په ځینو شمالي ولایتونو کې پر میوه لروونکو بوټو دوا شیندل پیل شوي
د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډيو ته وویل،چې دغه کمپاین د هېواد د شمالي ولایتونو په پنځو ولایتونو بلخ، جوزجان، سرپل، فاریاب او سمنګان کې پلی کېږي.
نوموړي وویل،چې په یاد کمپاین کې به یو زرو ۷۰۰ جریبه باغ لروونکي میوي تر پوښښ لاندې راشي او دوا به پرې وشیندل شي.
