Мы в Telegram
Добавить новость
123ru.net
Pa.azadiradio.com
Май
2021

Новости за 01.05.2021

شمالي مقدونیا خلکو ته د کرونا واکسین د رسولو کمپاین پراخوي

Pa.azadiradio.com 

شمالي مقدونیا وايي، د کرونا ویروس پرضد د سینو فارم چینايي واکسین د دوه لکه ډوزو له ترلاسه کولو وروسته غواړي په دې هېواد کې خلکو ته د دې واکسین د رسولو کمپاین پراخ کړي.  د روغتیا نړیوال سازمان 'WHO' پرون اعلان وکړ چې د کرونا ضد د دوه ډوله چینايي واکسینونو په اړه خپله ارزونه به راتلونکې اوونۍ خپره کړي.  که دا دوه واکسینونونه تایید شي نو چین به له لویدیځه بهر یوازینی هېواد وي چې 'WHO' یې د واکسین ملاتړ کوي.  د روغتیا نړیوال سازمان تراوسه د فایزر، بیو اېن تیک، اسټرا زینیکا، جانسن اېنډ جانسن او مدرنا کمپنیو واکسینونه تایید کړي دي.

خلیلزاد د لوګر په مرکز پل علم کې پرونی خونړی برید غندلی

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي د لوګر په مرکز پل علم کې پرونی خونړی برید غندلی دی. زلمي خلیلزاد نن شنبه (د غويي ۱۱مه) پر ټویټر په یو بیان کې لیکلي دي چې دا بوږنوونکې فاجعه او د برید عاملان په کلکو ټکو غندي.  د دې حملې مسوولیت تراوسه کومې ډلې نه دی منلی او ښاغلي خلیلزاد هم نه دي ویلي چې دا د چا کار و؟ خو د افغانستان د کورنیو چارو وزیر حیات الله حیات د برید پړه پر طالبانو اچولې. ښاغلي حیات نن له امنیتي چارواکو سره په ګډه خبري غونډه کې وویل، د ناامنیو بستر طالبانو خور کړی: "زموږ... Читать дальше...

د کارګر نړیواله ورځ؛ د بهرنیو ځواکونو وتل افغان کارګران اندېښمن کړي

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې سږ کال د کارګر نړیواله ورځ یا د مې لومړۍ نېټه، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره برابره شوه.  له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل په همدې ورځ پیل شول.   کار ګران او د دوی ټولنې اندېښمنې دي چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره به بهرنۍ مرستې کمې، ناامني به ډېره او د کارګرو وضعیت به خراب شي.   عطامحمد له څلورو کلونو راهیسې یوه خصوصي شرکت کې کار کوي وايي، له نورو ستونزو سره-سره، له هېواده د بهرنیو ځواکونو وتل یوه بله مسئله ده چې کارګران به له ستونزو سره مخ کړي. دی وايي:... Читать дальше...



دلوګر بمی برید ۲۶ کسه ووژل او څه دپاسه سل کسه نوریې ټپیان کړل

Pa.azadiradio.com 

په لوګر دموټربم د برید د مړو شمیر۲۶ کسانو ته ورسیده.څه دپاسه سل کسه نور ټپیان دي. دسیمې خلک وايي اکثر وژل شوي کسان هغه ځوانان دي چې دکانکور دآزموینې لپاره مرکز پل علم ته راغلي وو . نورتفصیل په دغه راپورکې وګورئ او خپلو دوستانو سره یې شریک کړئ .

دفاع وزارت: د بهرني ځواکونو وتل عملاً پیل شوي، د سیمو د تسلیمۍ په حال کې یو

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان دفاع وزارت وايي چې بهرنیو ځواکونو د امریکا د ولسمشر جوبایډن د اعلان پربنسټ د مې میاشتې په لومړۍ ورځ له افغانستانه د وتلو کار پيل کړ. د دغه وزارت سرپرست یاسین ضیا د شنبې (د غويي ۱۱مه) په ورځ د ملي امنیت له سلاکار حمدالله محب سره په ګډه خبري ناسته کې وویل چې ممکن بهرنیان سبا په هلمند کې د شورابک اډه افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته وسپاري. ښاغلي ضیا په دې اړه وویل: "د بهرني ځواکونو د وتلو کار عملاً پیل شوی، ممکن د اوونۍ تر پایه سیمې راته تسلیم کړي، البته ناټو او امریکايي ځواکونه، موږ... Читать дальше...

