د کونړ د والي د موټرو پر کاروان په بمي حمله کې دوه تنه ژوبل شول.
د کونړ والي اقبال سعید پرون پنجشنبه (د غبرګولي ۶مه) له دې پېښې وروسته په یوه ویدیويي پیغام کې وویل چې ده ته زیان نه دی اوښتی: "د سړک د غاړې بم زموږ د موټرو پر کاروان وچاودول شو او دوه تنه یې چې یو یې زما سکرتر او بل ساتونکی دی، ژوبل شول. الحمدالله نور موږ ته خیریت دی."
دا پېښه تېر مازدیګر د ننګرهار ولایت په شاه برهان سیمه کې هغه مهال وشوه چې د کونړ والي له جلال اباده اسعداباد ته روان و.
تردې څو ساعته مخکې پرون سهار د ننګرهار... Читать дальше...
د افغانستان د حج او اوقاف وزارت وايي، د مصر لوی مفتي 'شاوکي ابراهیم عبدالکریم اعلام' په افغانستان کې د سولې په اړه فتوا صادره کړې ده.
د دغه وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې د مصر د ستر مفتي له قوله راغلي چې سوله د اسلام یو مهم اصل دی، خو په افغانستان کې سولې ته له دې سره سره لږ پام شوی چې په خپله اسلام سولې ته وايي.
ده همدا راز ویلي چې په اسلام کې د انسانانو د خوندیتوب لپاره د ګڼو مقرراتو یادونه شوې او همدا دلیل دی چې اسلام پر نورو حمله، د نورو روغتیا ته خطر پېښول او یا د نورو بېرول منع کړي دي. Читать дальше...
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د نړیوالو ځواکونو د وتلو له کبله به افغانستان په نړۍ کې منزوي نه شي.
ښاغلي غني دا خبره پرون پنجشنبه(د غبرګولي ۶مه) مازدیګر د لوړو او تخنیکي زده کړو د یو شمېر پروژو په پرانیستونکې غونډه کې وکړه.
نوموړي وویل: "نړیوال ځواکونه په عزت او احترام وځي، افغانستان نه منزوي کېږي. د سیمه ییزو او نړیوالو اړیکو نوی باب پیلېږي."
له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو د وتلو بهیر د مې له لومړۍ نېټې یعنې له څه کم یوې میاشتې راهیسې پیل شوی او د سېپټمبر تر یوولسمې به بشپړ شي.
په کابل کې د امریکا سفارت وايي، د امریکا متحد ایالاتونه له افغانستان سره پوره ژمن پاتې کېږي او مرستو ته دوام ورکوي.
د امریکا سفارت پرون پنجشنبه (د غبرګولي ۶مه) په یوه خبرپاڼه کې همدا راز ویلي چې امریکا د افغانستان په وړاندې پر خپلو ژمنو د درېدو ترڅنګ د دې هېواد دیپلوماتیک او اقتصادي ملاتړ کوي.
سفارت دا هم ویلي چې د امریکا او افغانستان مشارکت به دوامدار وي.
د جرمني د نړیوالې پراختیا اداره 'GTZ' غواړي چې له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته هم په دې هېواد کې خپل فعالیت ته دوام ورکړي.
د جرمني د خبري اژانس د راپور له مخې د دې ادارې یوه ویاند ویلي چې 'جي.ټي.زیډ' په سختو شرایطو کې هم په افغانستان کې فعالیت کولی شي.
په افغانستان کې د جرمني له 'جي.ټي.زیډ' ادارې سره نژدې زر تنه کار کوي.
دا اداره د جرمني د حکومت په استازولۍ انکشافي پروژې اجرا کوي.
کانورسېشن
کانورسېشن خپرونه په کابل کې د استرالیا د سفارت د تړلو مسئله څېړلې ده او لیکي د دې سربېره چې د استرالیا پوځیانو تقریباً تېرې دوه لسیزې بشپړې په افغانستان کې تېرې کړې دي، خو د سې شنبې په ورځ چې د استرالیا د ائتلافي ګوندونو غونډه وه، یوازې یوه ګوند دا پوښتنه وکړه چې ولې خپل سفارت په کابل کې بند کړو.
تمه ده چې دا سفارت سر له ننه وتړل شي. د استرالیا اپوزېسیون ډلې له دې پرېکړې سره مخالفت کړی دی او وایي چې له دې سره به په افغانستان کې د استرالیا پرمختیایي همکارۍ ټکنۍ شي.
د استرالیا اپوزېسیون... Читать дальше...
د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د لویې کمېشنرۍ مرستیال پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې له افغان کډوالو او کورنیو بې ځایه شوېو سره په پراخ زړه مرسته وکړي.
د کډوالو د لویې کمېشنرۍ یا 'یو.اېن.اېچ.سي.ار' د عملیاتو مرستیال کمېشنر رووف مازو دا غوښتنه پرون پنجشنبه (د غبرګولي ۶مه) د افغانستان د څلور ورځني سفر په پای کې وکړه.
