴مه) کار پیل شو.
دا پروژه چې اوس مهال یې د جیوتکنیکي مطالعاتو لپاره په ساحه کې کیندنه پیل شوې، د ملي پراختیا شرکت له خوا پلې کېږي.
د دې پروژې له بشپړېدو وروسته به ۱۷۵ هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبه شي.
په امریکا کې د لویانو نیمایي برخه یې د کووېډ – ۱۹ ناروغۍ پر وړاندې بشپړ واکسین شوي چې دا د کرونا وبا پر وړاندې د مبارزې یو مهم پرمختګ دی.
په عین حال کې په متحدو ایالاتونو کې د کرونا نوې پېښې او له امله یې د مړینو شمېر هم مخ په کمېدو دی.
د امریکا ولسمشر جو بایډن ژمنه کړې چې د جولای تر۴مې پورې به د امریکا د نفوس د لویانو د برخې په سلو کې اویا یې لږ تر لږه د کرونا ضد یو ډوز واکسین ترلاسه کړي. په اوس وخت کې دا شمېره په سلو کې ۶۲ ده.
له دغه پرمختګ سره هم مهاله موډرنا کمپنۍ پرون سې شنبه (د غبرګولي... Читать дальше...
Спорт в России и мире
Москва
В филиалах АО "Желдорреммаш" прошли мероприятия ко Дню защиты детей
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
Даниил Медведев
Российские ракетки сообразили на троих // Даниил Медведев, Мирра Андреева и Элина Аванесян дружно вышли в 1/8 финала теннисного Roland Garros
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
1 июня снежного барса можно было увидеть на ВДНХ
Путин в России и мире
Москва
LIVE: Путин проводит встречу с постоянными членами Совбеза России
Лукашенко в Беларуси и мире
Минск
Прямое авиасообщение открыли между Ульяновском и Минском
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Киев
В Киеве не смогли гарантировать личное присутствие Зеленского на саммите G7
Навальный в России и мире
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Metallica
Лидер Metallica Джеймс Хэтфилд рассказал, что ему снились кошмары перед туром
Москва
В Нижегородской области задержали более 10 поездов на несколько часов
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net