د روسیې له تاتارستان سیمې راپورونه وایي، پر یوه ښوونځي د ډزو او چاودنې له کبله لږ تر لږه اته تنه وژل شوي دي.
په وژل شویو کې یو ښوونکی او اته زدهکوونکي دي.
یوې نجلۍ د تاتارستان په مرکز کازان کې د ازادي راډیو تاتار څانګې ته وویل: "د بم څلور چاودنې وشوې. ټولې دروازې ماتې شوې."
رسنۍ خبر ورکوي چې نن لومړی پر ښوونځي چاودنه وشوه بیا لږ تر لږه دوو تنو ډزې پیل کړې.
د راپور له مخې پولیسو یو برید کوونکی وژلی او دوهم د ښوونځي دننه دی چې یو شمېر کسانیې له ځان سره برمته کړي دي.
ایران د ولسمشرۍ د ۱۳مې دورې د انتخاباتو لپاره د احتمالي نوماندانو د نومونو د ثبت لړۍ پیل کړې ده.
ټاکل شوې ده چې دا ټاکنې د جون په ۱۸مه ترسره شي.
د دې انتخاباتو د نوماندانو نوم لیکنه سر له ننه پیل شوې او تمه ده چې پنځه ورځې دوام وکړي.
په دوهم پړاو کې به بیا د نوماندانو په اړه نګهبان شورا فیصله کوي چې چا ته اجازه ورکوي چې انتخاباتو ته ودرېږي او د چا نوم لیرې کوي.
تمه ده چې د نوماندانو وروستی لېست د مې په ۲۷مه اعلان شي او له دې سره د انتخاباتي مبارزې ۲۰ ورځنی کمپاین پیل شي.
د ایران اوسنی... Читать дальше...
په مزار شریف کې د هند جنرال قونسل شري وینش کلرا د دوشنبې په ورځ د کابل په یوه روغتون کې ساه ورکړه.
د هند د بهرنیو چارو وزیر اېس جې شنکر په ټویټر کې دا خبر تأیید کړی او لیکلي یې دي چې کلرا ښه ډیپلومات و، خو ښاغلي شنکر د دې ډیپلومات د مړینې د علت په اړه څه نهدي ویلي.
بل لور ته هندوستان ټایمز ورځپاڼې لیکلي دي چې کلرا په کرونا اخته و او د کابل په یوه روغتون کې د زړه د درېدو له امله مړ شو.
افغان جمهور رئیس محمد اشرف غني د طالبانو لهخوا د اختر په ورځو کې له اوربند څخه د هرکلي ترڅنګ له دغې ډلې وغوښتل چې یوې لويه جرګه کې خبرو ته حاضر شي، تر څو په وینا یې یوه حل لاره پيدا شي.
جمهور رئیس چې نن سې شنبه «۱۴۰۰ کال د غويي ۲۱» په ارګ کې د جوماتونو د اوونۍ په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وینا کوله، په هېواد کې وروستیو خونړیو بریدونو ته په اشارې سره وویل، طالبان نهشي کولای په دا شان بریدونو سره خپلې ارادې په خلکو ومني.
ښاغلي غني د همدې اوونۍ له پیل سره په کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې د ۴۳ جوماتونو پرانیسته هم وکړه. Читать дальше...
یو امریکایي چارواکی وایي چې د امریکا د ولسمشر جو بایډن او د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین ترمنځ د یوې احتمالي غونډې لپاره تیاری روان دی.
د بېوسلې کولو په چارو کې د امریکا سفیر رابرټ ووډ نن سې شنبه د ملګرو ملتونو کنفرانس ته دا خبره وکړه او یېویل، دواړو مشرانو موافقه کړې چې د وسلو د کنټرول او د راڅرګندېدونکو امنیتي مسایلو په تړاو د ستراتېژیک ثبات پر لارو چارو به خبرې وکړي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف هم له باکو څخه د کتنې پر مهال د ښاغلي ووډ خبره تأیید کړه او ویېویل، مسکو وړاندیز... Читать дальше...
د نړۍ د نوموتي بوکسر محمد علي کلې دوهمه مېرمن خلیله علي نن کابل ته راغله.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون ویاند عزیز مشعوف نن ازادي راډيو ته وویل، اغلې علي د افغانستان فوټبال فدراسیون له مشر یوسف کارګر سره لیدلي او په یو لړ مسایلو یې ورسره خبرې کړې دي.
