طالبان وايي د کابل نښته کې یې د داعش ډلې ۴ وسله وال وژلي
د اګست پر درېیمه د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور مشال راډیو ته وویل چې طالبانو د چارشنبې پر ورځ غرمه مهال د پلازمېنې په کارته سخي سیمه کې "پلټنیز عملیات" کول چې له یوه کوره ورباندې ډزې وشوې.