د افغانستان دفاع وزارت: د بهرنیو ځواکونو وتل عملاً پیل شوي

Pa.azadiradio.com 

نن د مې په لومړۍ نېټه له افغانستانه د شااوخوا لس زره نړیوالو ځواکونو د وتلو بهیر رسماُ پیل شو.  د افغانستان د دفاع سرپرست وزیر جنرال یاسین ضیا نن شنبه (د غويي ۱۱مه) د امنیتي چارواکو په ګډه خبري غونډه کې د بهرنیو ځواکونو د وتلو د بهیر پیل تایید کړ: "د بهرنیو ځواکونو وتل عملاً پیل شوي دي. دوی یو په بل پسې ساحې تخلیه کوي او د بګرام په څېر په خپلو لویو مرکزونو کې راټولېږي چې له هغه ځایه به بیا خپلو اصلي وطنونو ته ځي."  شااوخوا سل تنه امریکایي پوځیان لا مخکې د پنجشنبې په ورځ له افغانستانه ووتل. ... Читать дальше...

د معیوبینو د رمضان جام سیالۍ راتلونکي اوونۍ ته ځنډیدلي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د پارالمپیک مسوولین وايي، د معیوبینو د رمضان جام سیالۍ یې راتلونکې اونۍ ته ځنډولي. د دغه المپیک د نشراتو برخې مسوول کبیر خوشبین نن شنبې (د غویي په ۱۱مه) ازادي راډيو ته وویل،  ټاکل شوې  چې نن د دغه جام لومړۍ پړاو سیالۍ د نښان ویشتنې او پېنګ پانګ برخو کې د معیوبینو ترمنځ پیل شوي وای، خو د ځینو تخنیکي ستونزو او د لوبغاړو د نه چمتوالي له امله دغه جام سیالۍ راتلونکي اوونۍ ته وځنډول شوې. د افغانستان د پارالمپیک مسولینو د دې جام د پیل هدف د غوره څېرو  پېژندل ښودلي.

بلخ کې د باسکټبال د رمضان جام سیالۍ پیل شوې

Pa.azadiradio.com 

په بلخ ولایت کې د باسکټبال د رمضان جام سیالیو لومړۍ پړاو لوبې پیل شوې.  د افغانستان د ملي المپیک کمېټې د رسنیو برخې مسول مجیب قاري زاده نن شنبه (د غويي ۱۱مه) ازادي راډیو ته وویل، دغه سیالۍ د شپږو 'نارینو' لوبډلو ترمنځ د درې ورځو لپاره پیل شوي.  د ښاغلي قاري زاده په خبره، دغه سیالۍ د بلخ ولایت د باسکټبال فدارسیون په همکارۍ په دغه ولایت کې ترسره کېږي.  مجیب قاري زاده وايي، د دغه جام هدف د باسکټبال لوبې پراختیا او د غوره لوبغاړو پېژندنه د بلخ ولایت ملي تیم ته ده.



د هند کرکټ بورډ: ښايي راتلونکې ۲۰ اووریزه لوبې اماراتو ته انتقال شي

Pa.azadiradio.com 

د هندوستان کرکټ بورډ وایي، په دې هېواد کې د کرونا ویروس تېز مزل ته په کتو، ډېر احتمال شته چې راتلونکی نړېوال شل اووریزه جام عربي متحده اماراتو ته انتقال شي.  ټاکل شوې چې سږ کال د کرکټ نړېوال شل اوورېز جام اووم پړاو سیالۍ په هندوستان کې ترسره شي.  دا لوبې شپږ میاشتې وروسته د اکټوبر په میاشت کې پیلېږی او د نوومبر تر ۱۴ مې دوام کوي.  په نړیوال شل اووریز جام کې د افغانستان په ګډون ۱۶ لوبډلې ګډون لري.  تېر ځل د دغه سیالیو اتلولي ویسټ انډیز خپله کړې وه.

