Мы в Telegram
Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Август
2022

پاکستان ته تللي افغانان کومو ستونزو کې دي؟

0
پاکستان ته تللي افغانان کومو ستونزو کې دي؟

په دې راپور کې مو په اسلام اباد کې د افغانانو د یو نوې جوړ شوي کمپ د يوې کډوالې وضعيت ته کتنه کړې ده.

سوسن غفوري، چې وايي له ډېرې مجبورې ورځې له کومه نارینه پرته له دوو کونډو او درې وړو ماشومانو سره په ډېرو ستونزو د سپین بولدک له لارې تر اسلام اباد رارسېدلي دي.

سوسن واده نه دی کړی، نو ورسره دا دوه تازه کونډې شوې ښځې او ماشومان څوک دي؟

وايي ورور یې له امریکایانو سره ترجمان و، هغه امریکې ته ووت، خو ادعا کوي چې پلار او یو اوښی یې طالبانو د ورور په سر ورته وژلي دي.

طالبانو بیا مخکې داشان ادعاوې رد کړې دي.

سوسن غفوري، چې د اقتصاد پوهنځي لېسانسه ده، څلور میاشتې کېږي، چې له دوو کونډو مور او خور او درېیو ماشومو خورینو سره، په اسلام اباد کې د پریس کلب F/6 په نوم په یو کمپ کې اوسېږي، هغوی چې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو ورسته دغه هېواد ته کډه شوي دي.

نوموړې وايي: "پلار جان مې ازاد کاروبار کولو، په دې جرم چې زوی یې ترجمان و او له امرکایانو سره یې کار کړی و او د هغو عقایدو پر بنسټ چې د اماراتو کسانو درلودل هغه یې له کور وویست او ویې وژو، اوښی مې هم د یو خصوصي بانک مرستیال او ډاکټر و او په دې دلیل چې زمونږ د کورنۍ غړی و، طالبان راغلل او هغه یې هم په همدې ډول ووژو."

مخکې یو شمېر نورو کسانو هم ازادي راډیو سره په خبرو کې ورته ادعاوې کړي، چې د کورنۍ غړي یې د طالبانو له خوا وژل شوي دي.

خو طالبانو بیا په وار وار ویلي، چې د خپل مشر د عمومي عفوې فرمان ته ژمن دي.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد بیا مخکې د دوی تر ولکې لاندې ملي راډیو ټلوېزیون ته دا خبره کړې وه، چې له بده مرغه په ځینو ولسوالیو او کلیو کې د شخصي عقدو او شخصي دښمنیو له مخې ځینې کارونه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې مخکې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ دفتر یونما بیا ویلي، د طالبانو د سرپرست حکومت غړیو د اګست له پنځلسمې د جون تر پنځلسمې نېټې پورې یوازې د پخواني حکومت لږ تر لږه ۱۶۰ چارواکي وژلي او په دې کار سره یې هغه عفوه په دوامداره توګه نه ده عملي کړې چې دوی اعلان کړې وه.

خو طالبانو هغه مهال دا راپور هم رد کړی و.

سوسن وايي، کیسه دلته ختمه نه ده او دوی له دې ویرې او دا چې په خبره یې لا هم دوی ته ګواښ موجود و، د سپین بولدک له لارې پاکستان ته راغلل.

نوموړې وايي: "بیا هم زمونږ په تعقیب کې ول او بلاخره مونږ د شپې په دوو بجو د کندهار او سبین بولدک له لارې پاکستان ته راغلو، خو په ډېرې سختۍ، ستونزو او ناهیلۍ، څوک چې په دې لاره راغلي مونږ درک کولای شي."

اوس سوسن وايي، دوی په اسلام اباد کې په کوم کمپ کې چې مېشت دي، له خورا جدي ستونزو سره مخ دي، که لمر وي سوځي، که باران وي خېمې یې څاڅي او نورو ډېرو اړینو خدمتونو ته هم لاس رسی نه لري.

آغلې سوسن وايي: "له پیل نه تر ختمه ټولې ستونزې دي، ځکه دلته د ژوند کولو لپاره هیڅ امکانات نه‌شته، خېمه ده او هغه هم دلته دغه خلکو خپله ځانته د لمر او باران نه د خوندیتوب په خاطر ځانونو ته برابره کړې، د څښاک پاکې اوبه نه‌شته، حمام نه‌شته، هیڅ امکانات مونږ نه لرو، یوازې یوه دښته ده، په دغه دښته يا ډاګ کې مونږ اوسېږو."

سوسن د پاکستان له حکومت، له ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې غواړي، چې د دوی دغه وضعیت ته پام واړوي.

هڅه مو وکړه، خو د دغه کمپ نورو اوسېدونکو سره په خبرو بریالي نه شوو، خو کوم تصویرونه چې سوسن ازادي راډیو ته رالېږلي ښيي، چې دا ستونزې یوازې د دې نه، بلکې په دغه کمپ کې د استوګنو نورو افغانانو هم دي.

هغوی، چې کره شمېر یې سوسن ته نه دی معلوم.

دا چې له دغو کسانو سره ولې تر اوسه اړینې مرستې نه دي شوي، په اسلام اباد کې د ازادي راډیو د مشال څانګې خبریال طاهر خان وايي، دا خلک د اصولو له مخې په کډوالو کې نه شي راتللی، ځکه په خبره یې په پاسپورتونو او ویزو راغلي دي.

نوموړی د دغو افغانانو ستونزې تايدوي او وايي: "کم خلک دي، دا دومره زیات خلک نه دي، خو په هر حال هر څومره چې دي، انسانان دي او په مشکل دي، نو پکار ده چې نړۍ هم ورسره مرسته وکړي او پاکستان هم ورسره مرسته وکړي."

د یادونې ده، چې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو ورسته ډېری افغانان چې د دوی په خبره د طالبانو له ګواښونو سره مخ وو، په دې هیله هم له افغانستانه، پاکستان ته ولاړ څو له هغه ځایه نورو هېوادونو ته ولاړ شي، چې یو شمېر یې تر منزل ورسېدل خو ډېری یې لا هم په دغه هېواد کې مېشت او له بېلابېلو ستونزو سره مخ ژوند لري.

په پاکستان کې مو د دغه افغانانو د ستونزو په اړه د طالبانو د حکومت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني هم وپوښت خو د راپور تر لیکلو پورې مو کوم ځواب ترې ترلاسه نه کړ.






Загрузка...


Губернаторы России
Москва

Мэр Собянин: метро и МЦК в Москве на Пасху продлили работу до 02:00


Спорт в России и мире
Москва

Шесть скейт-парков и роллердром работают на площадках «Московских сезонов»


Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса
WTA

Павлюченкова и Потапова не смогли выйти в финал турнира WTA в Мадриде в парном разряде


Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире
Москва

В России замечен доступный кроссовер по цене Lada Granta: что о нем известно?





Путин в России и мире
Москва

Путин посетил пасхальную службу в храме Христа Спасителя в Москве


Лукашенко в Беларуси и мире
Минск

Русских заявил о субсидировании новых авиарейсов до Минска




123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.





Зеленский в Украине и мире

Навальный в России и мире


Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...



Анастасия Волочкова

«Больно смотреть»: Кудрявцева обнародовала переписку с Волочковой



Москва

Ученые НИУ МЭИ создали инновационный метод производства водорода из газовых отходов

Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net