ښاغلی مشعوف وايي، په ۲۰۱۳ کال کې هغه مهال چې افغانستان د سوېلي اسیا د فوټبال سیالیو اتل شو، یو شمېر خیرخواه کسانو چې محمد علي کلې هم د دوی له ډلې و په افغانستان کې یې د ویکتور (بریا) په نوم د یوه ورزشي سټدیوم د جوړېدو خبره وکړه.
نوموړې وايي، د... Читать дальше...
د لوګر ولایت امنیتي چارواکي وايي، تېره شپه ددې ولایت مرکز ته څېرمه لس وسله وال طالبان وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.
د لوګر د پولیسو ویاند ګل حیدر احمدي وایي"تېره شپه د افغان ځواکونو په خپل هوایي برید کې هغه وسله وال په نښه کړل چې غوښتل یې د مرکز پل علم اړوند پر امنیتي پوستو بریدونه وکړي چې په پایله کې ۶ وسله وال طالبان ووژل شول او درې نور ټپیان شول."
احمدي همداراز زیاتوي چې تېره ورځ د مرکز اړوند سیمه کې په وسله والو طالبانو خپل ماین چاودلی چې له امله یې درې تنه وژل شوي او یو تن یې ټپي شوی دی. Читать дальше...
د پکتیا والي وايي، د دې ولایت په زرمت ولسوالۍ ۱۱ وسله وال طالبان وژل شوي او درې نور ټپیان دي.
د پکتیا والي محمد حلیم فدایي نن د سې شنبې(د غويي ۲۱مه) په ورځ رسنیو ته وویل، د دې ولایت د زرمت ولسوالۍ په سهاکو سیمه کې د افغان ځواکونو په هوایي برید کې ۵ وسله وال طالبان وژل شوي او سراچه ډوله موټر یې له منځه تللی دی.
فدايي زیاته کړه: "په وژل شویو طالبانو کې ماین جوړونکی او د لایرزي وسلې د مسوول تر څنګ د پنځه زره بندیانو په لېست کې له بنده خوشې شوي طالب وسله وال هم شامل دي چې جګړې ته بېرته ګرځیدلي... Читать дальше...
د افغانستان د جمهور رئيس لومړي مرستيال امرالله صالح له واشنګټنه غوښتي چې له افغانستانه تر وتلو وروسته هم له دغه هېواد سره خپلې مرستې جاري وساتي، ځکه چې د نوموړي په باور طالبان د افغانستان راتلونکي خطرناک دي.
ښاغلي صالح د دوشنبې په ورځ له 'سي.بي.اېس' ټلوېزيون سره په مرکه کې ويلي، هغه بدلونونه چې په افغانستان کې ليدل کېږي، دا د امريکا د پانګونې له امله دي او دغه هېواد بايد له افغانستان سره خپلې مرستې په اقتصادي، ډيپلوماټيکو او نورو برخو کې جاري وساتي.
د افغان جمهور رئيس لومړي مرستيال طالبان د افغانستان... Читать дальше...
په افغانستان کې د وروستیو خونړیو پېښو په خاطر نن ملي ویر اعلان شوی دی.
افغان حکومت وايي نن د دغو پېښو له قربانیانو سره د خواخوږۍ په هدف په ټول افغانستان کې په جوماتونو، تکیهخانو او دولتي دفترونو کې د فاتحې مراسم او د قرانکریم ختمونه ترسره شول.
د جمهوري ریاست د دوهم مرستیال سرور دانش د دفتر د رسنیو مسؤل محمد هدایت ازادي راډيو ته وویل چې دغهشان په کور دننه په دولتي ادارو او بهر د افغانستان په ډیپلوماتيکو استازولیو کې د افغانستان بیرغ نیم ځوړند وو.
ښاغلی هدایت زیاتوي: "د سیدالشهدا د ښوونځي او... Читать дальше...
په ارزګان کروند ګر سږ د خپلو کروندو لپاره د اوبو له سخت کمي سره مخ دي او ګڼ کروند ګر وايي، وچکالي یې په کروندو کې شنه غنم او نور فصلونه وچ کړي او یا د وچېدو له ګواښ سره مخ دي.
