Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Август
2022

هېل ورځپاڼه: د سپينې ماڼۍ له ډاډ سره سره د افغانستان د ګواښ په اړه ويره زياته شوې

0
هېل ورځپاڼه:


د هېل ورځپاڼې په دې سرلیک یوه مقاله خپره کړې چې: "د سپینې ماڼۍ له ډاډ سره سره د افغانستان د ګواښ په اړه وېره نوره هم زیاته شوې ده."


سره له دې چې د امریکا په ډرون برید سره د القاعده د مشر ایمن الظواهري وژنه د ولسمشر جوبایډن د ادارې یوه بریا یادیږي خو پخواني او اوسني دفاعي چارواکي او شننونکي لا هم له افغانستانه د پېښېدونکو ګواښونو په تړاو اندېښمن دي.


هېل ورځپاڼې سره په خبرو کې د امریکا د دفاع پخواني وزیر لیون پنېټا ویلي که په سیمه کې عسکر و نه‌لرو په دې معنا ده چې باید ډېر ځير و اوسو څو یو وار بیا ترهګر له افغانستان سر پورته نه‌کړي.


د مقالې لیکوال زیاته کړې د ایمن الظواهري وژنې د دې تر څنګ چې وښوده امریکا لا هم د ترهګرو په ویشتلو برلاسې ده، دا ثابته کړه چې طالبان ترهګرو ته امن پټن‌ځایونه ورکوي.


لکه څنګه چې یې په خپله اوله واکمنۍ کې دا کار کړی و او بلاخره یې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر ۱۱ خونړي برید ته لار هواره کړه.


د یوه نړیوال څېړندویه بنسټ مشر څېړونکي کولین کلارک هېل ورځپاڼې ته ویلي، په افغانستان کې له حضور پرته دا ستونزمنه ده چې معلومه کړو د القاعدې د پرمختګ لپاره څومره زمینه برابره ده او ایا هغوی بیا له هغه ځایه په بهر د بریدونو جوګه ګرځېدی شي که څنګه؟


د امریکا د ولسمشر جو بایډن د ادارې منتقدین په تېره بیا په کانګرس کې جمهوري غوښتونکي په بایډن نیوکې کوي چې له افغانستانه تر وتلو وروسته یې یو پوځي پلان نه‌درلود.


له دې ټولو سره سره د کابل هوايي ډګر ته څېرمه د تېر کال د اګست ۲۶ خونړي برید د یو کال په پوره کېدو ولسمشر جوبایډن ډاډ وښود چې امریکا په سیمه کې د زرګونو عسکرو له مېشتولو پرته هم په دې برلاسې ده چې ترهګر په نښه او له منځه یوسي.


ټورنټو سټار ورځپاڼه:


ټورنټو سټار ورځپاڼې د افغانستان د اوږدې شل کلنې جګړې په اړه له کاناډايي پوځیانو او ښکېلو کسانو سره د شاوخوا ۵۰۰ ترسره شویو مرکو په اړه یوه مقاله خپره کړې ده.


په مقاله کې نیوکه شوې چې د کاناډا حکومت د دغو داخلي مرکو په اړه لا هم چوپه خوله دي او پایلې يې نه رسنیزې کوي.


ټورنټو سټار لیکلي په دې مرکو کې له شاوخوا پنځه سوه پوځیانو او هغو خلکو سره خبرې شوي چې په افغانستان کې یې د کاناډا ماموریت مخته وړی او د هغوی د رول او تجربو په اړه ځنې پوښتنې شوي دي.


ورځپاڼې لیکلي په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د پوځي ماموریت په پای ته رسېدو سره دغه هېواد سقوط وکړ چې ورسره یې ګڼ افغانان لالهانده او نامعلوم برخلیک سره مخ کړل.


ټورنټو سټار پوښتنه کړې چې، که په افغانستان کې د کاناډا ماموریت د پوځیانو د وتلو په پایلو کې شریک دی نو ولې یې له پوځیانو سره د شویو مرکو موندنې لا نه دي خپرې کړي؟


سټار په امریکا کې هم ورته چلند ته اشاره کړې چې بلاخره واشنګتن پُسټ ورځپاڼه وتوانېده د امریکا د حکومت په وړاندې دوسیه وګټي او د جګړې په اړه د شویو مرکو پایلو ته لاسرسی ومومي.


د ورځپاڼې په لیکنه د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر کې له امریکایي پوځیانو او هغو خلکو سره چې په افغان جګړه کې ښکېل و د مرکو د پایلو خپرېدو وښوده چې امریکايي چارواکو د افغان جګړې د برخلیک په اړه حقایق پټ کړي او په دې اړه یې ناسم معلومات ورکړي وو چې هغې شل کلنې اوږدې جګړې پای نه درلود او پرمختګ نه په‌کې کېده.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net