کونړ کې ۲۶۳ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابریږي
![کونړ کې ۲۶۳ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابریږي](https://gdb.rferl.org/3059411e-345c-498b-b6d6-88eee34f7c75_w800_h450.jpg)
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت وايي، د ولسي تړون ملي پروګرام له خوا د کونړ ولایت د څوکۍ ولسوالۍ اړوند په کوز چیناري کلي کې د ۲.۷ میلیونه افغانیو په لګښت ۲۶۳ کورنیو ته د څښاک پاکو اوبو ته د لاسرسي زمینه برابریږي.
ددې وزارت ویاند فریدون اژند نن شنبه(د غويي ۱۱مه) ازادي راډيو ته وویل، دغه شبکه د۳۰ زره لیتره اوبو د زېرمې ظرفیت لري.
نوموړي وايي، د دې پروژې د کار په بهیر کې به تخنیکي او عادي کاریګرو ته ۱۴۵۶ کاري ورځي را منځته شي.