ښاغلي مازو په داسې حال کې له افغان کډوالو او کورنیو بې ځایه شوېو سره د مرستې غوښتنه وکړه چې د راپورونو له مخې ددې وروستیو جګړو له کبله یوازې په هلمند کې لسګونه زره کورنۍ بې ځایه شوي دي. Читать дальше...
د بشري حقونو د څار ډله وايي، د ایران امنیتي ادارې د اوکراین د هغې الوتکې چې د دغه هېواد د سپاه پاسداران انقلابي ځواک ویشتې وه، د قربانیانو د کورنیو غړي ځوروي او ګواښي.
د بشري حقونو د څار ډلې یا هیومن رایټس واچ د منځني ختیځ مرستیال رييس مایکل پېج پرون پنجشنبه(د غبرګولي ۶مه) وویل: "د ایران سپاه پاسداران بې له دې چې ورسره حساب وشي، ۱۷۶ تنه ووژل او اوس د ایران بې رحمه امنیتي ادارې د قربانیانو د کورنیو غړي ځوروي چې د عدالت هیلې ور مړې کړي."
د ۲۰۲۰ میلادي کال په جنورۍ کې د اوکراین مسافر وړونکې الوتکه له تهرانه تر الوتو وروسته وویشتل شوه. Читать дальше...
فیسبوک وايي، ایران او روسیه د فیسبوک له لارې د غلطو خبرونو د خپرولو له پلوه په تېرو څلورو کلونو کې تر ټولو وړاندې دي.
فیسبوک همدا راز ویلي چې د ایران او روسیې له لوري د ناسمو خبرونو د خپرېدو تر ټولو مهم هدف د امریکا ټولنه وه.
د فیسبوک پر اساس، له ۲۰۱۷ څخه د تېر ۲۰۲۰ میلادي تر پایه دوی د جعلي کاروونکو ۱۵۰ شبکې پېژندلي او بندې کړي دي.
د فیسبوک د معلوماتو پر اساس، د دغو شبکو اکثریت د امریکایانو په منځ کې د نفوذ لپاره له بهره تېر ایستونکي معلومات خپرول او ځینې شبکې دننه په امریکا کې د افراطیانو له لوري فعالې شوې وې.
امازون کمپنۍ وايي، د هالیووډ 'اېم.جي.اېم' یا مترو ګلډوین مایر ستوډیو په څه باندې ۸ میلیارډه ډالره پیري.
مترو یا 'اېم.جي.اېم' د هالیووډ د فلم جوړولو تر ټولو پخوانۍ او مهمه ستوډیو ده.
په دې سټوډیو کې د جېمزبانډ د سینمايي فلمونو په ګډون له دوهمې نړیوالې جګړې وروسته ډېری مهم فلمونه جوړ شوي دي.
امازون تمه لري چې که دا سټوډیو یې وپیرله، د نېټفلکس او ډیزني پلس په شان له سترو فلم خپروونکو کمپنیو سره به د سیالۍ جوګه شي.
مترو ګلډوین مایر سټوډیو په ۱۹۲۴ میلادي کال کې جوړه شوې او په پام کې ده چې امازون یې په ۸ اعشاریه ۴۵ میلیارډه ډالره وپیري.
ایت الله علي خامنه يي د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د ځینو مهمو کاندیدانو د نوماندۍ د ردولو په اړه د شورای نګهبان د پرېکړې ملاتړ وکړ.
خامنه يي پرون (پنجشنبه-د غبرګولي ۶مه) په خپله وینا کې همدا راز د ایران له خلکو وغوښتل چې په انتخاباتو کې ګډون وکړي: "د رایو صندوقونو ته لاړ شئ او رایې ورکړئ. د هغو کسانو چې له داخل یا بهره تبلیغ کوي چې فایده هم نه لري او وايي چې موږ رایې بکسونو ته نه ځو، خبرو ته اعتنا مه کوئ. د ایران ګران ملته انتخابات په یوه ورځ وي خو اغېز یې څو کاله پاتې کېږي."
ټاکل شوې ده چې د... Читать дальше...
Спорт в России и мире
Москва
В УФСИН России по Республике Дагестан прошли лично-командные соревнования по легкой атлетике
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
Людмила Самсонова
Людмила Самсонова не отдала голландскую траву // Она продолжила серию российских побед на теннисном турнире в Хертогенбосе
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
Российские компании придерживаются собственного подхода в ESG
Путин в России и мире
Москва
СЕНСАЦИОННЫЙ ДОКЛАД ПРО ДЕЛО СКРИПАЛЕЙ, САФРОНОВА, ГОЛУНОВА.
Лукашенко в Беларуси и мире
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Навальный в России и мире
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Джиган
Джиган о «Выжить в Дубае»: «Понимал, приеду — буду жрать тараканов, а у меня диета. Опять стану жирным!»
Москва
Подмосковные предприниматели используют сервисы контрольно-надзорной деятельности
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net