د مصالحې عالي شورا د 'ترویکا پلس' غونډې د اعلامیې هرکلی کړی

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا د افغانستان د سولې په اړه د ترویکا پلس غونډې د اعلامیې هرکلی کړی. په دې غونډه کې چې پرون (د غویي په ۱۰مه)ماښام د قطر په پلازمېنه دوحه کې جوړه شوه د امریکا، روسیې، چین او پاکستان استازو برخه درلوده. د ملي مصالحې د عالي شورا ویاند فریدون خوځون نن شنبې (د غویي په ۱۱مه) په یوه غږیز پیغام کې وویل چې دا شورا د ترویکا پلس په اعلامیه کې په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمولو، اوربند، د سولې د بهیر د ګړندي کولو او له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو د مسوولانه وتلو د یادونې هرکلی کوي. Читать дальше...

د لوګر پېښه؛ کورنیو چارو وزیر: د ناامنیو بستر طالبانو خور کړی

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر د لوګر په مرکز پل علم کې د پرونۍ خونړۍ چاودنې پړه پر طالبانو اچولې.  د کورنیو چارو وزیر حیات الله حیات نن شنبه (د غويي ۱۱مه) له امنیتي چارواکو سره په ګډه خبري غونډه کې وویل، په هېواد کې د ناامنیو بستر طالبانو خور کړی: "زموږ دقیق استخباراتي معلومات دا دي چې دا برید طالبانو کړی ولې د لوګر او دې ته ورته نورې پېښې که کېږي او دوی یې رسماً مسوولیت هم نه مني خو معلومه ده چې په هېواد کې ناامنیو ته اصلي بستر طالبانو اوار کړی."  د کورنیو چارو وزارت وايي چې د پل علم چاودنې... Читать дальше...

د روغتیا وزارت سپارښتنه: خلک دې اړوند مرکزونو ته د کرونا واکسین په پار ورشي

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د کرونا ویروس د درېیمې څپې د خپرېدو مخنیوي لپاره د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د کابل په ګډون د افغانستان په ٣٤ ولایتونو کې له اتلس کلنۍ پورته عمر لرونکو وګړو ته د واکسینونو بېلابېل مرکزونه پرانېستل شول. د روغتیا وزارت د ویاند مرستیال ډاکتر میرویس علیزي نن شنبه(د غويي ۱۱مه) ازادي راډیو سره په خبرو کې له خلکو وغوښتل چې نږدې روغتیایي مرکزونو ته ورشي او د کرونا واکسین واخلي. علیزي زیاته کړه:  "د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د کابل په ١٢ مرکزونو کې د کرونا ضد واکسین تطبیقوي، استقلال،... Читать дальше...

قرغزستان: تاجکستان سره امنیتي وضعیت لاهم ترینګلی دی 

Pa.azadiradio.com 

د قرغزستان چارواکي وايي، له تاجکستان سره په لانجمن سرحد کې امنیتي وضعیت د تېرو څو ورځو نښتو په دوام لا هم ترینګلی دی.  په هغو نښتو کې چې په تېرو درېیو ورځو کې په دې سیمه کې وشوې د ملکي وګړو په ګډون له ۴۰ زیات کسان مړه او لسګونه نور تپیان شول. دا نښتې په تېرو لږ تر لږه درېیو لسیزو کې ساری نه لري.  د قرغزستان د سرحدي خدماتو ادارې نن شنبې (د غويي ۱۱مه) وویل چې د ګډ سرحد پر لور د تاجکي ځواکونو د پوځي تجهیزات تحرکات یې ثبت کړي دي. دا اداره وايي چې تاجکي ځواکونو په باتکین سیمه کې هغه سړک بند کړی دی چې د قرغزستان دوه مهمې سرحدي سیمې سره نښلوي. Читать дальше...