د دې سیمې خلک وايي، د برمو په وسیله کیندل شوې ژورې څاګانې وچې دي، ورښتونه نه شته چې ورسره سږکال له کروند د حاصلاتو له ترلاسه کولو نهیلي شوي دي.
انځوریز راپور یې له سیمې د ازادي راډيو خبریال را استولی، ددې لېنک په پرانیستلو یې لیدلی شئ:
په ارزګان کروند ګر سږ د خپلو کروندو لپاره د اوبو له سخت کمي سره مخ دي او ګڼ کروند ګر وايي، وچکالي یې په کروندو کې شنه غنم او نور فصلونه وچ کړي او یا د وچېدو له ګواښ سره مخ دي.
د دې سیمې خلک وايي، د برمو په وسیله کیندل شوې ژورې څاګانې وچې دي، ورښتونه نه شته چې ورسره سږکال له کروند د حاصلاتو له ترلاسه کولو نهیلي شوي دي.
د ارزګان د مرکز ترینکوټ اړوند د نوبهارد کلي اوسیدونکی ۲۳ کلن عالي جان چې سږ يې پر خپل لس جریبه ځمکه غنم کرلي ازادي راډیو ته وویل، د یادو غنمو پر کښت یې یو نیم لک افغانۍ ولګولې خو... Читать дальше...
په سمنګان ولایت کې د روژې د مياشتې په مناسبت فوټسال سیالۍ د امیر علي شیر نوايي لوبډلې په اتلوالۍ پای ته ورسېدې.
د افغانستان د فوټبال فدارسیون ویاند پرویز مشعوف ازادي راډيو ته وویل، دغه سیالۍ ۲۵ ورځې وړاندې، د دغه ولایت د غوره لیګ او الف لیګ د ۲۰ لوبډلو ترمنځ پيل شوې وې.
د نوموړي په وینا د دغو سیالیو پای لوبو ته امیر علي شېر نوايي او یاشلر لوبډلې وتلې وې چې امير علي شېر نوايي لوبډلې په پایلوبه کې یاشلر لوبډلې ته د پينالټیو په شوټونو کې ماته ورکړه او د اتلوالۍ کپ يې خپل کړ.
په دغو لوبو کې د امیر... Читать дальше...
د افغانستان کرکټ بورډ او شخصي کرکټ روزنځایونو له ۱۶ کلونو نه د کم عمره لوبډلو ترمنځ 'انټر اکاډمیو' سیالۍ پيلوي.
د افغانستان کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک نن سې شنبه (د غويي ۲۱مه) ازادي راډيو ته وویل چې دغه۴۰ او۵۰ اووریزې سیالۍ به په کابل او ولایتونو کې د جون میاشتې له لومړۍ نېټې پېل او پنځلس ورځې به دوام وکړي.
ښاغلی هوتک زیاتوي، هغه شخصي اکاډمیانې یا روزنځایونه چې د کرکټ بورډ رسمي جواز ونه لري، په یادو سیالیو کې ګډون نه شي کولی.
د یادونې وړ ده چې تېر کال هم ورته سیالۍ ترسره شوې وې.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د اختر په درې ورځو کې د اوربند هرکلی کړی او د دایمي اوربند غوښتنه یې کړې ده.
ښاغلي خلیلزاد په ټویټر کې د سولې د خبرو په سرعت ټینګار کړی، څو د ده په وینا دا بې معنی جګړه پای ته ورسېږي.
تر دې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند نېډ پرایس په واشنګټن کې د دوشنبې په ورځ خبري غونډې ته د خبرو پر مهال د اختر د درې ورځني اوربند هرکلی وکړ او له طالبانو یې وغوښتل چې دا اوربند وغځوي.
ښاغلي پرایس له طالبانو او افغان مشرانو وغوښتل چې... Читать дальше...
اسراییل په غزه کې هوایي بریدونه کړي دي او فلسطیني وسله والو له دې ګڼ میشتې سیمې تیره شپه توغندي وویشتل.
په غزه کې د فلسطینیانو روغتیایي چارواکي د ماشومانو په ګډون د ۲۴ کسانو د مړینې خبر ورکوي او وایي چې تر سلو ډېر ټپیان شوي دي.
