امریکا پر افغان شیعه ګانو وروستي بریدونه وغندل
سفارت په خپله ټوېټرپاڼه کې د دغو بریدونو د قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږۍ څرګندولو ترڅنګ پر عبادت کوونکو برید د غندنې وړ عمل بللی او ویلی یې دي چې افغانان باید وکولای شي چې په سوله کې عبادت وکړي.
د کابل په لویدیځ کې چې اکثریت وګړي یې شیعه ګان دي د جمعې او شنبې د ورځې په بریدونو کې په لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.
په کابل کې مېشت شیعه وګړي وايي، د نورو کلونو په پرتله سږ کال د عاشورا مراسم متفاوت و او دا مراسم یوازې تر تکیه خانو پورې محدود شوي وو.
د کابل د دشت برچي یو اوسېدونکی چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي وايي، طالبان د عاشورا له مراسمو سره اشنا نه و او د دوی لپاره یې د دې ورځې نمانځل سخت کړي وو.
