د هند د مرستو لسمه جوپه کابل ته رسېدلې
هند له افغانستان سره په روغتیایي برخه کې مرسته وکړه.
د هندي رسنیو په وینا د طبي مرستو لسمه جوپه د شنبې په ورځ په کابل کې د اندراګاندي روغتون ته وسپارل شوه.
وروسته تر دې چې طالبانو کابل نیولی دی، هند تر اوسه تر دېرش ټنه ډېره دوا له افغانستان سره مرسته کړې ده.
هند څو اونۍ مخکې کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیست او ویل کېږي افغانانو سره بشري مرستو ته دوام ورکوي.