Мы в Telegram
Добавить новость
123ru.net
Pa.azadiradio.com
Май
2021

Новости за 06.05.2021

د روسیې یوې محکمې د ازادي راډیو د یوې قراردادي خبریالې عریضه رد کړه

Pa.azadiradio.com 

د روسیې د پسکوف ښار یوې محکمې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د قراردادي خبریالې لودمیلا ساویتس کایا هغه اعتراض او عریضه رد کړه چې د بهرنیو اجنټانو په نوم د روسیې د نویو مطبوعاتي مقرراتو په چوکاټ کې یې د خپل نوم د شاملېدو له کبله کړی و. یادې محکمې پرون حکم ورکړ چې د عدلیې وزارت له‌خوا په دې لېست کې د ساویتس کایا د نوم لیکل، قانوني دی.   د مېرمن ساویتس کایا مدافع وکیل به د دې پرېکړې پر ضد یوې بلې لویې محکمې ته مراجعه وکړي. د روسیې د عدلیې وزارت د خارجي اجنټانو په لېست کې د دې خبریالې د نوم لیکلو دلیل نه‌دی په ډاګه کړی.

پاکستان د افغان مسافرو پرمخ د تورخم دروازه وتړله

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان حکومت ویلي چې د تورخم دروازه یې د ۱۵ ورځو لپاره ځکه تړلې چې په پاکستان کې د کووېډ-۱۹ د درېیمې څپې پېښې مخ په ډېرېدو دي. که څه هم یو شمېر خلک له دغه پرېکړې خوښ دي، خو ځینې نور بیا د خپلو کارونو د په ټپه درېدو له امله خواشیني دي. نور په دې ویډیويي راپور کې وګورئ:

د تاجکستان چارواکي: له قرغزستان سره د جګړو له کبله مو ۱۹ وګړي وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د تاجکستان چارواکي وایي له قرغزستان سره په پوله په یوې لانجمنې سیمه کې د جګړو له کبله د دې هېواد ۱۹ وګړي وژل شوي او ۸۷ تنه ټپیان دي.   دا لومړني رسمي ارقام دي چې د تاجکستان د حکومت له‌خوا وړاندې کېږي. د ازادي راډیو خبریال وایي په دې سیمه کې د شخړو له کبله ۲۰ کسان وژل شوي چې ۱۱ یې پوځي کارکوونکي دي. تر دې وړاندې قرغزي چارواکو ویلي وو چې په سرحدي لانجو کې ۳۶ تنه قرغزي وګړي وژل شوي، ۱۸۹ نور ټپیان دي او ۵۸ زره کسان له خپلو کورو څخه وتلو ته اړ شوي دي.



د ننګرهار ځینې مېرمنې: پر لوستو او فعالو کسانو د حملو زیاتېدو ته اندېښنه لرو

Pa.azadiradio.com 

د ننګرهار یو شمېر مېرمنې وایي، د بهرنیو ځواکونو د وتلو له پیل سره په افغانستان کې پر لوستو او فعالو کسانو د حملو پر زیاتېدو اندېښنه لري. دوی بېره لري چې د ښځو فعالیتونه او تېرې ۲۰ کلنې لاسته راوړنې یې له‌منځه لاړې او یا له ننګونو سره مخامخ نه‌شي.  دوی پر نړیواله ټولنه غږ کوي چې د ښځو د حقونو او د تېرو لاسته راوړنو په برخه کې دې پاخه ضمانتونه واخیستل شي څو بیا له ۲۰ کاله پخواني وضعیت سره مخ نه‌شي.  تورپېکۍ اشنا د ننګرهار د ښځو چارو یوه فعاله ده. دا وایي چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتلو... Читать дальше...

افغانستان، د خوړو له کمښت سره مخ د نړۍ درېیو هېوادونو کې شامل شو

Pa.azadiradio.com 

د خوړو له بحران سره د مبارزې نړیوالې شبکې، افغانستان د نړۍ په هغو درېیو هېوادونو کې شمېرلی چې د خوړو له کمښت سره مخ دي.   دغې شبکې په خپل یوه تازه راپور کې لیکلي چې ناامني، د کرونا ویروس خپرېدل او طبیعي پېښې، د خوړو د نه‌خوندیتوب لاملونه دي. د خوړو نړیوال سازمان (دبلیو.اېف.پي) ویلي هڅې کوي چې په روان کال کې د افغانستان له ۱۰ ملیونو بې‌وزلو سره مرستې وکړي. افغانستان کې د دغه سازمان ویاند وحیدالله اماني ویلي چې افغانستان د نړۍ د هغو ۱۰ هېوادونو په لړ کې شامل دی چې د خوړو ډېر لږ خوندیتوب لري.... Читать дальше...

