خوست والي: دې اوونۍ کې زر جوړ شوي جوماتونه پرانیستل کېږي
![خوست والي: دې اوونۍ کې زر جوړ شوي جوماتونه پرانیستل کېږي](https://gdb.rferl.org/7dff1ce3-c2d6-4837-8a46-491f2eba75cc_w800_h450.jpg)
د سې شنبې په ورځ د خوست د ازادۍ مېنې په ساحه کې یو نمونوي دوه پوړیز جومات او د فاتحو سالون له جوړېدو وروسته ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.
دا ډول جوماتونه او د فاتحو سالونونه د افغان ولسمشر په لارښوونه د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې جوړ شوي چې د یوې اوونۍ په موده کې به د ټولو پرانېسته وشي.
چارواکې وايي، جومات په یو وخت کې د ۲ زره لمونځ کوونکو او د فاتحې سالون په یو وخت کې د زرو کسانو ظرفیت لري چې ټول ورباندې ۵۰ میلیونه افغانۍ لګښت شوی دی.
د خوست د حج او اوقافو رئیس مولوي اظهارالدین ازادي راډیو ته وویل، دا ډول جوماتونه او د فاتحې سالونه چې ټول په یو ډیزاین جوړ شوي، د ولسمشر غني داسې اقدام وو چې له دې مخکې کوم ولسمشر نه وو کړی.
نوموړي له ولسمشر غني مننه وکړه چې په هېواد کې يې دیني اړخ ته پاملرنه ډېره کړې او دا اړخ يې قوي کړی دی.
د جومات او فاتحې سالون د پرانیستې په مراسمو کې خوست والي مهمند کټوازي وویل، په دې اوونۍ کې د افغان حکومت له خوا جوړ شوي زر جوماتونه پرانیستل کیږي.
دده په وینا، په دې سره به په دې ځای کې خلکو ته په یو ښه چاپیریال کې د عبادت کولو او فاتحې اخیستلو زمینه برابره وي.
د خوست دیني علماء دیني سپيڅلتیاوو ته پاملرنه د حکومت او ولس تر منځ د اړیکو او باور په ډېریدو کې اغېزمن بولي.
د علماوو شورا رئیس مولوي شاه محمد محمدي وايي، حکومت د هېواد په کچه د زرو جوماتونو د جوړولو په دې اقدام سره وښوده چې علماوو، دیني مراکزو او د خپلو وطنوالو دیني سپيڅلتیاوو ته پوره درناوی لري: "دا چې دولت دا مرکزونه جوړ کړل ويې ښوده چې دا اسلامي دولت دی، اسلام ته، دیني مقدساتو ته، علماوو ته او دیني مراکزو ته دوی احترام لري، خپله دا کار د دولت او ولس په منځ کې د ملي یووالي، اسلامي روحیې قوي کولو لپاره دېر ښه او مناسب کارونه وو، چې ترسره شول."
د افغانستان د یو شمېر نورو سیمو په شان په خوست کې هم د لږ شمېر راجسټر شویو جوماتونو او دیني مرکزونو پرته زرګونه جوماتونه او سلګونه مدرسې، ملا امامان، زده کوونکي او طالب العمان يې ثبت او راجسټر نه دي.
کارونو ته د جذب لپاره د طالب العمانو د تعلیمي اسنادو ارزیابي او د هغوی درجه بندي تر اوسه هم حکومت لپاره له مهمو ستونزو څخه ګڼل کیږي.