Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Август
2022

د روغتيا نړيوال سازمان: د افغانستان روغتيايي سيستم د کارکوونکو له کمښت سره مخ دی

0
د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د افغانستان روغتیايي سیستم د روغتیايي کارکونکو له کمښت سره مخ دی.


د دې سازمان له لوري په تازه خپور شوي راپور کې، چې په رسمي ویب پاڼه یې خپور شوی راغلي، چې د لسیزو جګړو، بې ځایه کېدنو، د ناروغیو خپرېدو او طبیعي پېښو په افغانستان کې په پراخه کچه تاوانونه اړولي دي.


دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې په شديد نس ناستې د لسګونه زره کسانو د اخته کېدو راپورونه ورکړي وو.


ډبیلو ایچ او یا د روغتیا نړیوال سازمان په خپل تازه راپور کې ویلي دي : "د افغانستان روغتیايي سیستم د روغتیايي کارکوونکو له کمښت سره مخ دی."


د روغتیا نړیوال سازمان په تازه راپور کې راغلي دي: "د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې راهیسې، اقتصادي بحران په دې هېواد کې پر اساسي خدمتونو خپل سیوری غوړولی او د زیانمنو خلکو وضعیت یې خراب کړی، روغتیایي سیسټم یې کمزوری کړی، خوار ځواکي زیاته شوې ده، د شري په پېښو کې زیاتوالی راغلی، COVID-19 د خلکو کاروبار زیانمن کړی، د څښاک اوبو کمښت ناروغۍ رامنځته کړي او رواني روغتیا ته د زیات ملاتړ اړتیا رامنځته شوې ده."




روغتیا نړیوال سازمان په داسې حال کې په دې هېواد کې د روغتیايي کارکونکو د کمښت خبره کړې ده، چې پر افغانستان د طالبانو له بیا ځلي واکمنېدو له پیل راهیسې زیات شمېر روغتیايي کارکونکي له دې هېواده نورو هېوادونو ته کډه شوي دي.


که څه هم دقیق شمېر يې نه دی روښانه شوی خو د غیر رسمي راپورونو پر بنسټ ښايي سلګونه ډاکتران د تېر کال په اګسټ کې د تخلیې په پروګرام کې او وروسته له نورو لارو څخه په ګټې اخيستنې له دې هېواده وتلي وي.


د روغتیا نړیوال سازمان له دې وړاندې خبرداری ورکړی وو، چې د افغانستان روغتیايي سیستم د بشپړ سقوط له ګواښ سره مخ دی.


مخکې د دې سازمان مشر افغانستان ته د خپل سفر پر مهال ویلي وو، چې که له دې هېواد سره بېړنۍ روغتیايي مرستې ونه‌شي نو افغانستان به له یو جدي بشري‌ ناورین سره مخ شي.


دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د روانې اګسټ میاشتې په لسمه د روغتیا نړیوال سازمان په خپل راپور کې ویلي وو، چې په افغانستان کې په شدید نس ناستې یا ای ډبلیو ډي د اخته ناروغانو شمېر څه باندې ۱۹ زرو ته رسېدلې دی.




راپور کې دا هم راغلي وه، چې دغه ناروغان په ټولو ولایتونو کې دي خو ډېری پېښې په کابل، پکتیکا، خوست، پکتیا، جوزجان، غزني، کندهار او زابل ولایتونو کې ثبت شوې دي.


په افغانستان د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت د روغتیا نړیوال سازمان د تازه راپور په اړه زموږ پوښتنې ځواب نه‌کړې خو د نس ناستې په اړه يې ویاند ډاکتر شرف الدین زمان وویل، چې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د شدیدو اسهالاتو ناروغانو ته رسېدنه شوې ده.




ښاغلي زمان وويل: "د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د شدیدو اسهالاتو ناروغانو سره د روغتیايي پرسونل له لوري مرستې شوي دي، تر اوسه مو چې کومې بېلګې اخیستي دي، د کولرا ناروغي نه‌لرو، ناروغانو ته عامه پوهاوی ورکړل شوی او له نېکه‌مرغه په افغانستان کې د کلورا مثبته پېښه نه‌لرو."


دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د افغانستان په بېلابېلو سیمو په ځانګړي ډول د خوست او پکتیکا په زلزله ځپلو سیمو کې د کولرا د ناروغۍ د خپرېدو راپورونه ورکړل شوي وو.


خو د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت ورته هغه مهال د شدیدو اسهالاتو نوم ورکړی و.


کولرا د ککړو اوبو له استعمال، يا روغتيايي سپارښتنو ته د نه پاملرنې له امله انسانانو ته خپرېږي.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net