Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Август
2022

د طالبانو د خوړو او درملو اداره: په بازارونو کې درمل کم شوي

0
په داسې حال کې چې د طالبانو حکومت د خوړو او درملو ملي ادارې چارواکي وایي، د تېر په پرتله یې د درملو د واردتو او تولید برخه کې جدي اصلاحات رامنځته کړي خو مني چې په بازار کې درمل کم شوي دي.


که څه د طالبانو د حکومت د خوړو او درملو ملي ادارې چارواکي له تېرو شپږو میاشتو راهیسې هېواد د درملو د وارداتو په برخه کې د جدي څارنې کیفیت او لوړ معیار خبره کوي او ان خبرداری ورکوي چې په خبره یې که د درملو واردوونکي توکي دې مسایلو ته پام ونه کړي نه یوازې دا چې نغدي جریمه کېږي بلکې عدلي او قضایي محاکمو ته به یې معرفي، خو مني چې دې تګلارې یې په بازارونو کې د درملو د لاسرسي کچه کمه کړې.


د دې ادارې مشر عبدالباري عمر چې د شنبې په ورځ د اګسټ په ۲۰ په کابل کې خبریالانو ته د یادې ادارې د څو میاشتو راپور او لاسته راوړنې شریکولې ټینګار یې وکړ چې تر بل هر وخت د درملو او خوړو د وارداتو او تولید په برخه کې یې څارنې زیاتې کړي.


 


خو عمر وویل چې د د دوی له لوري شرکتونو ته د ورکړل شویو لېستونو په اساس د تقاضا وړ درمل نه دي وارد شوي.


هغه زیاته کړه: "په مجموع کې موږ د ۶۵۰ میلیونو ډالرو په ارزښت فورمې ورکړي چې دا ۱۰۹۷۶ قلمه درمل دي. تر دې دمه ۲۶۷ شرکتونو دوا راوړې، نورو چې نه ده راوړې دوی نه به موږ پوښتنه کوو. له ۱۰۹۷۶ قلمه درملو څخه ۵۷۰۰ قلمه دوا راوړل شوې، نور نه ده وارد شوې،چې داتقریباً تر ۶۰ میلیونو ډالرو پورې ارزښت لري. موږ د ۶۵۰ میلیونو ډالرو په ارزښت فورمې ورکړي خو په قانوني توګه دومره ډالرو پهارزښت درمل راغلي."


 


نوموړي ټینګار وکړ چې د درملو د وارداتو د کنټرول لپاره یې په ټول هېواد کې یوازې په ۸ ګمرکاتو د واردېدو اجازه کړې او پاتې نور ټولې فرعې لارې یې پر وادوونکو بندې کړې دي.


خو یو شمېر کابل ښاریان چې ناروغان لري او د ځینې درملتونو مسوولین وایي، درملو ته د لاسرسي په برخه کې له زیاتو ستونزو سره مخ دي.


د کابل ښار اوسېدونکی نذیر چې په کورنۍ کې ناروغ لري وایي، په افغانستان کې یې د ناروغ د نورو روغتیایي خدماتو تر څنګ د اړتیا وړ درملو لاسرسی کم او له هېواده بهر د درملنې توان نه لري.


هغه وویل: "د درملو ستونزه یو خوا همدارنګه د ناروغانو د درملنې او معایناتو ستونزه بلې خوا ته ده، مخکې خو به موږ ناروغان پاکستان ته بیول خو اوس ډېره سخته ده."


ښاغلی نذیر وایي، د یو ناروغ یوه نسخه د درملو په شلو درملتونو وګرځوي یوازې یو څو قلمه درمل وموندي.


بلخوا د کابل پروان هوټل چې د درملو تر ټولو لوی مارکېټ دی، د یو درملتون مسوول نقیب الله اکبري وایي، په دې وروستیو کې ان دوی په اسانه درملو ته لاسرسی نه لري چې خلکو ته ی وړاندې کړي.


هغه وویل: "له بده مرغه لا هم هغه ډول چې باید درملو ته د خلکو لاسرسی وي نه شته. له شک پرته کله چې درمل کم وي بیې یې هم لوړې وي. درمل په مافیایي توګه بازار ته واردېږي چې ګران دي."


د درملو دا پلورنکی او عام خلک د طالبانو له حکومته غواړي چې خلکو ته دې د نورو روغتیایي خدماتو تر څنګ د درملو لاسرسی اسانه کړي کنه په خبره یې خلک به له ناورین سره مخ شي.


دا په داسې حال کې ده چې له تېرو شپږ میاشتو راهیسې د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت د درملو او خوړو ټول مسوولیت دغه ادارې ته سپارلی دی.



د طالبانو د حکومت د درملو او خوړو ملي اداره وایي سوداګرو او د درملو واردوونکو ته یې لېستونه ورکړي چې د هغه په اساس د اړتیا وړ توکه وارد کړي _هغه څه چې ظاهراً خلک یې درملو ته د لاسرسي په برخه کې له ننګونو سره مخ کړي دي.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net