مایکروسافټ: روسي هککرانو پر امریکايي بنسټونو بریدونه کړي
مایکروسافټ کمپنۍ وايي، روسي هککرانو د یو اېس اېډ/د امریکا د نړیوالې پراختیا د مرستو ادارې د یوه ایمیل په کارولو سره د متحده ایالاتونو په ادارو او بنسټونه یوه نوې سایبري حمله ترسره کړې.
د مایکروسافټ شرکت مرستیال تام برټ په یوه بیان کې ویلي، د بریدونو دې لړۍ کابو درې زره ایمیلونه هدف ګرځولي چې په ۱۵۰ سازمانونو او بنسټونو پورې تړاو لري.
یو پر څلورمه برخه هغه بنسټونه او سازمانونه چې د امریکا د نړیوالې پراختیا د مرستو له ادارې سره کار کوي بشرپاله دي او مرستندویه کارونه مخته وړي.
د روسیې د دې سایبرې حملې خبر ټیک درې اوونۍ مخکې له هغه راووت چې تمه ده د امریکا ولسمشر جوبایډن له خپل روسي سیال ولادمیر پوتین سره د سویس په جنيوا کې وګوري.
د روسیې له خوا پر امریکا د تېرکال د سایبري بریدونو د ترسراوي له امله د دواړو هېوادونو تر منځ کړکیچونه لا پر ځای پاتې دي.
ولسمشر جوبایډن تېره میاشت د روسیې د تېر ډسمبر سایبري بریدونو په غبرګون پر روسیې د بندیزونو له لګولو او د ډپلوماټانو د ایستلو خبر ورکړ.