امریکا پاکستان ته یوه پوځي پروګرام کې د بېرته شاملېدو اجازه ورکړه
دا له پاکستان سره د امریکا د هغو پوځي مرستو یوه برخه ده چې ولسمشر ډونالد ټرمپ له دې هېواد سره په دې خاطر بنده کړې وه چې اسلام اباد یې تورن کړی چې د تروریزم په وړاندې کافي اقدامات نه کوي.
پاکستان ته د پوځې روزنې په پروګرام کې د بیا شاملېدو لپاره د اجازې پرېکړه پرون اعلان شوه او هغه د اسلام اباد او واشنګټن په اړیکو کې د کړکیچ د کمېدو یوه نښه ده.
وروسته له هغه چې د پاکستان صدراعظم عمران خان په جولای میاشت کې متحده ایالتونو ته ولاړاو له ولسمشر ټرمپ سره یې وکتل او له هغې وروسته پاکستان چې څو ځلې له طالبانو سره د سولې د خبرو هرکلی وکړ، دې ټولو تریوه حده د واشنګټن او اسلام اباد ترمنځ کړکېچ کم کړی دی.
