پاکستان د دیني ازادیو سرغړونې په اړه د امریکا وروستی اقدام غندلی
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت نن وویل چې اسلام آباد دغه یو اړخیز اقدام چې په خپله خوښه یې کړی ردوی او د شک په سترګه ورته ګوري.
پاکستان وایي د واشنګټن دغه تصمیم له واقعیتونو لرې دی.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت تیره اونۍ پاکستان، ایران، تاجکستان، ترکمنستان او پنځه نور هیوادونه د دیني آزادیو په برخه کې داندیښنې وړ وګڼل.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت وایي دیني آزادي په دغو هېوادونو کې په سیستماتیکه او دوامداره توګه سخته ترپښو لاندې کېږي.
پاکستان ته د هغو قوانینو له کبله ګوته نیول کېږي چې د اقلیتونو په حق کې له تبعیضه ډک ګڼل کېږي.
