نانسي پلوسي جنوبي کوريا ته رسېدلې
د امریکا د استازو جرګې مشره نانسي پلوسي تایوان ته له نانندریز سفر وروسته نن جنوبي کوریا ته ولاړه او د هغه هېواد له لوړ پوړو چارواکو سره یې کتلي دي.
اسوشیټد پریس خبري اژانس ویلي، تایوان ته د پلوسي له سفره وروسته د چین غصه پارېدلې او سیمه کې نانندرۍ زیاتې شوي دي.
اسوشیټد پریس دغه راز ویلي، چین چمتو کېږي چې تایوان ته نږدې خپلې پراخې پوځي مانورې پيل کړي.
پلوسي تایوان ته د سفر پر مهال له هغه هېواد سره خپل پیوستون اعلان کړ، خو چین دا هېواد د خپلې خاورې یوه برخه ګڼي او دغه ټاپو ته د بهرنیو چارواکو تګ غندي.