سپېس اېکس بالاخره 'سټارشیپ' توغندی په بریالیتوب سره وازمایه

Pa.azadiradio.com 

سپېس اېکس وتوانېد په پنځم ځل هڅې د سټارشیپ توغندی په بریالیتوب سره وازمایي. دا د هغې فضایي بېړۍ د جوړېدو لپاره یو بل ګام دی چې په پام کې لري سپوږمۍ ته ستورمزلي واستوي.  دغه راکټ چې «SN15» نومول شوی د مې پر پنځمه په تکزاس کې د سپېس اېکس له یوې اډې بوکا چیکا څخه وتوغول شو. دا توغندی وتوانېد په شپږو دقیقو ازمایشي الوتنه کې د شاوخوا ۱۰ کیلومتره مزل ووهي او بېرته په بریالیتوب سره ځمکې ته راشي. د دغه توغندي پخوانۍ څلور ځله هڅې ناکامه شوې وې. وروسته له هغه چې ناسا د سټارشیپ دا راکټ انتخاب کړ چې... Читать дальше...

روغتیايي خدمتونو ته د افغان مېرمنو د لاسرسي په اړه د بشر حقونو څار بنسټ اندېښنه

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د بشر حقونو څار بنسټ (هیومن رایټس واچ)، روغتیايي خدمتونو ته د افغان مېرمنو د لاسرسي په اړه اندېښنه څرګندوي. دغه بنسټ په خپل هغه راپور کې چې د پنجشنبې په ورځ‌یې «۱۴۰۰ کال د غويي ۱۶»  خپور کړی ویلي، د بهرنیو ځواکونو له وتو سره سم په روغتیا برخه کې د نړیوالو بنسټونو د مرستو کموالی روغتیايي خدمتونو ته د مېرمنو لاسرسی کموي او له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته باید نړیوال ډونران دې برخه کې مرستو ته دوام ورکړي. په دغه راپور کې د بشر حقونو څار سازمان د ښځو برخې مسؤلې هیدر بار... Читать дальше...

بلخ کې د ناامنۍ دوام؛ د ځینو ولسوالیو نجونو ښوونځي پرېښي

Pa.azadiradio.com 

په بلخ کې د طالبانو پراخ حضور او د ناامنۍ دوام په یو شمېر ولسوالیو کې نجونې اړ کړي ترڅو ښوونځي پرېږدي. د بلخ د پوهنې ریاست د اطلاعاتو امر روزبین سعادت، ازادي راډیو ته وویل چې د بلخ په پنځو ولسوالیو کې نجونې له شپږم ټولګي وروسته ښوونځي ته له ورتګ منع کېږي.  ښاغلي سعادت وویل چې په چهاربولک، بلخ، چمتال، دولت‌اباد او زارع ولسوالیو کې د ناامنۍ ترڅنګ په ټولنه کې د ناوړه دودونو له امله هم کورنۍ خپلې نجونې ښوونځیو ته نه‌پرېږدي.  هغه وویل چې په دغو ولسوالیو کې ټول‌ټال ۴ تر ۴.۵ زره نجونې هر کال له شپږم ټولګي وروسته له تعلیم څخه بې‌برخې کېږي. Читать дальше...



خلیلزاد: که طالبان وغواړي د زور له لارې واک ته ورسېږي، امریکا به‌یې ونه‌مني

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، که طالبان وغواړي د زور له لارې واک ته ورسېږي، امریکا به‌یې ونه‌مني. ښاغلی خلیلزاد د ازادي راډیو د تاجکستان له څانګې سره په دوشنبه ښار کې په یوې ځانګړې مرکه کې وویل: "هېڅ هېواد چمتو نه‌دی، زموږ له بحثونو دا څرګنده شوه چې هېڅوک د جګړې او زور له لارې حکومت نه‌مني او مشروع‌یې نه‌ګڼي، داسې حکومت به منزوي وي." خلیلزاد زیاته کړه، د امریکا هدف دا دی چې د افغانستان د جګړې دواړه لوري سولې ته د رسېدو لپاره کار وکړي. د ښاغلي خلیلزاد په... Читать дальше...

