سلګونه پاکستاني کارګر د افغانستان له لارې خلیج ته ځي
![سلګونه پاکستاني کارګر د افغانستان له لارې خلیج ته ځي](https://gdb.rferl.org/3242fe68-4a5b-4790-9c53-c2e3fe7dc6cb_tv_w800_h450.jpg)
له پاکستانه خلیج هېوادونو، له هغې ډلې سعودي عربستان ته د الوتنو له لغوه کېدو وروسته پاکستاني کارګر اړ شوي چې د افغانستان له لارې دا سفر وکړي. له پاکستانه وروسته تر دې ډېر پروازونه لغوه شول چې دغه هېواد کې د کورونا څپه ګړندۍ شوه، خو له افغانستان سره د نورو هېوادونو الوتنې د کورونا ویروس له ډېرېدو سره سره روانې دي.