بریتانیا د روسیې د ناسمو اطلاعاتو د خپرولو مخنیوي لپاره نړیوالې هڅې غواړي
![بریتانیا د روسیې د ناسمو اطلاعاتو د خپرولو مخنیوي لپاره نړیوالې هڅې غواړي](https://gdb.rferl.org/A54B5E31-8CBE-479C-9A42-CB5D2A35538C_w800_h450.jpg)
د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر وايي، هېواد بهیې د روسیې د تبلیغاتو او ناسمو اطلاعاتو د خپرولو د مخنیوي لپاره د نړیوالو هڅو غوښتنه وکړي.
ډامنیک راب به سر له نن څخه تر راروانې چهارشنبې د «G-7» یا اوو لویو صنعتي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې کوربه وي.
دا به په تېرو دوو کلونو کې د دغو شتمنو هېوادونو لومړۍ حضوري غونډه وي او داسې مهال جوړېږي چې له روسیې سره کړکېچ د خبرو د اجنډا په سر کې دی.
د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډامنیک راب پرون د دې غونډې په درشل کې خبریالانو ته وویل: "بریتانیا به له G-7 هېوادونو وغواړي چې د روسیې د درواغو، پروپاګند یا هم غلطو خبرونو پر خلاف «د تکذیب یو چټک مېکانیزم» رامنځته کړي."
د اوو لویو صنعتي هېوادونو په ډله کې بریتانیا، د امریکا متحده ایالات، کاناډا، فرانسه، جرمني، ایټالیا او جاپان شامل دي.
بریتانیا په ضمن کې د استرالیا، هندوستان، جنوبي کوریا او جنوبي افریقا استازو ته هم په ځینو غونډو کې د ګډون بلنه ورکړې ده.