بلاروس د نجونو د بایسکل چلولو د سیالیو له کوربهتوبه محروم کړای شو
بلاروس په اروپا کې د راتلونکې میاشت د نجونو د بایسکل چلولو د اتلولۍ مسابقو له کوربه توب محروم کړای شو.
دغه اقدام په منسک کې د بلاروس له خوا د یوې مسافر وړونکې الوتکې د جبري کښته کولو، د یوه منتقد خبریال او د هغه د ملګرې د نیولو په عکس العمل کې وشو.
د اروپا د بایسکل چلولو اتحادیې پرون پنجشنبه (د غبرګولي ۶مه) په یوه اعلامیه کې وویل، اوسنیو نړیوالو شرایطو ته په پام سره، د دې اتحادیې مدیره هیئت پرېکړه وکړه، د جون میاشتې له ۲۳ مې تر ۲۷ مې د اروپا د بایسکل چلولو د اتلولۍ هغه مسابقې چې په منسک کې پلان شوې وې، لغوه کړي.
د لیتوانیا دولت په اروپا کې د سږکال د بایسکل چلولو د اتلولۍ مسابقو د کوربه توب وړاندیز کړی دی.
د اروپا د بایسکل چلولو اتحادیې د دې وړاندیز هرکلی کړی دی.