د لوګر والي: پل علم کې د موټر بم برید غچ اخلم

Pa.azadiradio.com 

د لوګر والي وایي، د تېرې ورځې د موټر بم برید د قربانیانو غچ به واخلي.  د لوګر والي عبدالقیوم رحیمي دغه څرګندونې نن شنبه (د غويي ۱۱مه) د نائب امین الله خان لوګري په روغتون کې د تېرې ورځې د وژل شوېو او ټپیانو له کورنیو سره د لیدنې پر مهال وکړې.  د لوګر په دغه موټر بم برید کې د مړو شمېر ۲۶ او د ټپیانو شمېر ۱۱۰ کسانو ته رسیدلی دی.  د لوګر د والي ویاند دیدار لونګ ازادي راډیو ته وویل چې د یادې پېښې ټول قربانیان ملکي وګړي دي چې زیات شمېر یې د کانکور ازموینې ګډون وال وو.  دی وایي، یاد زده کوونکي... Читать дальше...

هند کې د ټولو لویانو لپاره د کرونا ضد د واکسینونو پیل له ستونزو سره مخ دی

Pa.azadiradio.com 

هندوستان نن 'د مې په ۱ نېټه' د دې  هېواد  شپږ سوه میلیونه لویانو ته د کرونا د واکسینو د ورکولو لړۍ پیلوي، خو په دې هېواد کې څو ایالاتونو اعلان کړی چې دوی د کووېډ -۱۹ واکسینونو محدوده اندازه لري او ځینو یې د واکسینونو د عملي کولو لړۍ ځنډولې ده. سره له دې چې هند د نړۍ د واکسینونو لوی تولیدونکی دی، خو د خپلو وګړو لپاره د کافي واکسینونو  په برابرولو کې پاتې راغلی دی.   په عین حال کې دا هېواد دا مهال د کرونا وبا له یوې بې سارې څپې سره مخ دی. د یو میلیارد او درې سووه میلیونو وګړو لرونکې دې هېواد... Читать дальше...

لوګر کې موټر بم برید؛ "د تلفاتو شمېر په زېاتېدو دی ډېری یې زده کوونکي دي"

Pa.azadiradio.com 

د لوګر ولایت د جمعې ماښام د روژه ماتي پرمهال موټر بم حملې ‌‌‌‌‌‌لسګونه کورنۍ د غم په ټغر کېنولې. ‎د دغه ولایت چارواکي وایي، د وژل شوېو او ټپیان شمېر مخ په ‌‌‌‌‌‌ډېرېدو دی. د لوګر د ولایتي شورا رییس حسیب الله ستانکزي نن شنبه (د غويي ۱۱مه) ازادي راډیو ته وویل، د وژل شوېو شمېر ۲۶ او د ټپیانو ۱۱۰ ته رسېدلی دی. نوموړي زیاته کړه: "له بده مرغه په دې پېښه کې ۲۶ تنه شهیدان شو چې یو کس مو همدا اوس د خاورو لاندې راووېست چې هغه هم شهید و، د شپې ۲۱ کسان شهیدان وو خو اوس مجموعاً ۲۶ شهیدان او ۱۱۰ کسان ټپیان... Читать дальше...

کونړ کې ۲۶۳ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابریږي

Pa.azadiradio.com 

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت وايي، د ولسي تړون  ملي پروګرام له خوا د کونړ ولایت د څوکۍ ولسوالۍ اړوند په کوز چیناري کلي کې د ۲.۷ میلیونه افغانیو په لګښت ۲۶۳ کورنیو ته د څښاک پاکو اوبو ته د لاسرسي زمینه برابریږي. ددې وزارت ویاند فریدون اژند نن شنبه(د غويي ۱۱مه) ازادي راډيو ته وویل، دغه شبکه د۳۰ زره لیتره اوبو د زېرمې ظرفیت لري. نوموړي وايي، د دې پروژې د کار په بهیر کې به تخنیکي او عادي کاریګرو ته  ۱۴۵۶ کاري ورځي را منځته شي.

