حسن روحاني د ایران د مرکزي بانک رئیس ګوښه کړ
د ایران ولسمشر حسن روحاني د دغه هېواد د مرکزي بانک رئیس عبدالناصر همتي ګوښه کړی دی.
همتي د ولسمشرۍ ټاکنو کاندید دی.
روېټرز لیکلي چې روحاني همتي ته په خطاب کې ویلي: "که ټاکنو ته درېږې په مرکزي بانک کې نهشې پاتې کېدای ځکه ستا حضور د پيسو په پالېسۍ او د تبادلې په رېټونو اغېز پرېباسي."
همتي د روحاني پرېکړه منلې ده.
عبدالناصر همتي د هغو اووه تنو له ډلې دی چې د ایران ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د کاندیدانو په توګه د نګهبان شورا لهخوا تأیید شوي.