د بلاروس د اپورېسیون مشرې د لوکاشینکا له مخالفانو سره د نړۍ د ملاتړ هرکلی وکړ
![د بلاروس د اپورېسیون مشرې د لوکاشینکا له مخالفانو سره د نړۍ د ملاتړ هرکلی وکړ](https://gdb.rferl.org/22334d78-2bf9-4667-a5ff-ed98351c1f8a_cx0_cy14_cw0_w800_h450.jpg)
د بلاروس حکومت مخالفې سويتلانا تیخانوفسکایا وروسته له هغه چې دې هېواد د یوه خبریال د نیولو په خاطر د یوې الوتکې مخه ونیوله، د حکومت له مخالفانو سره د نړۍ د ملاتړ هرکلی کړی دی.
مېرمن تیخانوفسکایا په ویلنیاس کې د شنبې په ورځ خبريالانو ته وویل چې په لتوانیا او ټوله نړۍ کې د خلکو له ملاتړه ډېره خوشحاله ده.
دې وروسته پر ټويټر هم په دې اړه ولیکل. دې د خپل مېړه د نیول کېدو پر لومړۍ کالیزه لاریون جوړ کړی. د دې مېړه سیارهې تیخانوفسکایا مشهوره بلاګر دی چې غوښتل یې د بلاروس د زورواکي مشر الکساندر لوکاشینکا پر وړاندې د ۲۰۲۰م کال د اګسټ په انتخاباتو کې کاندید شي، خو پولیسو دی تر انتخاباتو مخکې ونیوه.
دی اوس هم په زندان کې دی او په انتخاباتو کې د ګډون په خاطر له نور بند سره مخامخ دی.
په ویلنیاس کې د ملاتړ په خاطر په کیف او وارسا کې هم لاریونونه وشول.
په دغو ښارونو کې د بلاروسي خبریال رامان پراتاسیویچ مور او پلار خبرې وکړې. پراتاسیویچ او د ده ملګرې د مې په ۲۳مه نېټه د الوتکې تر مخنیوي وروسته ونیول شول.
د رامان مور ناتالیا لاریون کوونکو ته وویل: "زه د اروپايي ټولنې له هېوادونو او امریکا غواړم چې د رامان او سوفیه په راخوشې کولو کې دې مرسته وکړي."
پراتاسیویچ ۲۶ کلن دی او د عامه نظم د اخلال له تور سره مخامخ دی. په دې تور دی تر ۱۵ کلونو پورې په بند محکومېدای شي.
د رسنیو د ازادۍ ائتلاف غړو د شنبې په ورځ د مې په ۲۹مه نېټه په یوه اعلامیه کې د الوتکې د مخنیوي او پراتاسیویچ د توقیف اقدام غندلی دی.
په دې اعلامیه کې راغلي چې په بلاروس کې د خپلواکو غږونو د چپ کولو په هڅو کې دا ډول اقدامات اندېښمنوونکي دي.
دا اعلامیه د ۲۱ هېوادونو حکومتونو هم لاسلیک کړې ده او له مخې یې په بلاروس کې ۴۰۰ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي د اګسټ د نهمې له انتخاباتو سره په تړاو له یو نه یو ډول ځپنې سره مخامخ شوي دي.
د رسنیو د ازادۍ ائتلاف ادارې غوښتي چې پراتاسیویچ دې پرته له شرطه له نورو خبریالانو او رسنیو له کارکوونکو سره یوځای ژر تر ژره راخوشې شي.
امریکا د لوکاشینکا د دې اقدام په خاطر چې د پرواز پر مهالیې د ریان ایر الوتکې مخه ونیوله، اضافي بندیزونه لګولي او د اروپايي ټولنې هېوادونو د جدي بندیزونو تهدید کړی دی.
لوکاشینکا د تېرې جمعې په ورځ د مې میاشتې په ۲۸مه په سوچي کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره ولیدل. ده ویلي چې د الوتکې د مخنیوي پېښې ته د لوېدیځ هېوادونو غبرګون احساساتي دی.