زلمی الکو: سږکال په هلمند کې د زېرې کرکیله زیاته شي

Pa.azadiradio.com 

د هلمند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وایي چې سږ کال په دې ولایت کې د زېرې کرنه زیات شوی دی. د دې ولایت د کرنې او مالدارۍ رئیس زلمی الکو وایي، په وروستیو کلونو کې د نورو با ارزښته نباتاتو ترڅنګ هلمند ولایت کې د زیرې کرنه هم دود شوې چې د زیرې کروندګر یې له کرکیلې او بازاره خوښ دي. ښاغلی الکو وايي، د احصایي د شمېرو له مخې سږ کال د دغه ولایت په مرکز او ټولو ولسوالیو په شااوخوا ۴۵۱ هکټاره ځمکه کې زیره کرل شوې ده. د هغه په خبره، له کرل شوېو ځمکو څخه به د اټکل له مخې څه باندې ۵۴۰ ټنه حاصل تر لاسه شي. Читать дальше...

کابل کې په ۷۸ جریبه ځمکه د نیالګیو د تولید قوریې جوړېږي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کرنې اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت وايي، د ۱۴۰۰م لمریز کال د پلان له مخې د کابل د ځینو سیمو په ۷۸ جریبه ځمکه کې به د غیر مثمرو نیالګیو د تولید قوریې جوړې شي. د دې وزارت ویاند اکبر رستمي نن شنبه (د غويي ۱۱مه) ازادي راډيو ته وویل، د یادو ۷۸ جریبه قوریو د تخنیکي چارو تر بشپړېدو وروسته به یې نیالګي د کرنې وزارت د طبیعي سرچینو لوی ریاست له خوا د همکارو ادارو په مرسته د کابل د زرغون کمربند پروژې په ځانګړي شوېو سیمو کې کېښودل شي. ښاغلی رستمي وايي، د ترلاسه کېدونکي نیالګیو په تولید سره... Читать дальше...


Музыкальные новости
Концерт

Тариф – Концерт. Провести свой Концерт.





Персональные новости
#123ru.net

Руководитель Росдетцентра Александр Кудряшов поздравил победителей номинации «Детская экскурсия» программы «Лига Экскурсоводов»





هند کې ۶۰۰ میلیونه مشرانو ته د کرونا د واکسین ورکړه ستونزمنه شوې

Pa.azadiradio.com 

د هند دا پلان چې سر له نننه به د دغه هېواد ټولو شپږ سوه میلیونه مشرانو ته د کووېډ- نولس ناروغۍ واکسین ورکړه پیل شي، له ستونزو سره مخامخ شوی دی، ځکه چې یو شمېر ایالاتونو اعلان کړی دی چې دوی د کووېد-۱۹ ناروغۍ محدود شمېر واکسین لري او له بهره د واکسین واردات ځنډیدلي دي. د دې سربیره چې هند په نړۍ کې د دې واکسین ستر تولیدونکی دی د خپلو خلکو لپاره لا هم کافي واکسین نه لري او د مارچ په میاشت کې یې نورو هېوادونو ته د واکسین پر صادراتو لاس ونیو. ټایمز اف انډیا ورځپاڼې راپور ورکړ چې د هند له ۲۸ ایالاتونو... Читать дальше...

بګرام کې د تراویح پرمهال چاودنې یو تن وژلی او ۲۵ یې ژوبل کړي

Pa.azadiradio.com 

په بګرام کې د تراویح لمانځه پرمهال په چاودنه کې یو تن وژل شوی او پنځه ویشت نور ټپيان شوي دي. د پروان د امنیه قومانداني د امنیت امر عبدالواسیع رحیمي ازادي راډیو ته وویل چې د دې چاودنې ټول قربانیان د ملي اردو کسان دي. یو سرتیری چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، وویل چې د یو شمېر ټپیانو وضعیت ښه نه دی او په کابل کې سردار محمد داوود خان روغتون ته انتقال شوې دي. د دې پیښې مسوولیت چا نه دی منلی.

