د کندز امام صاحب کې د ولسي پاڅون کوونکو قوماندان 'همکار' ووژل شو
![د کندز امام صاحب کې د ولسي پاڅون کوونکو قوماندان 'همکار' ووژل شو](https://gdb.rferl.org/39fa68f1-a5c0-40cb-b66f-667dd9d37a6b_cx0_cy13_cw0_w800_h450.jpeg)
د کندز په امام صاحب ولسوالۍ کې د ولسي پاڅون کوونکو قوماندان د وسله والو طالبانو په برید کې وژل شوی دی.
د کندز د والي ویاند عصمت الله مرادي نن جمعه (د غبرګولي ۷مه) ازادي راډیو ته وویل چې نن له غرمې مخکې د ولسي پاڅون کوونکو قوماندان او پخوانی جهادي شخصیت سلطان محمد همکار د امام صاحب ولسوالۍ د قنچغې په سیمه کې له وسله والو طالبانو سره په مخامخ جګړه کې وژل شوی دی.
مرادي زیاته کړه، ښاغلی همکار په امام صاحب ولسوالۍ کې د ولسي پاڅون کوونکو د یوې درې سوه کسیزې ډلې مشري په غاړه درلوده.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.