Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Август
2022

طالبانو د خپل بري په لومړۍ کليزه کې له نړيوالې ټولنې د همکارۍ غوښتنه وکړه

0
د طالبانو حکومت په افغانستان په خپل یو کلن کېدو سره، یو ځل بیا له نړیوالې ټولنې د همکارۍ غوښتنه وکړه.


په هغو مراسمو کې چې نن په کابل کې د همدې ورځې په مناسبت جوړ شوي و، طالب چارواکو وویل، دوی په خپلو ژمنو ولاړ دي او د افغانستان خاوره به د نړۍ د هېڅ هېواد په زیان نه کارول کېږي.


خو داسې مهال چې د مقاومت ملي جبهې نن په پنجشېر کې له طالبانو د یو شمېر سیمو د نیولو ادعا وکړه، د طالبانو د دفاع وزارت بیا خبرداری ورکوي چې په کور دننه به د دوی پر ضد را پورته شوې ډلې وځپي.


په داسې حال کې، چې طالبانو تېر یوه کال کې په ځلونو له نړیوالې ټولنې د خپل حکومت د رسمیت پېژندنې غوښتنه کړې او کومه پایله یې نه‌ده ورکړې، تازه د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت خبرداری ورکوي که افغانستان کې ګډوډي راشي، نړۍ به هم ارامه پاتې نه‌شي.


د دغه وزارت سرپرست امیرخان متقي چې نن یې د کابل د بیا ځلي نیولو د یو کلنۍ په مناسبت غونډې ته خبرې کولې وویل، د افغانستان ثبات او امن د ټولې نړۍ په ګټه دی او نه‌باید د افغانستان د بې‌ثباتۍ هڅه وشي.




ښاغلي متقي داسې مهال چې د روان میلادي کال د جولای په ۳۱مه نېټه د القاعده شبکې مشر د کابل په وزیر اکبرخان کې ووژل شو، دعوه کوي چې له نړۍ سره په خپلو ژمنو ولاړ دي او د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد په زیان و نه کارول شي.


نوموړي وويل: "موږ له دنیا سره مثبتې او ښې اړیکې غواړو. د افغانستان خاوره به د چا په ضرر نه کارول کېږي، په دې خبره باندې کلک ولاړ یوو، خو له نړیوالو مو هم همدا غوښتنه ده چې تا پرون په میلیاردونو ډالر او پنځوسو هېوادونو نه د داعش مخه نیولای شوای  نن هغه همکاري خو پرېږده بندیزونه دې هم لګولي دي. فشارونه هم واردوي، تبلیغات هم کوي او بې‌ثباتۍ ته هم لمن وهې، خو که دلته ګډ وډې راشي بیا به څه کوې."


خو نړیوالې ټولنې له دې وړاندې په ځلونو طالبان د افغانستان په بې‌ثباتۍ تورن کړي او ویلي یې دي، د حذف سیاست یې غوره کړی دی چې پایله نه لري.


د طالبانو د بیا ځلي واکمنۍ په لومړي کلیزه کې د دوی د رئیس الوزرا مرستیال عبدالسلام حنفي بیا تر ډېره د مخکني جمهوري نظام په چارواکو نیوکې وکړې او هغوی یې غصب، فساد او چور تورن کړ.


داسې مهال چې د مخکني جمهوري نظام چارواکو بیا طالبان د افغانستان ویجاړونکي او په افغانستان کې د پاکستان د نیابتي جګړې وسله‌وال بلل.


خو د طالبانو د دفاع سرپرست وزیر محمد یعقوب مجاهد له طالب چارواکو وغوښتل چې د نړیوالې ټولنې له بندیزونو او فشارونو سره سره، د افغانانو د هوساینې لپاره کار وکړي.




خو مجاهد داسې مهال چې د مقاومت ملي جبهې نن په پنجشېر کې له طالبانو د یو شمېر سیمو د بېرته نیولو او طالبانو ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو ادعا وکړه، خبرداری ورکړ چې د خپل رژیم پر ضد را پورته شوې ډلې به وځپي.


نوموړي وويل: "هر هغه څوک چې د بغاوت په نامه وي او که دا یو څو خیرن تور کالایان وي، دا به په سزا رسېږي. دوی نه شي توانېدلای چې د هېواد امنیت خراب کړي او دا راغلي خوشحالي ترې واخلي."


طالبان داسې مهال د خپل واک لومړۍ کلیزه نمانځي چې واکمني یې د بشري حقونو په نقض، د اقتصادي وضعیت د لوېدو او تر خوا یې په نړۍ کې د افغانستان کې د حیثیت په منزوي کېدو تورن دی.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net