طالبانو کندهار کې غونډه جوړه کړې
په کندهار کې د سلګونو کسانو په ګډون یوه غونډه جوړه شوې، چې طالبان یې د خلکو لویه ولسي غونډه بولي.
باختر اژانس چې د طالبانو په کنټرول کې دی وايي، په دې غونډه کې تر ۳۰۰۰ زیاتو قومي مشرانو، دیني عالمانو، فرهنګیانو او دولتي چارواکو ګډون کړی دی.
داسې ښکاري چې دې غونډې ته هم د طالبانو پلوي کسان وربلل شوي او باختر اژانس یې د ویناوو هغه برخې خپروي چې د طالبانو د حکومت په پلوي وي.
څه باندې میاشت مخکې کابل کې هم د دیني عالمانو یوه غونډه رابلل شوې وه، چې د طالبانو په خبره تر ۳۵۰۰ زیاتو کسانو په کې برخه اخیستې وه.