تحریک انصاف ولې د امن لپاره د پښتنو په غونډو کې ګډون و نه کړ؟
جرګو ته د پاکستان تحريک انصاف (پي ټي ای) په شمول د شاوخوا ټولو سياسي ګوندونو استازي او د سيمې مدني فعالان، ليکوالان او هنرمندان وربلل شوي ول. خو په جرګه کې د صوبې د حکمران ګوند تحريک انصاف هېڅ استازي شرکت و نه کړ.