د افغانستان کرکټ بورډ 'انټر اکاډمیو' سیالۍ پيلوي
د افغانستان کرکټ بورډ او شخصي کرکټ روزنځایونو له ۱۶ کلونو نه د کم عمره لوبډلو ترمنځ 'انټر اکاډمیو' سیالۍ پيلوي.
د افغانستان کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک نن سې شنبه (د غويي ۲۱مه) ازادي راډيو ته وویل چې دغه۴۰ او۵۰ اووریزې سیالۍ به په کابل او ولایتونو کې د جون میاشتې له لومړۍ نېټې پېل او پنځلس ورځې به دوام وکړي.
ښاغلی هوتک زیاتوي، هغه شخصي اکاډمیانې یا روزنځایونه چې د کرکټ بورډ رسمي جواز ونه لري، په یادو سیالیو کې ګډون نه شي کولی.
د یادونې وړ ده چې تېر کال هم ورته سیالۍ ترسره شوې وې.