د هندوستان کرکټ لوبډله سريلانکا ته ځي
د هندوستان کرکټ لوبډله د درېیو يو ورځنيو او درېیو شل اووريزو لوبو لپاره سريلانکا ته ځي.
د سريلانکا د کرکټ بورډ د اداري کمېټې رئيس ارجونا ډيسلوا ویلي دي، دغه لوبې به د ننداره کوونکو په نه شتون کې د کولمبو په پرماداسا لوبغالي کې ترسره شي.
نوموړي زیاته کړې چې يو ورځنۍ لوبې د جولای مياشتې په ۱۳ مه نېټه پيلېږي او دغه شان شل اووريزي لوبې به د همدې مياشتې په ۲۲مه نېټه پيل او تر ۲۷مې نېټې به دوام وکړي.