د ولسي جرګې رییس د المپیک کمېټې مشرتابه او ورزشکاران وستایل

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني د المپیک ملي کمېټې مشرتابه او د ورزشي فدراسیونونو یو شمېر اتلانو ته ستاینلیکونه ورکړل. د المپیک ملي کمېټه وايي چې ښاغلي رحماني د هغوی د اغېزمنو پروګرامونو او ښو کړنو له امله وستایل. دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې افغان لوبغاړي په ملي او نړیوالو لوبو کې ښه ځلېدلي دي.

احمد ولي هوتک: فرانسوی سیال مې کمزوری دی سیالي ورسره نه کوم

Pa.azadiradio.com 

د ازادو مبارزو افغان لوبغاړی احمد ولي هوتک وايي، سیال یې کمزوری دی نو ځکه ورسره سيالي نه کوي. نوموړی دا څرګندونې پر خپل فیسبوک پاڼې لیکلې او ویلي دي: "ټاکل شوې وه چې له يو پېژندل شوي او پياوړي اروپايي سيال سره سيالۍ ولرم په همدې موخه مې روژه په خوله څو برابره زيات زيار و ایسته تمرينات مې وکړل." نوموړي زیاته کړې، خو دا چې مشخص سيال د ستونزو له کبله سفر ته چمتو نه وو نو سازمان يو بل سيال غوره کړ چې څلوېښت سيالۍ يې کړې وې او نسبتاً پياوړى و. خو دی وایي، د خپلو ورزشي مشاورینو په غوښتنه دغه سیالي لغوه کړه. Читать дальше...

نورستان کې لاریون: ډاکټر شته معاش یې نشته، ډاکټر شته درمل یې نشته

Pa.azadiradio.com 

نورستان کې یو شمېر مظاهره چیان په دې پار راوتلي چې د ولایت په روغتیايي مرکزونو کې درمل نشته او روغتیايي کارکوونکو ته یې معاشونه نه ورکول کیږي، دوی وايي دا ستونزې نور د زغملو نه دي. لاریون کوونکي وايي، یو نیم کال کېږي چې روغتیايي مرکزونو ته درمل نه دي لېږل شوي او همدا راز صحي کار کوونکو ته د اوو میاشتو معاشونه نه دي ورکړل شوي . د لاریون یو تن ګډونوال ملک جان محمد وايي: "موږ ولسمشر ته هم وایو چې د خدای لپاره زموږ اواز ولې نه اوري؟ ډاکټر شته دوا نشته، ډاکټر شته تعمیر نشته، ډاکټر شته امبولانس نشته... Читать дальше...

بلېنکن اوکراین سره د واشنګټن ژمنې بیا تکرار کړې

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن کییف ته د سفر پر مهال د اوکراین د ملي حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او خپلواکۍ برخه کې د واشنګټن ژمنې بیا تکرار کړې. دا د ولسمشر جوبایډن د ادارې لومړنی لوړپوړی چارواکی دی چې کییف ته سفر کوي. بلېنکن نن پنجشنبه (د غويي ۱۶مه) د اوکراین د بهرنیو چارو له وزیر دیمتري کولیبا سره ولیدل. په داسې حال کې چې د اوکراین او روسیې ترمنځ تاوتریخوالی ډېر شوی، اوکراین ته د بلېنکن دا یو ورځنی سفر له دې هېواده د امریکا د ملاتړ قوي پیغام رسوي. د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي... Читать дальше...

