تخار چارواکي: سیلابونو د ۴ کوچنیانو په ګډون ۶ کسان مړه کړي
د تخار ولایتي چارواکي وايي چې تېر ماښام په فرخار تنګي سیمه کې د سېلابونو له کبله د څلورو کوچنیانو په ګډون شپږ کسان مړه شوي دي.
د تخار د طبیعي پېښو پر ضد د مبارزې د ادارې مشر فرید نېکپور ازادي راډيو ته وویل چې د دې سېلابونو له کبله لویې لارې هم بندې شوي دي: "د ورسج، فرخار او تالقان ترمنځ لارې بندې دي. د فرخار، تالقان او بدخشان پر لار هم زموږ کار روان دی چې لاره پرانیزي. وسایل سیمې ته استول شوي او د سروې ټیمونه هم په ساحه کې دي."
ښاغلی نېکپور زیاتوي چې دې سېلابونو د اوبو څو کانالونه او پراخې کرنیزې ځمکې له منځه وړي او د فرخار تنګي په شاخان سیمه کې یې یو پُل هم ویجاړ کړی دی.