Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Август
2022

د بشري حقونو خپلواک کمېسيون: د طالبانو د واکمنۍ تېر يو کال د افغانانو لپاره دردناک و

0
د طالبانو د بیا ځلي واکمنۍ د یوه کال په پوره کېدو سره سم، د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون چې طالبانو ملغا کړی د دوی اوسنی رژیم، د بشري حقونو په نقض، د ملکي خلکو په وژلو، د بیان ازادۍ په محدویت، د خلکو په اجباري کډوالۍ او د اقتصادي نظام په پاشل کېدو تورنوي.


دې کمېسیون په خپل کلني راپور کې چې نن یې خپور کړی لیکلي، د جمهوري نظام په سقوط او د طالبانو په بیا واکمنېدو سره په افغانستان کې د ډیموکراټیک نظام شېرازه وپاشل شوه.


د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون چې طالبانو ملغا کړی او له افغانستانه د باندې فعالیت کوي، په خپل کلني راپور چې نن یې په خپله ویب پاڼه خپور کړ لیکلي، تېر یوه کال کې د طالبانو واکمني په هره برخه کې د افغانانو لپاره دردناکه وه.


دې کمېسیون ویلي، طالبانو تېر یوه کال کې ټول نړیوال بشري قوانین نقض کړي، د مخکني حکومت نظامیان او چارواکي یې شکنجه کړي، وژلي او له دندو یې شړلي.


همدا ډول له افغانانو په ځانګړي ډول نجونو او ښځو د هغوی سیاسي، مدني، ټولنیز او بشري حقونه اخيستل شوي او د بیان ازادي محدوده او سانسور زیات شوی دی.




طالبانو چې له وړاندې یې دا کمېسیون ملغا کړی، په دې اړه څه نه‌دي ویلي، خو مخکې یې ویلي و، د دوی په واکمنۍ کې د ټولو افغانانو حقونه خوندي دي.


د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون راپور درې برخې لري او په‌کې د ملکي مرګ‌ژوبلې په اړه لیکل شوي، د ۲۰۲۱ کال د اګسټ له ۱۵مې تر ننه په افغانستان کې ۱۵۲۰ تنه ملکیان وژل شوي او ۱۱۰۶ تنه ټپیان شوي دي.


دا کمېسیون په افغانستان کې د بیان ازادي محدوده شوې بولي او وايي، سانسور زیات شوی او ډېری خبریالان بې‌دندې شوي دي.


راپور زیاتوي، د طالبانو په واکمنۍ کې ۲۲ تنه خبریالان نیول شوي، ۲ ټپيان شوي او ۴ سیمه‌ییز خبریالان شکنجه شوي دي.


د طالبانو له‌خوا د افغانستان د بشري حقونو ملغا شوی کمېسیون همدا ډول طالبان د بشري حقونو په نقض تورنوي او وايي، واک ته له رسېدو وروسته یې، ۲۶۲۶ تنه د نړیوالو بشري قوانینو پر ضد وژلي او ټپيان کړي.


د دې کمېسیون موندنې ښيي چې په دې موده کې ۳۰ تنه چې ۹ ښځې هم په‌کې دي د طالبانو له‌خوا صحرايي محاکمه شوي او ۲۵ تنو نورو چې ۱۱ ښځې او نجونې په‌کې شاملې دي، ځان‌وژنه کړې.




دا کمېسیون وايي، تېر یوه کال کې طالبانو ۶۳ تنه چې ۴ خبریالان، د مخکني نظام ۱۹ نظامیان، ۲۱ ملکیان او ځینې نور په‌کې شامل دي له نیولو وروسته، شکنجه کړي دي او بېرته له بنده ازادي کړي دي.


د افغانستان د بشري حقونو کمېسیون چې له افغانستانه د باندې فعالیت کوي طالبان د خلکو په اجباري کډوالۍ هم تورن کړي او وايي، بېلابېلو سیمو کې یې زرګونه کورنۍ په زور کډه کولو ته مجبوره کړې دي.




هاخوا د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې او د ښځو لپاره د دې ادارې مشرې سیما باهوس د طالبانو د یو کلنۍ په مناسبت خپله وینا کې ویلي، د طالبانو له‌خوا په افغانستان کې هره ورځ او په پرله‌پسې توګه د ښځو د حقونو په نقض سره دوی د ښځو او نجونو د وضعیت د خرابېدو شاهدان دي.


مېرمن باهوس زیاته کړې، طالبانو د نابرابرۍ تګ‌لاره خپله کړې او په دې سره یې افغانستان له نورې نړۍ بېل کړی دی.


سیما باهوس دافغان نجونو او ښځو پر وړاندې د طالبانو دا ډول تګ‌‌لاره ګواښوونکې بللې او ترې یې غوښتي چې هر څه ژر د نجونو ښوونځي پرانیزي، ښځو کار او په سیاست کې د ګډون اجازه ورکړي او تر خوا یې له ښځو سره هر ډول تاوتریخوالی پای ته ورسوي.


طالبانو په دې اړه هم تر اوسه څه نه دي ویلي.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net