لوګر چارواکي: افغان سرتیرو لس طالبان وژلي او ۴ نور ژوبل دي
د لوګر ولایت امنیتي چارواکي وايي، تېره شپه ددې ولایت مرکز ته څېرمه لس وسله وال طالبان وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.
د لوګر د پولیسو ویاند ګل حیدر احمدي وایي"تېره شپه د افغان ځواکونو په خپل هوایي برید کې هغه وسله وال په نښه کړل چې غوښتل یې د مرکز پل علم اړوند پر امنیتي پوستو بریدونه وکړي چې په پایله کې ۶ وسله وال طالبان ووژل شول او درې نور ټپیان شول."
احمدي همداراز زیاتوي چې تېره ورځ د مرکز اړوند سیمه کې په وسله والو طالبانو خپل ماین چاودلی چې له امله یې درې تنه وژل شوي او یو تن یې ټپي شوی دی.
وسله والو طالبانو که څه هم تر اوسه د دې دواړو پېښو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي، خو پر ټوېټر یې له افغان لوري ور اوښتي تلفات ناسم بللي.
دا په داسې حال کې ده چې له تېرو څو اوونیو راهیسې د لوګر په مرکز او ولسوالیو کې هدفي وژنو او جګړو زرو اخېستی چې په وروستي برید کې چې تېر مازدیګر وشو، د پل علم ښار د لومړۍ حوزې اوسنی او پخوانی دواړه امرین ووژل شول او دوه سرتیري ټپیان شول.