د طلوع‌نیوز ټلوېزیون پخوانی ویاند او د مالیې وزارت د خپرونو امر نعمت روان ووژل شو

Pa.azadiradio.com 

د طلوع‌نیوز خصوصي ټلوېزیون پخوانی ویاند او د مالیې وزارت د خپرونو اوسنی امر نعمت روان نن پنجشنبه (د غويي ۱۶مه) سهار په کندهار ولایت کې د ناپېژانده وسله‌والو له‌خوا په ډزو ووژل شو. د افغانستان د رسنیو د مرکز رئیس دوا خان مینه‌پال ازادي راډیو سره په خبرو کې د نعمت روان وژنه تأکید کړه او دا یې د هېواد او خلکو د دښمنانو کار وباله. ښاغلي مینه‌پال زیاته کړه: "نعمت روان نن د کندهار ښار په ۱۴مه ناحیه کې د دوو موټرسایکل سپرو له‌خوا په ډزو ووژل شو، جسد یې اوس د کندهار په روغتون کې دی." د کندهار د... Читать дальше...

بلخ کې د 'مایک سپېن' کمپ مسوولیت افغان ځواکونو ته وسپارل شو

Pa.azadiradio.com 

د مایک سپېن کمپ په بلخ کې د مارمل لوی کمپ په یوه برخه کې موقعیت لري چې تر دې پخوا د جرمني ځواکونو له خوا اداره کېده. د دغه کمپ کیلۍ تېره ورځ په شمال زون کې د غوڅ ملاتړ ځواکونو د قوماندان جنرال مایر له خوا د شاهین قول اردو مشر جنرال مصطفی وردک ته وسپارل شوه. په مارمل کمپ کې په مجموعي توګه ۹۴۰ جرمني ځواکونه دېره دي. دغه ځواکونه له ۲۰۱۴ میلادي کال راهیسې په شمال زون کې د شاهین قول اردو د ځواکونو د تجهیز، روزنې او مشورې چارې پر مخ بیايي. په هغه خبر پاڼه کې چې د شاهین قول اردو له لوري رسنیو ته... Читать дальше...

افغان چارواکي: ۱۷ ولایتونو کې سیلابونو ۵۴ تنه مړه کړي او ګڼ زیانونه یې اړولي

Pa.azadiradio.com 

تېرو څو ورځو کې سیلابونو ګڼ شمېر ولایتونو کې خلک زیانمن کړي چې یو له هغو نورستان دی. د دې ولایت د دواب ولسوالۍ قومي مشر میراجان وایي، سیمه کې یې د تېرې ورځې سیلابونو څو خپلوان مړه کړي او ګڼ مالي زیانونه یې هم ور اړولي دي. نوموړی زیاتوي: "پرون پېښه کې دوه درې لوی پلونه اوبو وړي، باغونه یې هم ویجار کړي او پر پله چې هغه مهال یو کس ولاړ و هغه یې هم وړی دی." ‎دغه قومي مشر په داسې حال کې د سېلابونو د زیانونو خبره کوي چې د افغانستان د طبیعي پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزارت وایي،  تېرو پنځو... Читать дальше...

'جي۷'سرمشریزه: افغانستان سره زموږ مرستې د سولې د خبرو په پرمختګ پورې نغښتې دي

Pa.azadiradio.com 

که څه هم په افغانستان کې جګړه ورځ تر بلې پراخېږي، د نړۍ د پرمختللي اقتصاد لرونکو ۷ هېوادونو یا 'جي ۷' افغانستان سره خپلې پراختیايي مرستې د سولې یو بریالي پړاو ته د مذاکراتو په رسېدو پورې تړلي بللي. کاناډا، فرانسه، جرمني، ایټالیا، جاپان، بریتانیا او امریکا په یوه ګډه اعلامیه کې له افغانستان سره د مرستو دوام د ۲۰۲۰ میلادي کال د جینوا کنفرانس پر مهال د شوېو ژمنو د عملي کېدو پورې تړلی او زیاتوي، له خپلو مرستو به افغانانو سره د هغوی د هیلو د رسېدو برخه کې ګټه واخلي. په ۲۰۲۰ میلاډي کال کې د جینوا کنفرانس... Читать дальше...

