عربستان د ژمنيو لوبو د کوربهتوب لپاره چمتووالى وښود
د ورزشي اژانسو د راپورنو له مخې، د سعودي عربستان د المپیک اسیايي کمېټې نه غوښتنه کړې چې د ٢٠٢٩ کال د اسيا ژمنيو لوبو کوربهتوب ورکړي.
ژمنۍ لوبې چې د اسيا لويې وچې تر ټولو سترې لوبې دي ټاکل شوې د اسيا ٣٢هېوادونه به پهکې ګډون وکړي.
که چېرې د اسيا المپیک کمېټه د عربستان د کوربهتوب غوښتنې سره هوکړه وکړي دا به د اسيا په غرب کې لومړنى هېواد وي چې د دغو سياليو کوربهتوب کوي.
تر دې وړاندې د جاپان، چين، جنوبي کوريا او قزاقستان هېوادونو په کوربهتوب يادې لوبې ترسره شوي دي.