د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت ۱۵۸ پروژو تړونونه لاسلیک کړي
د افغانستان د کلیو بیارغونې او پراختیا سرپرست وزیر په لسو ولایتونو کې له یو میلیارډ زیاتو افغانیو په ارزښت له پرمختیایي شوراګانو سره د ۱۵۸ پروژو تړونونونه لاسلیک کړل.
د دغه وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د دې پروژو له ډلې مهمې یې د کندهار په ارغنداب سیمه کې د جنګ له امله د رامنځته شوېو ورانیو د بیارغونې ۱۳۸ رغنیزې پروژې دي چې ۸۱۰ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي.
اعلامیه زیاتوي چې۲۰۰ میلیونه افغانیو په ارزښت ۲۰ نورې پروژې به د هېواد په ۹ ولایتونو کې چې بادغیس، فراه، غزني، جوزجان، کونړ، نورستان، ننګرهار، تخار او زابل کې پلې شي.
دغو پروژو کې د محافظتي او استنادي دیوالونو، د کرنیزو کانالونو، بولډر دیوالونو ، کاریزونو او سولر پمپونو جوړول راځي.