زلمي خلیلزاد د دایمي اوربند غوښتنه کړې ده
![زلمي خلیلزاد د دایمي اوربند غوښتنه کړې ده](https://gdb.rferl.org/72e49c5f-fa3a-4394-b7ca-25d75c81663d_w800_h450.jpg)
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د اختر په درې ورځو کې د اوربند هرکلی کړی او د دایمي اوربند غوښتنه یې کړې ده.
ښاغلي خلیلزاد په ټویټر کې د سولې د خبرو په سرعت ټینګار کړی، څو د ده په وینا دا بې معنی جګړه پای ته ورسېږي.
تر دې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند نېډ پرایس په واشنګټن کې د دوشنبې په ورځ خبري غونډې ته د خبرو پر مهال د اختر د درې ورځني اوربند هرکلی وکړ او له طالبانو یې وغوښتل چې دا اوربند وغځوي.
ښاغلي پرایس له طالبانو او افغان مشرانو وغوښتل چې په جدي توګه د سولې په بهیر کې ښکېل شي، څو په راتلونکي کې افغانان د ترهګرۍ له شره خلاص شي او له بې مفهومه تاوتریخوالي پرته ژوند وکړي.