د دوستم پلویان: د فاریاب د نوي والي په توګه د محمدداوود ټاکنه نه منو
![د دوستم پلویان: د فاریاب د نوي والي په توګه د محمدداوود ټاکنه نه منو](https://gdb.rferl.org/db6a3822-4fba-4a55-b84f-19c73f78ba74_w800_h450.jpg)
د عبدالرشید دوستم په مشرۍ د ملي اسلامي جنبش ګوند لسګونه پلویانو نن شنبه (د غويي ۲۵مه) د فاریاب لپاره د نوي والي د ټاکلو په غبرګون کې د ولایت د ودانۍ دروازه بنده کړه.
مظاهره چیانو چې د والي د دفتر مخې ته یې د پرلت خېمې وهلي، خبرداری ورکړی چې خپل اعتراض ته به تر هغه دوام ورکړي چې غوښتنې یې ومنل شي.
دوی وايي چې د فاریاب د نوي والي په توګه د محمدداوود ټاکنه نه مني.
اعتراض کوونکي همدا راز وايي چې په پام کې وه نن ښاغلی داوود خپلې دندې ته حاضر شي خو الوتکې ته یې د کېناستو اجازه ورنه کړل شوه.
دولتي چارواکو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.