نامعلومو وسله والو کندهار کې خبریال نعمت روان وژلی دی

Pa.azadiradio.com 

د طلوع د خصوصي ټلوېزیون پخوانی ویاند او اوس د مالېې وزارت د خپرونو امر نعمت روان نن پنجشنبه (د غويي ۱۶مه) سهار په کندهار ولایت کې د ناپېژاندو وسله والو له خوا په ډزو ووژل شو. د افغانستان د رسنیو د مرکز رییس دواخان مینه پال ازادي راډیو سره په خبرو کې د نعمت روان وژنه تاکید کړه او دا ېې د هېواد او خلکو د دښمنانو کار وباله. ښاغلي مینه پال زیاته کړه: "نعمت روان نن د کندهار ښار په ۱۴ ناحیه کې د دوو موټر سایکل سپرو له خوا په ډزو ووژل شو، جسد اوس د کندهارپه روغتون کې دی." د مالېي وزارت د خپرونو... Читать дальше...

کندز کې د تحسین ولي د اوړو فابریکه په ټپه ولاړه مسوولین یې پر حکومت د مرستې غږ کوي

Pa.azadiradio.com 

کندز کې د اوړو د تولید د یوې فابریکي مسوولان وايي، د غنمو نشتوالی، د برېښنا لوړ لګښت، د حکومت نه پاملرنه او له بهرنیو هېوادونو افغانستان ته د اوړو واردولو د دوی کار او فعالیت زیانمن کړی دی. دوی وايي، که حکومت دوی ته ځینې اسانتیاوې برابرې نه کړي نو فابریکه به یې وتړل شي او سلګونه هغه کسان به بې کاره شي چې دې فابریکه کې کار کوي. دا فابریکه د تحسین ولي په نوم ده، مسوول یې شفیع الله فاتح وايي کابو له یوه کال راهیسې یې فابریکه د غنمو د نشتوالي له امله فعالیت نه لري، دی غواړي دولت دې د قزاقي اوړو پر... Читать дальше...


Музыкальные новости
Концерт

Концерт волынщиков в музее П.И. Чайковского





Персональные новости
Сбер

Цифра дня: сколько диагнозов поставил ИИ-помощник для врачей от Сбера





امریکا غواړي د کرونا واکسین د جوړېدو اجازه نورو کمپنیو ته ورکړي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا متحد ایالاتونه غواړي چې د کرونا واکسین د جوړېدو اجازه نورو کمپنیو ته ورکړي، څو د دې وبا مخه ژر تر ژره ونیول شي، خو دا اقدام یوه لور ته ستایل شوی او بل لور ته له اندېښنو سره مل شوی.  پرېکړې ته ستاینې د بایډن ادارې اعلان وکړ چې نورو ته د کووېډ-۱۹ ناروغۍ د امریکایي واکسین د جوړېدو اجازې د ورکړې ملاتړ کوي، څو په نړۍ کې د کرونا وبا مخه ژر تر ژره ونیول شي.  د متحد ایالاتونو د سوداګرۍ د برخې استازې کاترینا تای د دې اجازې په اړه د حکومت دریځ په یوه بیان کې پرون څرګند کړ چې د سوداګرۍ له نړیوال... Читать дальше...

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت ۱۵۸ پروژو تړونونه لاسلیک کړي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کلیو بیارغونې او پراختیا سرپرست وزیر په لسو ولایتونو کې له یو میلیارډ زیاتو افغانیو په ارزښت له پرمختیایي شوراګانو سره د ۱۵۸ پروژو تړونونونه لاسلیک کړل. د دغه وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د دې پروژو له ډلې مهمې یې د کندهار په ارغنداب سیمه کې د جنګ له امله د رامنځته شوېو ورانیو د بیارغونې ۱۳۸ رغنیزې پروژې دي چې ۸۱۰ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي. اعلامیه زیاتوي چې۲۰۰ میلیونه افغانیو په ارزښت ۲۰ نورې پروژې به د هېواد په ۹ ولایتونو کې چې بادغیس، فراه، غزني، جوزجان، کونړ، نورستان، ننګرهار، تخار او زابل کې پلې شي. Читать дальше...

