Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Август
2022

افغان سینماګران: سینماوې تړل شوي او د پروډکشنونو کارونه په ټپه درېدلي

0
افغان سینماګران وايي، د طالبانو په یو کلنه واکمنۍ کې ټولې سینماوې تړل شوې او هغه پروډکشنونه او سینماګران چې په شخصي لګښت یې فلمونه جوړول، اوس د ډېرو کارونه په ټپه درېدلي دي.


سلیم شاهین چې د افغانستان د سینما لوبغاړی دی وايي، د طالبانو په واکمنۍ کې یې هم په پټه فلمونه جوړول.


نوموړی چې اوس جرمني ته تللی، وايي سینماوې وتړل شوې او د طالبانو له لوري ټولو سینماګرانو ته وویل شول چې نجونې او ښځینه لوبغاړې باید په فلمونو کې نه وي.


شاهین وايي، دې محدودېتونو د فلم جوړولو او خپلې کورنۍ ته د یوې مړۍ ډوډۍ ګټلو لارې پرې وتړلې، ځکه اړ شو چې وطن پرېږدي.


هغه زیاته کړه: "د سینما جنازه څه چې هډوکي یې هم خاورې شول. که همدا سیاست او چلند وي، فکر نه کوم چې نور دې څوک سینما ته لاړ شي. سینما کومېډي او تراژیدي غواړي، په سینما کې باید ښځه وي. که په فلم کې ښځه نه وي، هغه خلک نه ګوري او نتیجه هم نه ورکوي، نو زه اوس هم وایم چې سینما مړه شوې ده."


سلیم شاهین د طالبانو له حکومته غواړي، چې هنرمندانو ته ازادي ورکړي چې د ټولنې له ستونزو او شرایطو سره برابر فلمونه جوړ کړي او ستونزې دې ورته نه جوړوي.


د طالبانو حکومت د تېر ۱۴۰۰ کال د لړم میاشتې په ۳۰مه د یوه مکتوب په خپرولو سره له تلوېزیونونو وغوښتل، هغه ډرامې او تمثیلي ټوټې دې نه خپروي چې ښځو په کې رول لوبولی وي چې دا اشاره یې سینما ته هم متوجه وه.


خو د افغانستان د سینما مخکښه لوبغاړې یاسمین یارمل چې اوس په فرانسې کې ده، وايي سینما بې له ښځو نیمګړې ده.


یارمل وویل: "د ښځو نه موجودیت به ډېر منفي تاثیر وکړي. یوه کورنۍ د پلار، مور، لور او زوی په موجودېت کې تکمېلېږي، کله چې په سینما کې موږ رښتینی ژوند نندارې ته وړاندې کوو، ښکاره ده چې باید هلته ښځې هم وي. که چېرې ښځه په سینما کې کار نه کوي یا په فلم کې رول نه ورکول کېږي، فکر وکړئ چې هر څه نیمګړي دي."


له ټولو ستونزو او محدودیتونو سره هم ځینې افغان سینماګران د طالبانو د واکمنۍ په سیوري کې واړه فلمونه جوړوي چې د ټولنیزو رسنیو له لارې یې خپروي، خو د سینما افغان لوبغاړی بصیر مجاهد د سینما د موجودیت لپاره دا کافي نه ګڼي.




مجاهد وايي: "هېڅوک اوس په افغانستان کې د سینما په برخه کې کار نه کوي. یوازې څو محدود کسان دي چې د خپلې بقا لپاره واړه فلمونه جوړوي. هغوی هم په ډېره وېره شوټېنګ ته ځي او له ستونزو سره مخ دي. هغوی له مجبوریته غواړي سینما ته یو څه وکړي، خو د څو وړو فلمونو په جوړولو سره موږ نه شو ویلی چې په افغانستان کې سینما لرو."


د اګست په ۱۵مه د طالبانو له واکمنېدو وروسته د نورو افغانانو ترڅنګ د سینما ډېر لوبغاړي هم له هېواده ووتل او د سینما هغه ونه چې مخکې یې هم څانګې څه ناڅه وچې شوې وې، نوره هم کمزورې کړه.


طالبانو تازه په دې اړه څه نه دې ویلي خو په پیل کې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته ویلي و چې دوی سره ځنی سوژې شته چې د افغان فلم ریاست له خوا به فلمونه شي، خو تر اوسه د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د افغان فلم ریاست کوم تولید نندارې ته نه دی وړاندې شوی.


د یادونې ده، چې د محمد ظاهر شاه له پادشاهۍ رانیولې د ډاکتر نجیب الله د حکومت تر پایه سینما په افغانستان کې ډېر مینه وال درلودل خو جګړو او د حکومتونو محدودیتونو او نه پاملرنې د سینما د لوبغاړو په وینا دا صنعت د مرګ کومې ته برابر کړ.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net