اسراییلي پوځیان وایي، له تېرې شپې راهیسې یو سل او دیرش هدفه په نښه شوي دي او دا بریدونه د شااوخوا دوه سوه توغندیو د برید په ځواب کې ترسره شوي دي چې له غزې د حماس او نورو وسله والو ډلو له لوري د اسراییل په لور ویشتل شوي دي.
اسرائیل وایي چې ۱۵ وسله وال یې وژلي دي،... Читать дальше...
د سې شنبې په ورځ د خوست د ازادۍ مېنې په ساحه کې یو نمونوي دوه پوړیز جومات او د فاتحو سالون له جوړېدو وروسته ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.
دا ډول جوماتونه او د فاتحو سالونونه د افغان ولسمشر په لارښوونه د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې جوړ شوي چې د یوې اوونۍ په موده کې به د ټولو پرانېسته وشي.
چارواکې وايي، جومات په یو وخت کې د ۲ زره لمونځ کوونکو او د فاتحې سالون په یو وخت کې د زرو کسانو ظرفیت لري چې ټول ورباندې ۵۰ میلیونه افغانۍ لګښت شوی دی.
د خوست د حج او اوقافو رئیس مولوي اظهارالدین ازادي راډیو ته وویل،... Читать дальше...
د بښنې نړیوال سازمان یا امنیسټي انټرنيشنل وایي، نن سې شنبه (د غويي ۲۱مه) به په ټوله نړۍ کې د ترکیې د هغې پریکړې پر وړاندې اعتراضونه وشي چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي او ورسره د مبارزې له کنوانسیون څخه یې د وتلو په اړه کړې ده.
د ښځو او د بشري حقونو ډلو له خوا تنظیم شوي دغه اعتراضونه داسې مهال پلان شوي چې نن د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي او له دغه تاوتریخوالي سره د مبارزې د استانبول د کنوانسیون لسمه کلیزه ده.
په هغه بیان کې چې د بښنې نړیوال سازمان یا امنیسټي انټرنیشنل خپور... Читать дальше...
د افغانستان د اقتصاد وزارت وايي چې په وروستیو ۵ میاشتو کې یې شااوخوا ۱۶۲ غیر دولتي موسسو ته چې ۱۵۴ کورنۍ او ۸ بهرنۍ وې د فعالیت جوازونه ورکړي دي.
د دغه وزارت ویاندې نوریې نضهت نن سې شنبه (د غويي ۲۱مه) ازادي راډیو ته وویل په پام کې ده چې دغې موسسې د حکومتوالۍ او عامه خدمتونو، د اقتصادي او کرنیزو چارو، ښوونې او فرهنګ، خوندیتوب او عامه تغذیې په سکتورونو کې یو شمېر پروژې تطبیق کړي دي.
نوموړې زیاتوي، دغو موسسو ته د جواز د ورکولو له درکه دوه میلیونه او ۶۰۹ زره افغانۍ د اقتصاد وزارت پر عوایدو اضافه شوي دي. Читать дальше...
د افغانستان د سوداګرۍ خونو فدارسیون وايي چې په بېلابېلو ولایتونو کې د ګازو او تیلو ټانکرونو د سوځېدو په پېښو کې خصوصي سکتور ته شااوخوا ۲۰۰ میلیونه ډالره زیان رسېدلی.
د سوداګرۍ خونو فدارسیون مرستیال خان جان الکوزي نن سې شنبه (د غويي ۲۱مه) ازادي راډیو ته وویل چې له زیان سربېره په بازار کې د ګازو او تیلو بیې هم لوړې شوي او د مواد کمښت رامنځته شوی.
الکوزي زیاته کړه: "د پانګونې خونې له لوري چې کوم وروستی راپور خپور شوی، د ټولو اور لګېدنو زیان شااو خوا ۲۰۰ میلیونو ډالرو ته رسېږي."
نوموړی زیاتوي، په دې سره د موادو په رسولو کې ځنډ رامنځ ته شوی. Читать дальше...
د کوچني اختر د درې ورځو لپاره د وسله والو طالبانو له لوري د اوربند له اعلان سره سم افغانستان کې تاوتریخوالي لا زور واخیست.
