د هند په یوه روغتون کې اور لګېدنې ۱۸ کسان مړه کړي
![د هند په یوه روغتون کې اور لګېدنې ۱۸ کسان مړه کړي](https://gdb.rferl.org/D9421BC3-A5FF-4D77-A803-B906A8AF764B_w800_h450.jpg)
د هند په لویدیځ کې د ګجرات ایالت په یوه روغتون کې د اورلګیدو له امله د کووېډ-۱۹ لږ تر لږه شپاړس ناروغان او دوه روغتیاپالان مړه شوي دي.
هندي چارواکو وویل چې دا اور په سیمه ېیز وخت د شپې یوه بجه ولګید.
د پولیسو یوه سیمه ییز چارواکي فرانس پریس اژانس ته وویل چې له لومړنیو څیړنو ښکارې چې د برېښنا د مزیو د شارټي له امله دا پېښه رامنځته شوې وي.