د هند په یوه روغتون کې اور لګېدنې ۱۸ کسان مړه کړي

Pa.azadiradio.com 

د هند په لویدیځ کې د ګجرات ایالت په یوه روغتون کې د اورلګیدو له امله د کووېډ-۱۹ لږ تر لږه شپاړس ناروغان او دوه روغتیاپالان مړه شوي دي. هندي چارواکو وویل چې دا اور په سیمه ېیز وخت د شپې یوه بجه ولګید. د پولیسو یوه سیمه ییز چارواکي فرانس پریس اژانس ته وویل چې له لومړنیو څیړنو ښکارې چې د برېښنا د مزیو د شارټي له امله دا پېښه رامنځته شوې وي.

لوګر کې موټر بم برید؛ د وژل شوېو شمېر ۲۶ ته ورسېد

Pa.azadiradio.com 

د لوګر ولایت په مرکز پل علم کې د موټر بم په پېښه کې د وژل شوېو شمېر ۲۶ کسانو ته ورسېد. د دغه ولایت د ولایتي شورا مشر حسیب ستانکزي ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل چې تردې دمه ۱۱۰کسان ټپیان موندل شوي چې ښایي د وژل شوېو شمېر هم ورسره زیات شي. د ښاغلي ستانکزي په خبره، وژل شوي کسان ډېری هغه زده کوونکي وو چې د دغه ولایت له ازرې ولسوالۍ مرکز ته د کانکور په ازموینه کې د ګډون لپاره راغلي وو. د لوګر ولایت مرکز پل علم کې تېر ماښام شااوخوا ۷ بجې د عامې روغتیا روغتون او پر یوې مېلمه خونې ودانۍ موټر بم برید وشو... Читать дальше...

د بهرنیو ځواکونو وتل؛ سرخط: طالبان دې، دې موده هېڅ تېروتنه نه کوي

Pa.azadiradio.com 

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننيو ګڼو کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو پیل او له هغې وروسته په افغانستان کې د رامنځته کېدونکو حالاتو په اړه لیکنې او تبصرې خپرې کړي دي. سرخط سرخط ورځپاڼې لیکلي چې له افغانستانه د خپلو عسکرو د ایستلو په اړه ناټو خپله ژمنه عملي کړه او خپل یو شمېر ځواکونه یې تېره ورځ له افغانستانه وایستل. ورځپاڼې په افغانستان کې د ناټو د عمومي قوماندان له قوله لیکلي چې له افغانستانه خپل عسکر په احتیاط باسي، خو که طالبانو د دوی د وتلو په موده کې وړه تېروتنه هم وکړه سخت ځواب به ورکړي. Читать дальше...

انځورونه؛ لوګر کې موټر بم برید او د سیمې حالت

Pa.azadiradio.com 

د لوګر په مرکز پل علم کې خونړۍ چاودنې ۲۱ کسان ووژل او له نوي زیات نور یې ټپیان کړل. د افغانستان دکورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین رسنیو ته وویل چې دا چاودنه د طالبانو کار دی. نوموړي زیاته کړه چې د پېښې قربانیان ټول ملکي وګړي دي. خو  د دې حملې مسوولیت تراوسه کومې ډلې نه دی منلی، خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل چې په دې اړه د دوی څېړنې روانې دي.

Спорт в России и мире
Москва

«Евро-Футбол.Ру»: «Спартак» никогда не интересовался Сафоновым


Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса
Ролан Гаррос

Фалей уступила в квалификации открытого чемпионата Франции по теннису


Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире
Москва

Эксперт Президентской академии в Санкт-Петербурге о перспективах развития туризма в Ингушетии





Путин в России и мире
Москва

НАЛОГИ С ЗАРПЛАТ И НДС МОГУТ ОТМЕНИТЬ?! Государственная Дума и Правительство РФ оптимизируют налоги.


Лукашенко в Беларуси и мире
Минск

Посол Белоруссии: Лукашенко и Путин обсудят учения с тактическим ядерным оружием




123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.





Зеленский в Украине и мире

Навальный в России и мире


Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...



Ольга Бузова

Ольга Бузова приехала в тульский пединститут



Москва

«Тройка» онлайн и трамвай-беспилотник. Транспорт Москвы внедряет инновации

Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net