Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Август
2022

د خبريالانو نړيواله اداره: تېر کال مو له افغانستانه ۱۹۶ خبريالان ايستلي

0
د بې پولې خبریالانو نړیواله اداره وایي په تېر یو کال کې یې له افغانستانه ۱۹۶ افغان خبریالان ايستلي دي.


دغې ادارې په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې د تېر کال راهیسې یې دغه شمېر خبریالان فرانسې، جرمني او هسپانیا ته انتقال کړي او په دې هېوادونو کې یې د مېشتېدو زمینه ورته برابره کړې.


پر افغانستان د طالبانو له نږدې یو کال واکمنۍ پوره کېدو سره لا هم یو شمېر افغان خبریالان په دغه هېواد کې د امنیتي ګواښوونو او معلوماتو ته د نه لاسرسي له امله شکایتونه کوي.


دوی چې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې برحاله دندې لري وایي وخت ناوخت د طالب وسله والو له لوري ګواښل کېږي او معلومات ورسره پر وخت نه شریک کېږي.


له دې ډلې یو خبریال چې د امنیتي ستونزو له امله یې ونه غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي ازادي راډیو ته یې وویل: "زه خپله او زما همکاران کله چې کابل کې ځینې پېښې چاودنې یا عملیات کېږي قطعا امنیتي ځواکونه موږ ته اجازه نه راکوي چې خبري پوښښ ورکړو، د وزارتونو ویاندویان هم تر ډېره اطلاعات موږ سره نه شریکوي او که یې شریک هم کړي ناوخته او نیمګړي وي."




دا خبریال وایي پر راپورونو یې د سانسور کچه ان دې ته رسېدلې چې په کابل کې د مېشتو د ګاونډیو هېوادونو د استازو او چارواکو له لوري هم ګواښل کېږي او یا لارښوونې ورته کېږي چې د هغوی د هېوادونو په خلاف څه خپاره نه کړي.




بلخوا یو بل خبریال چې په ننګرهار ولایت کې یې له یوې رسنۍ سره کار کاوه د نوم نه خپرولو په شرط وایي د کار له امله وخت ناوخت د طالبانو ځواکونو او ناپېژانده کسانو له لوري چې د بیان ازادۍ خلاف دي، ګواښل کېږي.


دغه خبریال وویل له زیاتې مودې راهیسې په دې هڅه کې دی چې د ګواښوونو له امله له هېواده ووځي خو لا تر اوسه د خبریالانو د ملاتړ اړوندو ادارو ورسره کومه همکاري نه ده کړې.


نوموړی وايي: "زما له ستونزو د خبریالانو اړوند ملاتړي بنسټونه هم خبر دي، چې زه ګواښل کېږم، خبرداري راکول کېږي خو د دوی له اړخه مې کوم مثبت ځواب نه دی تر لاسه کړی."


دا خبریالان وایي چې دغه ډول ګواښونو او محدودیتونو یې د کاري ژوند تر څنګ شخصي ژوند هم زیانمن کړی دی.


خو د طالبانو حکومت دا ادعاوې ردوي.


د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي وخت ناوخت د امنیتي ځواکونو له لوري خبریالان ځکه امنیتي پېښو په سیمو کې نه پرېښودل کېږي چې ګواښونه موجود وي.




نوموړی وايي: "ځینې وخت د امنیتي پېښو پر مهال امنیتي ځواکونه ځکه خبریالان سیمې ته نه پرېږدي چې بله پېښه ونه شي خو خبریالان اصول نه مراعتوي، خو د سانسور خبره سمه نه ده هيڅ رسنۍ باندې سانسور نه‌شته موږ هيڅ چا سره دا خبره نه ده کړې چې راپورونه او خپرونې دې سانسور کړي."


دا په داسې حال کې ده چې د بې پولې خبریالانو نړیوالې ادارې د تېر کال د اګسټ له پنځلسمې تر اوسه د ۱۹۶ افغان خبریالانو له هېواده د ایستلو راپور ورکړی دی.


RSF په یو تازه خپور کړي بیان کې ویلي چې دا هغه خبریالان دي چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو سره د مرګ له ګواښ سره مخ وو.


د بې پولې خبریالانو ادارې ویلي دوی دغو ۱۹۶ خبریالانو ته د جرمني، فرانسې او هسپانیا پناه ورکولو، ویزو او مالي ملاتړ اسانتیاوې برابرې کړي او ګڼ شمېر نور خبریالان هم په تمه ده چې دوی له هېواده بهرنیو هېوادونو کې د مېشتېدو په برخه کې ورسره مرستې وکړي.


د بې پولې خبریالانو د راپور له مخې، افغانستان کې د ۲۰۲۱کال د اګست له ۱۵ راهیسې څلوېښت سلنه رسنۍ او له نیمایي زیات خبریالانو فعالیتونه بند شوي دي.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net