امریکا د کرونا واکسینونو د تولید لپاره د معنوي مالکیت له حقه تیریږي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د ولسمشر جو بایډن ادارې پرون چهارشنبې (د غويي ۱۵مه) اعلان وکړ چې د کووېډ – ۱۹ ضد واکسینونو د تولید لپاره د معنوي مالکیت د حق له خوندیتوبه تیریږي، څو د کرونا وبا پر وړاندې هڅې ګړندۍ شي. د سوداګرۍ لپاره د امریکا استازې کاترین تای Katherine Tai په یوه بیان کې د واشنګټن دغه دریځ داسې مهال اعلان کړ چې د نړیوالې سوداګرۍ ټولنه د نړیوالۍ سوداګرۍ د قوانینو د نرمېدو په اړه خبرې کوي، څو ډېر هېوادونه وکولی شي چې د ژوند ژغورلو واکسینونه تولید کړي. تای وویل، اداره یې له معنوي مالکیت څخه په قوي ملاتړ... Читать дальше...

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت کرنیز پورونه منظور کړل

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي چې د ٣٤٤ میلیونه افغانیو په ارزښت یې کرنیز پورونه منظور کړي دي. د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن پنجشنبه (د غويي ۱۶مه) ازادي راډيو ته وویل، دغه پورونه په څلورو برخو کې ورکول کېږي. په دې پورونو د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې  کوپراتیفونو،  د وریجو د پروسس یوه فابریکه، د اوړو د جوړولو یوه فابریکه او دغه شان د کارتن جوړولو یوه فابریکې جوړیږي. ښاغلی رستمي وايي چې  دا پورونه د کرنې د پراختیا صندوق له خوا چې یو مالي دولتي غیر بانکي بنسټ دی او د یاد وزارت تر چتر لاندې فعالیت کوي، ورکول کېږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د اوکراین پلازمېنې کییف ته ورسېد

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د اوکراین پلازمېنې کییف ته ورسېد. نوموړی به په دغه یوه ورځني سفر کې د دې ترڅنګ چې له ګاونډ روسیې سره په راپورته شوي کړکېچ کې د اوکراین قوي ملاتړ په ډاګه کړي، دغه راز به کییف ته د فساد پر وړاندې د مبارزې په اړه د واشنګټن پیغام هم ورسوي.    بلېنکن پرون چهارشنبې (د غويي ۱۵مه) په یوه ټویټ کې وویل، دغه سفر به یو مهم فرصت وي چې د روسیې د یرغل په اړه خبرې وکړي او هم پر دې مسئلې ټینګار وشي چې اړتیا ده زموږ اوکراینی شریک اصلاحاتو ته دوام ورکړي.   بلېنکن به... Читать дальше...

فوټبال؛ چلسي لوبډله د اروپا د اتلانو جام فاینل ته ووته

Pa.azadiradio.com 

د انګلستان د چلسي د فوتبال ټیم خپل هسپانوي رقیب ریال مادرېد ته ماته ورکړه او د اروپا د اتلانو جام فاینل ته ووت. لوبه تیره شپه په لندن کې ترسره شوه او چلسي دوه د صفر په مقابل کې ریال مادرېد ته ماتې ورکړه. تېره اوونۍ دواړو ټیمونو لوبه یو-یو مساوي کړې وه. وړمه ورځ مانچسټر سیټي د پاریس سنت جرمن لوبډلې ته دوه د صفر په مقابل کې ماته ورکړې او د اروپا د فوتبال جام فاینل ته ووتلی و. د اروپا د اتلانو د جام وروستۍ یا فاینل لوبه به د روانې مې میاشتې په ۲۹مه په استانبول کې د مانچسټر سیټي او چلسي لوبډلو ترمنځ ترسره شي.

Спорт в России и мире
Москва

Клиенты СберСтрахования стали в 1,5 раза чаще приобретать страховки для бегунов


Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса
Людмила Самсонова

Самсонова победила Фернандес и вышла в третий круг турнира в Страсбурге


Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире
Москва

Забирает энергию, наводит порчу, вызывает слепоту: почему нельзя смотреть на северное сияние





Путин в России и мире
Москва

Король Бахрейна прибыл с миром // Он обсудит с Владимиром Путиным арабский план по Газе


Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.





Зеленский в Украине и мире
Киев

Зеленский объяснил, почему не хочет приглашать РФ на «саммит мира»


Навальный в России и мире


Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...



Сергей Шнуров

Бизнесвумен Матильда Шнурова снялась без одежды в США



Москва

Суд постановил! Экс-фигурант дела Давидыча должен выплатить блогеру 7 миллионов рублей?

Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net