لندن کې د افغانستان د خپلواکۍ کالیزه ونمانځل شوه
واټونو ته د سلګونو کسانو د راوتلو له کبله ګڼ سړکونه په ساعتونو بند شول.
تر دې وړاندې د لندن په همدې سیمه کې، چې اکثره اوسېدونکي یې هندیان او پاکستانیان دي، د اګست په څوارلسمه پاکستانیانو او د اګست په ۱۵ مه هندیانو د خپلو هېوادونو خپلواکۍ ونمانځلې.
تېره شپه په ساوت هال او شاوخوا سیمو کې یې پولیسو د شپې تر ناوخته پورې واټونه بند کړي وو چې په دغه ځای کې افغانان په اسانه د خپلواکۍ جشن ونمانځي.
د سیمې د پولیسو مشر دورمیرز ویلز خلکو ته پرون خبر ورکړی و چې ساوت هال براډوې به د جمعې په ورځ د مازدیګر له ۶ بجو د شنبې د سهار تر ۳ بجو بنده وي.