له دې اعلان څخه څو ساعته وروسته، د چارواکو په وینا په زابل کې د ملکي کسانو څخه یو ډک موټر چې پر ماین ور برابر شو لږ تر لږه ۱۱ تنه ملکیان یې ووژل.
نور حال په دې ویډیويي راپور کې وګورئ:
د تخار ولایتي چارواکي وايي چې تېر ماښام په فرخار تنګي سیمه کې د سېلابونو له کبله د څلورو کوچنیانو په ګډون شپږ کسان مړه شوي دي.
د تخار د طبیعي پېښو پر ضد د مبارزې د ادارې مشر فرید نېکپور ازادي راډيو ته وویل چې د دې سېلابونو له کبله لویې لارې هم بندې شوي دي: "د ورسج، فرخار او تالقان ترمنځ لارې بندې دي. د فرخار، تالقان او بدخشان پر لار هم زموږ کار روان دی چې لاره پرانیزي. وسایل سیمې ته استول شوي او د سروې ټیمونه هم په ساحه کې دي."
ښاغلی نېکپور زیاتوي چې دې سېلابونو د اوبو څو کانالونه او پراخې... Читать дальше...
د امریکا د صحي قوانینو ادارې د ۱۲ او ۱۵ کلونو ترمنځ کوچنیانو ته د کووېډ- ۱۹پر ضد د فایزر - بیو اېن ټیک کمپنیو د واکسین د تطبیق اجازه ورکړې.
د امریکا د خوړو او درملو د ادارې 'FDA' سرپرستې کمېشنرې جنیت ووډکوک دا اقدام د کرونا وبا د مخنیوي برخه کې یو مهم ګام بللی.
مېرمن ووډکوک پرون د مې په لسمه نېټه په یو بیان کې وویل چې دا پرمختګ به امریکایانو ته د عادي ژوند د بیا پیل او د دې وبا د پای ته رسېدو حس ورکړي.
په متحدو ایالاتونو کې د کرونا پر ضد د واکسین په شرایطو برابرو په سلو کې ۵۷ وګړو چې شمېر... Читать дальше...
د ناسا هغې ستوربېړۍ چې د یو شهاب یا اسماني تېږې په اړه د څېړنې لپاره فضا ته استول شوې د دې فضايي ګَړنګ له نمونو سره، ځمکې ته د ستنېدو لپاره خپل څه باندې دوه کلن سفر پرون د مې په لسمه نېټه پیل کړ.
اوزیریس رېکس تحقیقاتي سفینه به د بېنو په نوم د اسماني تېږې ټوټې او ګرد له ځان سره راوړي.
د امریکا د فضايي تحقیقاتو د ادارې- ناسا کارپوهان هیله من دي چې د دې موادو د څېړنې په مرسته به د شمسي نظام د ترکیبي عناصرو او ان پر ځمکه د ژوند د پیل په اړه نور معلومات ترلاسه کړي.
د دې شهاب واټن له ځمکې سره... Читать дальше...
د هندوستان کرکټ لوبډله د درېیو يو ورځنيو او درېیو شل اووريزو لوبو لپاره سريلانکا ته ځي.
د سريلانکا د کرکټ بورډ د اداري کمېټې رئيس ارجونا ډيسلوا ویلي دي، دغه لوبې به د ننداره کوونکو په نه شتون کې د کولمبو په پرماداسا لوبغالي کې ترسره شي.
نوموړي زیاته کړې چې يو ورځنۍ لوبې د جولای مياشتې په ۱۳ مه نېټه پيلېږي او دغه شان شل اووريزي لوبې به د همدې مياشتې په ۲۲مه نېټه پيل او تر ۲۷مې نېټې به دوام وکړي.
Спорт в России и мире
Москва
ЦСКА и МФТИ заключил соглашение о сотрудничестве
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
ATP
Теннисист Медведев потеряет место в рейтинге ATP
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
Станислав Кондрашов Telf AG: Китай стремиться к экологически чистому производству
Путин в России и мире
Москва
Санкт-Петербург не смог обойти Москву в рейтинге жизни населения
Лукашенко в Беларуси и мире
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Киев
Зеленский пожаловался, что западная помощь опаздывает
Навальный в России и мире
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Москва
Дмитрий Медведев откроет форум БРИКС с участием 30 стран во Владивостоке
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net